Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2020

پاکستان د افغان محصولاتو د صادراتو لپاره واګه بندر خلاصوي

0
پاکستان اجازه ورکوي چې د افغانستان محصولات د واګه بندر له لارې هند ته صادر شي.


دا خبره د افغانستان لپاره د هغه هېواد د صدراعظم ځانګړي استازي محمد صادق نن په خپله تویټرپاڼه کې کړې او ویلي یې دي چې دغه پرېکړه د دې لپاره شوې چې د افغانستان د سوداګرۍ د ټرانزیت په برخه کې اسانتیا رامنځته شي.


هغه ویلي چې د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ ته په پام د مقرراتو له عملي کېدو وروسته دغه بندر به بل سبا د جولای له ۱۵مې د افغان صادراتو پر مخ پرانیستی وي.


د ښاغلي صادق په وینا هېواد یې له افغانستان سره دوه اړخیزه سوداګري او د ټرانزیت ټول سرحدي بندرونه بېرته پرانیستي دي.


شاوخوا درې اوونۍ مخکې هندوستان ټایمز ورځپاڼې د هندي چارواکو له قوله خبر ورکړی و چې ویلي و، د واګه بندر له لارې به له افغانستان سره د هند سوداګري ډېر ژر بېرته پیل شي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса