Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Апрель
2021

د ترکیې بهرنیو چارو وزارت: استانبول غونډه د اپرېل له ۲۴مې د مې تر ۴مې کېږي

0
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د استانبول غونډه به د اپرېل میاشتې پر ۲۴مه پیل شي.


دغه وزارت د سې شنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل چې د اسلامي جمهوریت او طالبانو ترمنځ دغه غونډه به د مې میاشتې تر څلورمې نېټې دوام وکړي.


تر دې مخکې په رسنیو کې ویل شوي و چې دغه غونډه ښايي د اپرېل میاشتې پر ۱۶مه پیل شي، خو طالبانو تېره دوشنبه وویل چې د اپرېل پر ۱۶مه په غونډه کې دوی ګډون نه‌شي کولای.


د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي، دغه هېواد یعنې ترکیه، د قطر دولت او د ملګرو ملتونو سازمان په عالي او ټول­‌شموله ډول دا غونډه جوړوي.


د ښځو د حقونو فعالانو په دې غونډه کې د ښځو د پراخې ونډې غوښتنه کړې ده.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса