Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2020

د ځوانانو نړيواله ورځ: د بدلون لپاره په نړيوال اقدام کې د پښتنو ځوانانو ونډه

0
د دې اونۍ په "ځوانانو غږ" خپرونه کې مو د ځوانانو پر نړيواله ورځ خبرې کړې. د اګست پر ۱۲ د ځوانانو نړيواله ورځ ولمانځل شوه. د ملګرو ملتونو لخوا دا وار د دې ورځې موضوع "د بدلون لپاره په نړيوال اقدام کې د ځوانانو ونډه" وه.


د ۲۰۲۰ز کال د ځوانانو نړيوالې ورځې هدف پر هغو درو لارو رڼا اچول و چې له يو بل سره تړلې دي. په دې کې يوه لار په ځايي کچ د ځوانانو هلې ځلې، دويمه په قامي کچ د ځوانانو هلې ځلې يعني د قوانينو او پاليسيانو جوړول او عملي کول او درېيمه لار په نړيواله کچ د ځوانانو هلې ځلې دي.


په دې خپرونه کې له پېښوره د قبايلي ځوانانو غورځنګ مشر احسان الله احسان، د افغانستان له کندهاره د قلم لار په نوم د تعليمي سازمان مشر مطيع الله وېسا، له جرمني د پساو پوهنتون زده کونکی اويس احمد خان  او له لندنه  د پېښور ارمي پبلک سکول پخوانی زده کونکی او مدني فعال محمد وليد خان مېلمانه ول.


دا خپرونه سرار عالم مومند وړاندې کوي.






 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса