Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2020

سمنګان کې د بادامو حاصلات زیات شوي

0
په سمنګان کې د بادامو په حاصلاتو کې زياتوالی راغلی دی.


د سمنګان ولايت د کرنې او اوبو لګولو رئيس محمد رحمان ارغنديوال نن ازادي راډیو ته وویل، اټکل دا دی چې کروندګر او بڼوال سږ کال پنځه زره متريک ټنه بادام راټول کړي.


د نوموړي په خبره تېر کال د سمنګان د بادامو حاصلات څه د پاسه درې زره متريک ټنو ته رسېدل.


د سمنګان ولايت د کرنې او اوبو لګولو رئيس وایي چې په دغه ولايت کې د بادامو د حاصلاتو زياتوالی به د کروندګرو او بڼوالو له اقتصاد سره هم مرسته وکړي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса