Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Апрель
2021

د چین ډېر شمېر جنګي الوتکې د تایوان 'هوايي حریم ته داخلې' شوي

0
تایوان وايي، د چین ډېر شمېر جنګي الوتکې د دغه هېواد هوايي حریم ته داخلې شوې دي. 


د تایوان دفاع وزیر ویلي چې د دوشنبې په ورځ د چین ۲۵ جنګي الوتکې د تایوان فضا ته داخلې شوې. 


دا پېښه وروسته له دې شوې چې د امریکا د ولسمشر جو بایډن حکومت تر دې یوه ورځ وړاندې چین ته د غلیمانه دریځ په خاطر خبرداری ورکړ. 


د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په ځانګړي ډول د تایوان په وړاندې د چین د زیاتېدونکو لمسونو په وړاندې خبرداری ورکړی و.  


چین د تایوان ټاپو د خپلې خاورې برخه ګڼي، خو تایوان وايي چې خپلواک هېواد دی او هېڅکله به له چین سره یوځای نه‌شي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса