Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2020

امریکا کې د کویډ۱۹ پېښو زیاتوالی؛ خلک روغتیايي سپارښتنو ته هڅول کېږي

0
د امریکا په څو ایالتونو کې د کرونا ویروس د پېښو او له کبله یې د مړینې له ډېروالي سره روغتیایي چارواکي خلک هڅوي چې عامه ځایونو کې ماسک بند او روغتیایي سپارښتنو ته پام وکړي.


له کرونا ویروس سره د مبارزې په چارو کې د سپینې ماڼۍ د کاري ډلې یوه غړي اډمېرل بریټ ګیرایر پرون د ماسک بندول لازمي یاد کړ او وې ویل، له دې پرته دغه هېواد د کرونا خپرېدا نه شي ایسارولی.


د امریکا په سویل او لویدیځ کې د ویروس کچه مخ په زیاتېدو ده، دغلته کویډ ۱۹ ناروغۍ تراوسه څه باندې ۱۳۵ زره امریکایان مړه کړي دي.


د روغتیا نړیوال سازمان پرون وویل چې د ۲۴ ساعتونو په موده کې ټوله نړۍ کې د کورونا ۲۳۰ زره پېښې ثبت شوي چې ۶۶ زره یې یوازې امریکا کې دي.


د ختیځې اروپا ځینو هېوادونو کې هم دا پېښې زیاتې شوي.


هنګري پر خپلې پولې نوي بندیزونه ولګول، کروشیا سر له نن نه په پلورنځیو کې ماسکونه جبري کوي او بلغاریا کې هم نوي بندیزونه اعلان شوي دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса