Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Апрель
2021

Новости за 30.04.2021

د لوګر روغتون ته د پېښې له ځایه د وژل شوېو ۲۱ جسدونه وروړل شوي

Pa.azadiradio.com 

د لوګر د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي چې د دې ولایت د امین الله خان لوګري روغتون ته د موټر بم د سیمې څخه ۲۱ د وژل شوېو مړي او ۷۴ ټپیان ور وړل شوي دي. نن د شنبې په ورځ د نائیب امین الله خان لوګري د روغتون نوکریوال ډاکټر میرویس لطیف زي ازادي راډیو ته وویل، د موټر بم برید چې ماښام مهال وشوه، د نورو زیانونو تر څنګ يې دې روغتون ته هم زیان واړوه او تر لسو پورې روغتیايي کار کوونکي هم په کې ټپیان شول. ده وویل، دا چې دې روغتون زیان لیدلی، نو دوی ډیری عاجل ناروغان تر لومړنیو روغتیايي مرستو وروسته د درملنې لپاره کابل ته ولیږل. Читать дальше...

د کورونا د وبا په اوج کې د هند له خلکو سره د افغانانو خواخوږي

Pa.azadiradio.com 

کووید ۱۹ په هند کې تر پخوا زیات انساني تلفات اړولي او د دې ناروغۍ له کبله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې شاوخوا درې نیم زره کسان مړه شوي دي. یو شمېر افغانانو پر ټولنیزو شبکو پر خپلو پاڼو د پیغامونو به خپرولو سره د هند له خلکو سره خواخوږي څرګنده کړې. په دې اړه تفصیل په دې ویدیو کې وګورئ.

ازادي راډیو ریس د خپلو وژل شویو همکارانو درېیم تلین یادوي

Pa.azadiradio.com 

درې کاله وړاندې د ۱۳۹۷ لمریز کال د غوایه لسمه د افغان رسنیو لپاره توره ورځ وه. په دې ورځ د کابل شش درک سېمه کې یو ځانمرګي برید ۹ تنه خبریالان ووژل چې درې تنه یې د ازادي راډیو همکاران وو. دا خبریالان سیمې ته د یو چاودنې وروسته خبري پوښښ پسې تللي وو چې د دویېمه چاودنه پرې وشوه. ازادي راډیو د خپلو وژل شویو همکارانو درېیم تلین داسې مهال پرځای کوي چې افغانستان کې د خبریالانو په وړاندې ننګونې له پخوا زیاتې شوې دي. په دې مناسبت د ازادي راډیو د ریس قادر حبیب پیغام دلته کتلی شئ.

لوګر کې موټر بم برید؛ کورنیو چارو وزارت: ۲۱ تنه وژل شوي او ۹۱ نور ژوبل دي

Pa.azadiradio.com 

د لوګر په مرکز پل علم کې موټر بم برید شوی دی. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، د لوګر په موټر بم برید کې د وژل شوېو کسانو شمېر ۲۱ او د ټپیانو شمېر ۹۱ کسانو ته رسیدلی. د‌ دې وزارت ویاند طارق ارین رسنیو ته په لیکلي پیغام کې ویلي چې د پېښې له ځایه ټول ټپیان روغتونونو ته انتقال شوي او له خاورو لاندې درې تنه ژوندي را ایستل شوي دي. ښاغلي ارین زیاته کړه: "وژل شوي او ټپیان شوي ټول ملکي کسان دي او ممکن د تلفاتو شمېر له دې هم زیات شي. " له دې وړاندې د لوګر په مرکزي روغتون کې یوې سرچینې ازادي راډیو... Читать дальше...

د لوګر په مرکز پل علم کې موټر بم برید شوی

Pa.azadiradio.com 

د لوګر ولایت په مرکز پل علم کې موټر بم برید شوی دی. د لوګر ولایتي شورا رئیس حسیب الله ستانکزي ازادي راډیو ته وویل چې نن جمعه (د غويي ۱۰مه) ماښام نږدې ۷ بجې د لوګر ولایت په پل علم ښار کې د عامې روغتیا ریاست د روغتون ودانۍ ته څېرمه د لوګر د ولایتي شورا د پخواني رئیس پر ودانۍ موټر بم برید شوی چې له امله یې درنه مرګ ژوبله رامنځته شوې ده. دی وایي، دا چې ولې دا ځای هدف ګرځیدلی په اړه یې نور جزئیات ور نه کړل. تر اوسه د مړو او ټپیانو په اړه لومړني مالومات نه دي ورکړل شوي. د سیمې اوسیدونکي وایي، چاودنه... Читать дальше...

د اُسامه د وژلو لس کاله پوره شول؛ القاعدې امریکا ته نوي ګواښونه کړي

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې چې بهرني ځواکونه له افغانستانه بشپړه وتنه، ټیک تر هغې نېټې لس کاله وروسته پیلوي چې اُسامه بن لادن په کې ووژل شو، د هغه له خوا د جوړې شوې ډلې – القاعدې د بیا فعالېدو په اړه اندېښنې اورول شوې دي. امریکايي رسنۍ وایي چې القاعده امریکا ته د نوېو ګواښونو تر پولې مخته تللې ده. سي اېن اېن ټلوېزیون د القاعدې د یوه مسوول له خولې، ظاهراً له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتلو ته په اشاره ویلي چې یوازې دا بس نه ده او امریکايي ځواکونه باید له ټولو اسلامي هېوادونو ووځي. سي اېن اېن وایي چې... Читать дальше...

خبریالانو ته تر ټولو ډیر خطرونه په اسلام اباد کې پېښ شوي: فریډم نیټورک  

Mashaalradio.com 

د نیټ ورک مشر اقبال خټک د اپریل پر ۳۰مه مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې په دې موده کې ۶ خبریالان وژل شوي ، ۵ تښتول شوي ، د ۷ خبریالانو د وژنې هڅه شوې وه ، ۲۵ نیول شوي وو او د ۲۷ خبریالانو پر ضد د پیکا د قانون لاندی مقدمې درج شوي دي.



امریکا: که طالبان غواړي کرکه ورڅخه ونه شي، له القاعده سره دې اړېکې پرې کړي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، که طالبان غواړي چې په نړۍ کې ورڅخه کرکه ونه شي، له القاعده او نورو تروریستي ډلو سره دې اړیکې پرې کړي. د دې وزارت ویاند دا خبره د پنجشنبې (د غويي ۹مه) په ورځ په واشنګټن کې په یوه خبري غونډه کې وکړه: "د کرکې نتیجه د هر ډول نړیوال مشروعیت نه لرل او د پایښت لپاره د توان نشتوالی دی. که طالبان غواړي چې د افغانستان د راتلونکې یوه برخه شي، د ښځو او نجونو حقونو ته له درناوي، له القاعده او نورو تروریستي ډلو سره د اړیکو له پرې کولو پرته به دا ممکنه نه وي." له القاعده او... Читать дальше...

د ازادي راډیو د ۳ خبریالانو د وژل کېدو تلین؛ د خبریالانو پر وړاندې ګواښونه کم شوي؟

Pa.azadiradio.com 

له نننه درې کاله وړاندې يعنې د غويي په لسمه د رسنیو لپاره یوه توره ورځ وه. د ۱۳۹۷ کال په همدې ورځ د کابل په شش درک سیمه کې له یوه ځانمرګي برید وروسته چاودنه کې ۹ خبریالان ووژل شول. پېښه هغه مهال وشوه چې خبریالان د یوه ځانمرګي برید د خبري پوښښ په موخه سیمې ته ولاړل، خو ناخبره له دې چې د بلې حملې هدف دوی وو.  په دې پېښه کې د ازادي راډیو ۳ خبریالان هم ووژل شول. عبدالله حنانزی، سباوون کاکړ او محرم دُرانۍ د ازادي راډیو هغه درې خبریالان وو چې د دې پېښې قرباني شول. اوس چې له دې پېښې درې کاله تېرېږي... Читать дальше...

خوست کې ۴نيم جريبه ځمکه د کوکنارو له کښته پاکه شوه

Pa.azadiradio.com 

په خوست ولایت کې څلور نيم جريبه ځمکه د کوکنارو له بوټو څخه پاکه شوه. د خوست ولايت پولیسو د دې ولايت په تڼيو ولسوالۍ کې درې عملیاتونه وکړل چې په نتيجه کې يې څلور نیم جريبه ځمکه د کوکنارو له کښته پاکه شوه. د خوست د امنيه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې تر دې عملياتو مخکې له محلي خلکو سره خبرې شوي دي او دوی په پام کې لري چې د خوست ولايت په نورو ولسوالیو کې هم د کوکنارو کښتونه واړوي.

بلخ او کندز کې له ۶۰۰ بوتلو زیات شراب نیول شوي

Pa.azadiradio.com 

په بلخ او کندز ولايتونو کې تر ۶۰۰ بوتلو ډېر شراب د قاچاقو پرمهال ونيول شول. په لومړي ګام کې ۱۵۰ بوتله شراب چې له حيرتان بندره په يوه موټر کې بار شوي او په پام کې وه چې سمنګان ولايت ته قاچاق کړل شي، د حيرتان بندر په دوراهي سيمه کې ونيول شول. د کورنيو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې معينيت د رسنيو دفتر ازادي راډيو ته وويل چې په دوهم اقدام کې له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د ملي امنيت ریاست د کار کوونکو په همکارۍ په کندز ښار کې يو تن له۵۱۰ بوتله شرابو سره ونيو. د دې دوو قضيو په تړاو دوه تنه هم نيول شوي دي.

ننګرهار کې تر سلو کيلو ګرامو ډېر نشه يي توکي ونيول شول

Pa.azadiradio.com 

پولیسو په ننګرهار ولايت کې تر سلو کيلو ګرامو ډېر نشه يي مواد ونيول. په ننګرهار ولايت له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پوليسو د موټرو د تلاشۍ پرمهال په خوګياڼو، شېرزادو او مومنددرې ولسواليو کې ۸۲ کيلوګرامه چرس او ۴۰ کيلو ګرامه ترياک ونيول. د کورنيو چارو وزارت ویاند طارق ارين ازادي راډيو ته وويل، دوهم عمليات چې په جلال اباد ښار کې وشول، په نتيجه کې يې ۱۶نيم کيلو ګرامه چرس، څه اندازه ښیښه او کېمياوي مواد هم ونيول شول.   د نشه يي موادو د دې څلورو قضیو په تړاو اته تنه هم نيول شوي دي.

د نشه يي توکو۳۰ قاچاق کوونکي په مجازاتو محکوم شول

Pa.azadiradio.com 

د عدلي او قضايي مرکز محکمو د نشه يي موادو ۳۰ قاچاق کوونکي په مجازاتو محکوم کړل.  له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ابتدائيه او استېناف محکمو ۳۰ قاچاق کوونکي چې د امنيتي ادارو له خوا د نشه يي موادو د قاچاقو د ۲۶ قضيو په تړاو نيول شوي وو، له درېيو څخه نيولی بیا تر اوو کالو پورې په بند باندې محکوم کړل.  د دې مرکز وياند خالد مؤحد ازادي راډيو ته وويل، له محکوم شوېو قاچاق کوونکو سره ۱۷۳کيلوګرامه هيروئين، ۱۵۳ کيلوګرامه تارياک، ۷۵ کيلوګرامه ښیښه، تر اوو کيلو ګرامو ډېر چرس او تر پنځو زرو ليټرو ډېر شراب نيول شوي دي.

وېلسن: امریکا هڅه کوي د مې تر پایه د افغان سولې لپاره د استانبول غونډه وشي

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د امریکا شارژدافیر راس وېلسن پرون پنجشنبه (د غويي ۹مه) له یوه خصوصي ټلوېزیون 'طلوع نیوز' سره مرکه کې ویلي، واشنګټن د مې میاشتې تر پایه د استانبول ناستې د جوړېدو په هڅه کې دی.  هغه ويلي، د افغان سولې ټولې ښکېلې خواوې د دې په لټه کې دي چې د افغانستان روانې شخړې ته سوله‌ییزه او هر اړخیزه لاره پیدا کړي.  ښاغلي وېلسن زیاته کړه: "امريکا هوډمنه ده، څو هڅه وکړي چې د سولې يو کنفرانس په ترکيه کې جوړ کړي، هغه کنفرانس چې ځندول شوی و. دوی اوس د روژې وروسته د مې مياشتې په وروستيو کې يوې نېټې ته ګوري. Читать дальше...

افغان کرکټر راشد خان: هر افغان دې سختو شېبو کې له هند سره دی

Pa.azadiradio.com 

د کرکټ د نړۍ نامتو لوبغاړي راشد خان چې د هند په غوره لیګ کې لوبېږي، نن په یوه ټویټ کې له هندیانو سره د کرونا وبا په سختو شېبو کې پیوستون څرګند کړ.  ده هندیانو ته په خطاب کې لیکلي: "هر افغان په دې سختو شېبو کې له هند سره دی."  د راشد خان دا پیغام له پراخ هرکلي سره مخامخ شوی دی.  ده همدا راز د هند پر خلکو غږ کړی چې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره ټولنیز واټن رعایت کړي او له ماسکه کار واخلي.  تر دې وړاندې د هند د کرکټ یو شمېر ستورو لکه سچن ټندولکر او د استرالیا مشهور لوبغاړي پټ کومینز... Читать дальше...

د ازادي راډیو د ۳ خبریالانو د وژل کېدو درېیم تلین

Pa.azadiradio.com 

نن د ثور لسمه په کابل کې د ازادي راډیو د درېيو خبریالانو د وژل کېدو له درېیم تلین سره برابره ده.  د هغوی د درېیم تلین په مناسبت د ازادي راډیو رئيس قادر حبیب په یوه پیغام کې وویل: "په افغانستان کې خبریالان او د معلوماتو رسول تر بل هر وخت له زیات ګواښ سره مخامخ دي او نن په داسې حال کې په ازادي راډیو کې د خپلو درېيو همکارانو په دریېم تلین کې د هغوی یاد تازه کوو چې شپږ میاشتې پخوا مو خپل څلورم خبریال له لاسه ورکړ. نن یو وار بیا خپله ژمنه تازه کوو چې د ازادي راډیو مخاطبانو ته به د بې پرې معلوماتو رسولو... Читать дальше...

