Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Апрель
2021

ترکي رسنۍ: استانبول کې د افغانستان سولې کنفرانس د اپرېل ۲۶مې ته وځنډول شو

0
د ترکيې رسنیو نن راپور ورکړ چې د افغانستان د سولې کنفرانس چې ټاکل شوې وه، د اپرېل په ۱۶مه په استانبول کې جوړ شي، د اپرېل ۲۶مې ته ځنډول شوی دی. 


د ترکیې خبري رسنیو د خپل هېواد د بهرنیو چارو وزارت د سرچینو په قول ویلي، وروسته له دې چې طالبانو وویل چې د اپرېل په ۱۶مه د استانبول په غونډه کې ګډون نه‌شي کولای، د دې کنفرانس لپاره پر نوې نېټې غور وشو چې غالباً به د اپرېل ۲۶مه وي. 


ترکیې تېره میاشت وروسته له دې د افغانستان د سولې د کنفرانس کوربه‌توب ته تیاری وښوده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن ورڅخه د یوې داسې غونډې د جوړېدو غوښتنه وکړه. 


په همدې حال کې د امریکا او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان د سولې په اړه ټیلیفوني خبرې کړې دي.


د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو پر خپله ټویټرپاڼه کښلي چې له خپل امریکايي ساري انتوني بلېنکن سره‌یې په دوه اړخیزو اړیکو، د افغانستان د سولې پر پروسې او په دې برخه کې په استانبول کې د دایرېدونکي کنفرانس په باب ګټورې خبرې کړې دي. 


د افغانستان حکومت په دې کنفرانس کې ګډون ته چمتووالی اعلان کړی، خو طالبانو ویلي چې لا یې پرېکړه نه‌ده کړې.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса