Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Апрель
2021

Новости за 20.04.2021

پاکستاني پارلېمان د کورني تشدد مخنيوي بل منظور کړ

Mashaalradio.com 

عصمت شاهجهان، چې د عوامي ورکرز پارټۍ يوه مخکښه هم ده، وايي چې د پاکستانيو ښځو حالت تر هغې نشي ښه کېدای چې رياست د هغوی د خيرښېګڼې، په تېره د تعليم، صحت او روزګار چارو ته جدي پام نه وي کړی.

پکتیکا کې زیاته پیمانه امونیم نایټرېټ مواد ضبط شول

Pa.azadiradio.com 

په پکتیکا کې سرحدي ځواکونه په زیاته پیمانه د امونیم نایټرېټ موادو چې په چاودېدونکو توکو کې هم ترې کار اخیستل کېږي، د ضبطولو خبر ورکوي.   په پکتیا کې د ۲۰۳ تندر قول اردو د دوهمې سرحدي لوا قوماندان ډګروال ګوجرخان امان وایي، په ۱۵۵ بوجیو کې دغه مواد چې له پاکستانه په قاچاقي توګه راوړل شوي و، د دې ولایت په تروې ولسوالۍ کې نیول شوي دي.  ښاغلی امان زیاتوي: "په دې باندې د پاکستان مارک دی. له دې ځایه دښمن غوښتل چې دغه مواد د افغانستان نورو ولایتونو ته ولېږدوي." د ښاغلي امان په وینا په ډېرو ماینونو... Читать дальше...

د برښنا لګښت بِلونو کې د افغانستان برښنا شرکت نوي بدلون د خلکو انتقادونه راوپارول

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان برښنا شرکت وايي، د برښنا په لګښت کې یې د خلکو په ګټه بدلون راوستی، خو د برښنا ډېری مصرفوونکي انتقاد کوي چې دغه بدلون د دوی په زیان دی. خلک داسې مهال د برښنا شرکت له دغې پرېکړې شکایت کوي چې له دغه اقدام وروسته د برښنا د لومړۍ میاشتې لګښت د کابل ښاریانو کورونو ته ورسېد. که څه هم دوی خوښ دي چې د برښنا د لګښت ورکول‌یې میاشتني شول، خو پر محاسبه‌یې انتقاد کوي. مخکې له دې به د برښنا لګښت په دوو میاشتو کې ورکول کېده، خو اوس دا لګښت هره میاشت ورکول کېږي. د برښنا مصرفوونکي وايي د حمل میاشتې لګښت‌یې دوه برابره ډېر محاسبه شوی. Читать дальше...

خېبر پښتونخوا کې ارزانه بیه بازارونه او د خلکو ګیلې

Mashaalradio.com 

د خیبر پښتونخوا حکومت ادعا کوي چې په صوبه کې یې د روژې پر مهال ارزانه بیه بازارونه پرانېستي دي خو ځايي خلک وايي چې وړومبې خو په دغه بازارونو کې د ضرورت شیان موجود نه وي، او که وي هم نو معیار يې ښه نه وي. په ځانګړی توګه په قبایلي ضلعو کې خلک د ګرانۍ له کبله ډېر ګیله من دي. په دې اړه پرې د کرښې پر غاړه کې بحث کوو. کوربه شاهین بونیری دی

د بې‌پولې خبریالانو سازمان افغانستان یو ځل بیا د خبریالانو لپاره مرګونی هېواد وباله

Pa.azadiradio.com 

د بې‌پولې خبریالانو سازمان (RSF) په خپل یو تازه راپور کې افغانستان یو ځل بیا د خبریالانو لپاره په نړۍ کې مرګونی هېواد بللی. دغه راپور چې نن سې شنبه «۱۴۰۰ کال د وري ۳۱» خپور شوی افغانستان د ۱۸۰ هېوادونو له ډلې ۱۲۲م هېواد دی چې د خبریالانو لپاره په‌کې ګواښ ډېر دی. دا هېواد تېر کال هم د خبریالانو لپاره د مرګوني هېوادونو په کتار کې په همدې نمبر راغلی وو. دغه سازمان هر کال په ۱۸۰ هېوادونو کې د رسنیو وضعیت په اړه معلومات، د رسنیو او خبریالانو پر وړاندې ستونزې او ننګونې د یو راپور په ترڅ کې خپروي. Читать дальше...

روغتیا وزارت: له بهره ټول راتلونکي مسافر باید د کرونا منفي ټيست ولري

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د کرونا د درېمې څپې د مخنیوي لپاره د افغانستان د روغتیا وزارت اعلان کړی چې ټول کورني او نړېوال او هوایي شرکتونه باید تر سفر وړاندې له مسافرو د کرونا منفي ټيسټ اسناد واخلي. د دغه وزارت مرستیال ویاند میرویس علیزي نن سې شنبه (د وري ۳۱مه) ازادي راډیو ته وویل، دغه پرېکړه د کرونا د درېيمې څپې د مخنیوي په هدف ترسره شوې. عليزي زیاته کړه: "د کرونا درېيمه څپه په هېواد کې پیل شوې نه ده، خو موږ د کرونا د درېیمې څپې تر جدي ګواښ لاندې یو، دا مهال د کرونا ډېری پېښې په ننګرهار، هرات، میدان وردګ... Читать дальше...

ناټو ته د هوايي چلند د ادارې لیک: د حامد کرزي هوايي ډګر مسوولیت اخیستلی شو

Pa.azadiradio.com 

د ملکي هوايي چلند ادارې په افغانستان کې مېشت ناټو ځواکونو ته د یوه لیک په استولو سره ویلي چې دغه اداره چمتو ده چې د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر د هوایي کنټرول  د ټولو چارو مسوولیت پر غاړه واخلي. ‎په لیک کې راغلي، دغه اداره تمه لري چې د روان ۲۰۲۱ میلادي کال  د مې میاشتې تر  لومړې نېټې  د هوایي ټرافیک د کنټرول (control tower)  ټول مسوولیتونه ور وسپارل شي. ‎د دغې ادارې ویاند محمد نعیم صالحي په دې اړه د سې شنبې ( د وري ۳۱مه) په ورځ ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل: "مخکې له دې  چې دوی (ناټو) ووځي، د ملکي... Читать дальше...



ولس باید د سولې ټېنګښت او د پرمختګونو ساتنې ته یوموټي شي: خوستوال

Mashaalradio.com 

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده مخکې هم په خوست کې زرګونو خلکو د نظام په ملاتړ یوه ولسي غونډه کې جمهوریت یواځینۍ نظام بللی وو، چې د ټولو خلکو حقوق، ازادۍ او د هېواد پرمختګونه په کې خوندي کیدلی شي.

ماین چاودنې د زابل د ولایتي شورا رئیس عطاجان حق بیان ټپي کړی

Pa.azadiradio.com 

د زابل د ولایتي شورا رئیس عطاجان حق بیان د والي د دفتر پر ودانۍ کې د ځای پرځای شوي ماین په چاودنه کې ټپي شوی.  د زابل امنیې قوماندان جنرال محمد ویس صمیمي ازادي رادیو ته وویل، چاودنه نن سې شنبه (د وري ۳۱مه) غرمه ۱۱ نیمي بجې د زابل د والي په دفتر کې هغه مهال رامنځته شوه چې امنیتي چارواکي د یوې امنیتي غونډې لپاره راټول شوي وو.                                 د صمیمي په وینا ښاغلی حق بیان د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوی او روغتیایي وضعیت یې د ډاډ وړ دی. هغه زیاته کړه، په دې اړه چې دغه ماینونه چا ایښي وو، پلټنې پیل شوي دي. Читать дальше...

ملي امنیت په تخار کې د انسان تښتونکو یوه ۶ کسیزه ډله نیولې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان ملي امنیت په تخار ولایت کې د انسان تښتونکو د یوې ډلې د نیولو خبر ورکوي. د ملي امنیت د عمومي ریاست له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د انسان تښتونکو دغه شپږ کسیزه ډله د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې نیول شوې ده. په اعلامیه کې راغلي چې د دغه ډلې مشر چې منګل نومېږي، د جنايي جرمونو او تروریستي کړونو په تور زنداني شوی وو، خو څه موده وړاندې د طالبانو د زندانیانو د لېست له مخې ازاد شو. اعلامیه وايي، نیول شوې ډلې پلان درلود چې په تالقان ښار کې درې ملي سوداګر اختطاف کړي، خو هدف ته تر رسېدو وړاندې ونیول شول. Читать дальше...

د استانبول غونډه؛ طالبان: له امریکا، ترکیې او قطر سره په خبرو بوخت یو

Pa.azadiradio.com 

طالبان وايي، استازي یې له امریکا، ترکیې او قطر سره په خبرو بوخت دي، څو د استانبول او د افغانستان د سولې په اړه راتلونکو غونډو کې د ګډون په اړه یوې پایلې ته ورسېږي. د دې ډلې ویاند ذبیح‌الله مجاهد نن د سې‌ شنبې (د وري ۳۱مه) په ورځ ازادي راډیو ته وویل، که د دوی اندېښنې ځواب شي، د افغانستان د سولې لپاره له هر جوړ شوي فرصته ګټه اخلي: "اوس هم خبرې روانې دي. تېره ورځ هم ناستې شوي او کېدای شي راتلونکې کې هم وشي. دوی هڅه کوي چې د راتلونکو ګامونو لپاره زموږ اندېښنې له‌منځه یوسي. دا معقوله خبره ده." که... Читать дальше...

له پاکستانه د فرانسې د سفیر د ایستلو موضوع پارلمان ته وړاندې شوه

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر وایي، د فرانسې پرضد د اسلامپالو د خونړیو مظاهرو وروسته به حکومت له دې هېواده د فرانسې د سفیر د ایستلو موضوع پارلمان ته وړاندې کړې چې په دې اړه رایې واخلي.  شیخ رشید احمد په یوې ثبت شوې ویډیو کې چې نن سې شنبه (د وري ۳۱مه) خپره شوې دغه خبره کړې او ویلي یې دي، د پاکستان د تحریک طالبان لبیک له ډلې سره تر اوږدو خبرو دې پرېکړې ته رسیدلي چې حکومت به په دې اړه یوه مسوده پارلمان ته وړاندې کړي. له پاکستانه د فرانسې د سفیر ایستل د پاکستان د تحریک لبیک د ډلې یوه غوښتنه ده. ... Читать дальше...

ختیځه اروپا او منځنۍ اسیا د بیان ازادۍ په نوملړ کې وروستي ځایونه خپل کړي

Pa.azadiradio.com 

د تېر کال پیل شوېو ناورینونو په خاطر سږ کال هم په نړۍ کې د بیان ازادي له ګواښونو سره مخ بلل شوې ده. که د بېلاروس په مظاهرو کې د ژورنالېستانو ځپل دي او که د نګورنو قره باغ له جګړو د راپور ورکولو مخنیوی دا هغه څه دي چې د ختیځې اروپا او منځنۍ اسیا هېوادونه یې د بې پولې خبریالانو د نړیوال سازمان د بیان د ازادۍ تازه نوملړ کې ډېرو ښکتو مقامونو ته وړي. په بېلاروس کې د ۲۰۲۰ میلادي کال د اګسټ پر نهمه د ولسمشرۍ انتخاباتو په نتیجه کې الکساندر لوکاشینکا د شپږمې پرله پسې دورې لپاره د ولسمشر په توګه اعلان شو. Читать дальше...

حکومت د تحریک لبیک پاکستان غوښتنې ومنلې

Mashaalradio.com 

شیخ رسید ویلي حکومت به نن په قامي اسمبلۍ کې  د فرانس د سفیر له هېواده د اېستلو لپاره قرارداد راوړي او تحریک لبیک به په ټول ملک او په خاصه توګه د مسجد رحمت اللعالمین سره چې کومی دهرنی یا پرلتونه دي

سیند کې هندوې نجونه ولې مذهب بدلوي؟

Mashaalradio.com 

اکثر چې هندوې نجونه له کورونو ورکې شي نو بله ورځ په برچونډي درګاه کې پیدا شي او د دوی کورنيو ته د ټېلېفون له لارې خبر وشي چې لور يا خور یې اسلام قبول کړی او مسلمان هلک ته واده شوې.

په سیند کې د هندوو نجونو مذهب بدلولو پېښو تر شا څه دي؟

Mashaalradio.com 

د پاکستان په سیند صوبه کې ځینې هندوې کورنۍ دعوه کوي چې لوڼه یې په زور مسلمانېږي او مسلمانو هلکانو ته ودېږي. دوی تور پورې کوي چې د ګوټکي ضلعې د برچونډي شریف درګاه مشران د هندوانو مذهب بدلوي. خو د درګاه مشران دا تور په کلکه ردوي او وايي، په زور د خلکو د مسلمانولو یوه قضیه هم نشي ثابتېدای. د بشري حقونو فعالان د هندوانو دعوې مني خو وايي، په زور د مذهب بدلول ثابتول خورا ګران کار دی. موږ په سیند کې د دین بدلولو پېښې پلټلي او دا ځانګړی مستند فلم مو جوړ کړی. کتونکو تاسې هم کولای شئ چې تر دې فلم لیدو وروسته دې ته ورته کیسې راسره شریکې کړئ. Читать дальше...

رستمي: د غوا او وریو د غوښې کلنۍ تولید یو نیم میلیون ټنو ته ورسېد

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د  کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي چې د غوا او پسونو د غوښې کلنۍ تولید کچه څه باندې یو نیم میلیونه مټریک ټنو ته رسېدلې ده. د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن سې شنبه (د وري ۳۱مه) ازادي راډیو ته وویل، د غوښې ډېری تولېدونکي او مصرف کوونکي کابل، بلخ، کندهار، هرات، ننګرهار او ځینې نور ولایتونه دي. دی وايي: "په ۱۳۹۹ لمریز کال کې د هېواد په کچه د وري، وزې او غواوو یو میلیون او ۵۸۹ زره او ۲۶۹ مټریک ټنه غوښه تولید او مصرف شوي دي." د ښاغلي رستمي په خبره، د تولید شوېو غوښو له ډلې ۹۱۲... Читать дальше...

د احصايي اداره: تېرکال واردات ۳,۵ سلنه او صادرات ۱۰ کم شوي وو

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د احصاېې ملي اداره وايي، تېر ۱۳۹۹ لمریزکال کې د وارداتي اجناسو ټول ارزښت ۶۵۳۷,۶ ميليون ډالره او صادراتي اجناسو ارزښت  ۷۷۶,۷ ميليونه ډالره وو. د احصایې او معلوماتو ملي ادارې یاد معلومات تېره ورځ د ۱۳۹۹ مالي کال ارقام، شاخصونه او احصاییوي معلومات په یوه غونډه کې خپاره کړل. د دغې ادارې د احصایې مرستیال حسیب الله موحد وویل چې د تېرکال پرتله په وارداتو کې ۳,۵ سلنه  او په صاداراتو د ۱۰ سلنې په اندازه کموالی راغلی. د احصایې اداره دا هم وویل چې دا مهال د افغانستان نفوس څه باندې ۳۳ نیم میلیونه ده چې ۵۱ سلنه یې نارینه دي.

Новости России
Москва

Ирина Струнова стала Терапевтом года


د هرات والي: پر ولسي پاڅونوالو او امنیه قوماندانۍ برید شنډ شو

Pa.azadiradio.com 

د هرات والي په غوریانو ولسوالۍ کې پر ولسي پاڅونوال او امنیه قوماندانۍ د وسله وال برید د شنډېدو خبر ورکوي. عبدالوحید قتالي وايي چې طالبانو غوښتل یو موټر بم د غوریان ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ په څنګ کې د پاڅونوالو په پوسته کې والوزوي. ښاغلی قتالي زیاتوي چې امنیتي ځواکونو بریدکوونکی هدف ته له رسېدو مخکې تشخیص او په نښه کړ، خو په چاودنه کې دوه ولسۍ پاڅونوال وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي. د هرات والي وايي له موټر بم چاودنې وروسته د دواړو خواوو ترمنځ جګړه ونښته چې څو ساعته یې دوام وکړ.  دغه... Читать дальше...

پکتیا کې د هاوان مرمۍ یوه نجلۍ او یو هلک وژلي

Pa.azadiradio.com 

د پکتیا په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې  د هاوان مرمۍ یوه نجلۍ او یو هلک وژلي دي.    د پکتیا د امنیه قوماندانۍ ویاند محمد لعل امیري ازادي راډیو ته وویل، پېښه پرون دوشنبه (د وري ۳۰مه) هغه مهال وشوه چې دې ماشومانو د هاوان یوه زړه مرمۍ ټکوله. ښاغلي امیري زیاته کړه: "د پکتیا په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې یوه نجلۍ او یو هلک بهر راوتلي او یوه پخوانۍ مرمۍ یې ټکولې ده. د هاوان دا مرمۍ چاودلې ده او دواړه په شهادت رسېدلي."  د امیري په وینا نجلۍ لس کلنه او هلک شپاړس کلن وو.  د افغانستان په ناامنه سیمو کې د وسله... Читать дальше...

مسیر: د سولې ولاړ حالت د ختمېدو لپاره باید ښکېلې خواوې څه وکړي؟

Pa.azadiradio.com 

کابل چاپ نننیو ورځپاڼو له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو، د سولې مذاکراتو په ټپه ولاړ حالت او د افغان ولسمشر د وړمې ورځې د څرګندونو په اړه لیکنې او تبصرې  خپرې کړي دي. هشت صبح هشت صبح لیکلي، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتلو له اعلان سره سم په هېواد کې د جنګ جګړو زیاتوالي خلک اندېښمن کړي دي. په سرمقاله کې یادونه شوې یو څه چې په جګړه کې روښانه دي هغه دا چې په لومړي ګام کې د جګړې ښکېلې خواوې او په دویم ګام کې عام خلک بایلونکي دي، ځکه د افغان ځواکونو، طالبانو او ملکیانو تلفات ورسره زیاتېږي. Читать дальше...

نامعلومو وسله والو کابل کې دوه تنه امنیتي منسوبین وژلي

Pa.azadiradio.com 

نامعلومو وسله والو د کابل ښار ۱۲مې ناحیې ته څېرمه دوه تنه امنیتي منسوبین په ډزو وژلي دي. د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز رسنیو ته ویلي، دا پېښه نن سې شنبه (د وري ۳۱مه) اووه او ۴۰ دقیقې د ۱۲مې ناحیې په لومړي بلاک سیمه کې رامنځته شوې ده. دی وايي پېښه تر څېړنو لاندې ده. د پېښې پړه تر اوسه کومې وسله والې ډلې نه ده منلې. دا په داسې حال کې چې د روانې لمریزې میاشتې په ۲۷مه د کابل د ۱۰مې امنیتي حوزې اړوند په یوه امنیتي پوسته کې یو افسر د خپلو دوو همکارانو له‌خوا په ډزو ووژل شو. د وژل... Читать дальше...

د امریکا یو پخوانی مرستیال ولسمشر والټر اېف موندېل مړ شو

Pa.azadiradio.com 

د امریکا یو پخوانی مرستیال ولسمشر والټر اېف موندېل پرون د اپرېل په ۱۹مه د ۹۳ کلونو په عمر مړ شو.  د نوموړي د کورنۍ غړو د هغه د مړینې د علت په اړه څه نه دي ویلي.  موندېل د ۱۹۷۷- ۱۹۸۱ کلونو ترمنځ د جېمي کارتر د مرستیال، سناتور، سفیر او د میناسوټا ایالت د لوی څارنوال په توګه کار کړی دی. هغه چې یو مخکښ لېبرال دیموکرات و، پرون په مینیا پولیس ښار کې په خپل کور کې سا ورکړه.  موندېل د ۱۹۸۴ کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د رونالډ رېګان پر وړاندې چې خورا زیات محبوبیت یې درلود، ماتې وخوړه.

د روسیې سره د چک لانجه؛ اروپايي ټولنه د چک جمهوریت تر څنګ درېږي

Pa.azadiradio.com 

اروپايي ټولنې ډاډ ورکړی چې له روسیې سره په ډيپلوماتیکه لانجه کې به د چک جمهوریت تر څنګ  ودرېږي او پوره ملاتړ به یې وکړي.  دا لانجه د چک له هغې ادعا وروسته رامنځته شوه چې ویې ویل، د دې هېواد د وسلو په یوه ډیپو کې په بمي چاودنه کې د روسیې د هغو پوځي ایجنټانو لاس درلود چې په بریتانیا کې د روسیې د استخباراتو د یو پخواني اېجنټ د مسمومولو په قضیه کې ښکېل و.  د پراګ او مسکو ترمنځ د دې ډیپلوماتیکې لانجې په نتیجه کې روسیې په مسکو کې د چک د سفارت شلو کار کوونکو ته له دې هېواده د وتلو امر وکړ او له هغه... Читать дальше...


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
ATP

Российский теннисист поднялся на две позиции в топ-10 рейтинга ATP






Власти Москвы решили возобновить отопление из-за предстоящего похолодания

Денис Парфенов: Вернуть красное Знамя Победы на улицы города!

«Русские витязи» и бронеавтомобиль «Линза»: Что ждет россиян на параде Победы?

ЕС впервые планирует санкции против российского СПГ