نورستان کې روغتیايي ستونزې؛ خلک: نه درمل شته او نه هم ډاکټرته معاش ورکړل شو

Pa.azadiradio.com 

نورستان کې مېشت خلک وايي له یو کال زیاته موده کېږي چې دا ولایت د روغتیايي ستونزو سره لاس او ګریوان دي او په خبره یې روغتیايي مرکزونو کې د درملو نشتون او صحي کار کوونکو ته د معاشونه نه ورکړه، هغه ستونزې دي چې لا هم نه دي حل شوي. د نورستان د منډول ولسوالۍ ۳۰ کلن اوسیدونکی محمدخان وایي، له خپلې سېمې يې ناروغ په شا د دواب ولسوالۍ تر روغتیايي مرکزه را رسولی، خو په وینا یې نه درمل شته او نه هم د ناروغ لپاره نورې اسانتیاوې. محمد خان ازادي راډیو ته وویل: "پرون مې له منډول ولسوالۍ څخه د خرابې لارې له... Читать дальше...

Новости России
Москва

Ирина Струнова стала Терапевтом года


د ځاځي اریوب ښوونځیو کې ۱۸۵ افتخاري ښوونکي؛ لا یې هم د پوهنې بهیر ټکنی دی

Pa.azadiradio.com 

ځاځي اریوب پکتیا کې ډېورنډ کرښې ته څېرمه هغه لېرې پرته ولسوالي ده چې خلک یې د پوهنې له برخې سره د نورو ولسوالیو پرتله ډېره مرسته کوي. د پکتیا د ځاځي اریوب ولسوالۍ په ښوونځیو کې ۱۸۵ افتخاري ښوونکي په وړیا ډول ښوونیز بهیر پرمخ بیايي چې په دې سره یاده ولسوالۍ کې د ښوونکو د کمښت ستونزه تر یوه بریده هواره شوې ده. دا مهال په پکتیا کې د ۲۵۰۰ ښوونکو کمښت شته چې له دې کبله په مرکز او ولسوالیو کې ښوونیز بهیر له ستونزه سره مخامخ دی. 'روکیان' د ځاځي اریوب ولسوالۍ په هاشم خېلو دره کې یوه لېسه ده چې نږدې ۱۳ سوه زده کوونکي لري. Читать дальше...

څېړنه: سعودي کې په دندو د بوختو ښځو شمېر زیات شوی

Pa.azadiradio.com 

د یوې تازه څېړنې له مخې، په سعودي عربستان کې په دندو د بوختو ښځو شمېر د پام وړ زیات شوی دی.  د بروګېنګز څېړنېزې موسسې پر اساس، د ۲۰۱۸ میلادي کال په وروستیو کې د سعودي نژدې ۲۰ سلنه ښځو کار درلود یا په کار پسې ګرځېدې، خو د ۲۰۲۰ میلادي کال په پای کې په دغه هېواد کې په سلو کې نژدې ۳۳ ښځې په کار ګومارل شوي دي.  بروکېنګز موسسې په دې اړه په خپل راپور کې ویلي، د دې معنا دا ده چې د سعودي عربستان د کار په بازار کې د ښځو ونډه یوازې په دوو کلونو کې ۶۴ سلنه زیات شوی دی.  په دې څېړنه کې دا هم ویل شوي چې... Читать дальше...

بغلان کې د ماشومانو په ګډون ۷ ملکیان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

په بغلان ولایت کې د څو ماشومانو په ګډون ۷ ملکیان وژل شوي دي.  د بغلان د ختجان ولسوال عبدالناصر راسخ ازادي راډیو ته وویل، دا پېښه تېره شپه هغه مهال وشوه چې وسله والو طالبانو د دې ولسوالۍ د ولیان درې په 'زي محمود' کلي کې د یوه سیمه ییز پولیس پر کور حمله وکړه. ښاغلي راسخ زیاته کړه: "له بده مرغه د ولیان درې اووه تنه محترم اوسېدونکي چې د سرتېري مجیب الله خپلوان او ګاونډیان وو، شهیدان شوي، دوی ټول ملکي او بې ګناه خلک دي. د دوی په منځ کې ۱۲ کلن او ۱۳ کلن ماشومان هم شامل دي."  طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
WTA

Павлюченкова и Потапова не смогли выйти в финал турнира WTA в Мадриде в парном разряде






Лучшие кадеты ПФО побывали на репетиции Парада Победы в Москве

Анна Данилова дала старт Всероссийской акции "Синий платочек Победы" 2024 на станции метро Курская

Пациентов детской подмосковной больницы поздравили с Пасхой

Усадьба Мусоргского примет участие в акции «Ночь музеев»