افغان حکومت د سولې په اړه مسکو کې جوړېدونکې درې اړخیزه غونډه کې ګډون کوي
افغان حکومت وايي چې د مسکو په کوربهتوب د افغانستان د سولې په اړه په جوړېدونکې پراخه درې اړخیزه غونډه کې به ګډون وکړي. په پام کې ده چې دا غونډه سبا د اپرېل په ۳۰مه نېټه جوړه شي. د افغانستان د سولې په اړه د بحث په مقصد د پراخې درې اړخیزې غونډې په فارمټ کې متحده ایالات، روسیه، چین او پاکستان برخه لري. د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حامد تهذیب نن ازادي راډیو ته وویل چې افغان حکومت به د سولې په پار په هره غونډه کې ګډون وکړي. ښاغلی تهذیب زیاتوي: "موږ په مسکو کې د مخکېنۍ درې اړخیزې غونډې چې... Читать дальше...