Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2020

'کندز کې د طالبانو بریدونو کې دولتي ځواکونه او ملکي وګړي وژل شوي'

0
د کندز چارواکي په دې ولایت کې د وسله‌والو طالبانو په نویو بریدونو کې د یو شمېر دولتي ځواکونو او ملکي وګړو د وژل کېدو خبره کوي.


د کندز ولایت د ولایتي شورا رئیس محمد یوسف ایوبي نن ازادي راډيو ته وویل چې تېره شپه ۹ بجې وسله‌والو طالبانو د امام صاحب ولسوالۍ ښار روضې ته نږدې د دولتي ځواکونو پر پوستو برdدونه وکړل چې په نتیجه کې یې دوi تنه ملکي وګړي او ۱۵ تنه دولتي ځواکونه وژل شوي دي.


د هغه په وینا په وژل شویو کې د ملي اردو، د ملي پولیسو، د سیمه‌ییزو پولیسو او د ولسي پاڅون کوونکو سرتېري شامل دي.


د کندز د والي ویاند عصمت‌الله مرادي هم دا پېښه تأییدوي، خو دولتي ځواکونو ته اوښتې مرګ‌ژوبله کمه بولي.


نوموړی وایي چې په چهاردره ولسوالۍ کې د ملي اردو درې سرتېري او د محلي پولیسو درې سرتېري وژل شوي او په امام صاحب ولسوالۍ کې هم د ملي اردو ۴ سرتېري او ۴ تنه ملي پولیس وژل شوي دي.


د ښاغلي مرادي په وینا، په دغو نښتو کې ۳ تنه طالبان وژل شوي او ۴ تنه‌یې هم ټپیان شوي دي.


تر اوسه پورې په دې اړه وسله‌والو طالبانو څه نه‌دي ویلي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса