Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2020

د پاکستان پوځ: شمالي وزیرستان کې ۴ سرتېري او ۴ ترهګر وژل شوي

0
د پاکستان پوځ وایي، په شمالي وزیرستان کې د نښتو پر مهال ۴ سرتېري او ۴ ترهګر وژل شوي دي.


د پوځ په یوې اعلامیې کې چې پرون ناوخته خپره شوې راغلي، دغه سرتېري د یکشنبه په ورځ د هغو پوځي عملیاتو پر مهال ووژل شول چې د استخباراتي معلوماتو پر اساس پیل شوي وو.


د پاکستان د پوځ په وینا، د دواړو لورو ترمنځ نښتې هغه مهال وشوې چې پوځیانو د شمالي وزیرستان په مرکز میرانشاه کې د تندلارو یو پټنځای محاصره کړ.


شمالي وزیرستان تر ۲۰۱۴ کال دمخه پوري سیمه ییزو او بهرنیو تندلارو یو عمده مرکز بلل کېده او د پاکستان پوځ په هماغه کال کې د سیمې د پاکولو لپاره پراخ عملیات وکړل.


سره له دې چې د پاکستان پوځ د خپلو تصفیوي عملیاتو د بریالیتوب خبره کوي، خو شمالي وزیرستان لا هم د پراخ تاوتریخوالي، هدفي وژنو او چاودنو شاهد دی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса