Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2020

غزني کې دوه قومي مشران ووژل شول

0
په غزني کې وسله‌والو دوه تنه قومي مشران وژلي دي.


دا پېښه نن سهار شاوخوا ۱۰ بجې د غزني د مرکز اړوند په ده خدایداد کلي کې شوې ده.


د غزني د والي ویاند واحدالله جعمه‌زاده د دې پېښې په اړه ازادي راډیو ته وویل: "پخوانی جهادي قوماندان او قومي مشر ایوب خان نیازی او یو بل قومي مشر په خپل کلي کې یوځای وژل شوي دي."


د جمعه‌زاده په وینا وسله‌وال د پېښې له ځایه تېښتېدلي او په دې اړه پلټنه پیل شوې ده.


په غزني کې ډېری وخت په وسله‌والو بریدونو کې قومي مشران، دیني عالمان، مدني فعالان، ځوانان او ولسي خلک وژل کېږي چې د اکثرو دا ډول پېښو مسؤلیت څوک یا کومه وسله‌واله ډله نه‌اخلي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса