Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Апрель
2021

اشرف غني د امریکا بهرنیو چارو وزیر سره پر سولې پروسې او استانبول کنفرانس خبرې وکړې

0
افغان ولسمشر اشرف غني وايي، د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو له وزیر انتوني بلېنکن سره‌يې د سولې پر پروسه، د ترکیې پر راتلونکي کنفرانس او د امریکا له ولسمشر جو بایډن سره د ده د راتلونکو ټیلیفوني خبرو په اړه د نظر تبادله وکړه.  


ولسمشر اشرف غني پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې له بلېنکن سره‌یې نن خبرې کړي.




افغان حکومت په ترکیه کې د سولې اړوند کنفرانس کې ګډون ته چمتووالی اعلان کړی، خو طالبانو پرون وویل چې د اپرېل په ۱۶مه چې ټاکل شوې وه دا غونډه جوړه شي، دوی د ګډون چمتووالی نه‌لري.  


د ترکيې رسنیو نن راپور ورکړ چې د افغانستان د سولې کنفرانس چې ټاکل شوې وه، د اپرېل په ۱۶مه په استانبول کې جوړ شي، د اپرېل ۲۶مې ته ځنډول شوی دی. 


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن له ترکیې غوښتي و چې د افغانستان د سولې په اړه دې دا کنفرانس جوړ کړي چې په ځواب کې يې ترکیې د دې کنفرانس کوربه‌توب اعلان کړ.


دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د افغانستان او ځینو نورو مسئلو په اړه د خبرو لپاره نن د بلجیم پلازمېنې بروکسل ته تللی دی.




په بروکسل کې د امریکا له ناټو متحدانو سره په خبرو کې به د امریکا دفاع وزیر لوید استین هم وي.  


د امریکا او طالبانو ترمنځ د تېر کال د فبرورۍ میاشتې د موافقې له مخې امریکا باید له افغانستانه خپل پاته شااوخوا دوه‌نیم زره ځواکونه د مې میاشتې تر لومړۍ نېټې وباسي او په بدل کې طالبان له القاعده او نورو ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې کړي.


د امریکا ولسمشر تر اوسه پورې د مې تر لومړۍ نېټې له افغانستانه د پاتې پوځیانو د ایستلو په اړه وروستۍ پرېکړه نه‌ده کړې.  


بلېنکن او استین تر دې ضرب‌الاجل یوازې یو څو اوونۍ مخکې په بروکسل کې یو ځل بیا له خپلو ناټو متحدانو سره ویني.




د اروپايي او یورواېشیا چارو سرپرست مرستیال رئیس فليپ ریکر رسنیو ته ویلي چې په دغو غونډو کې به د تیرې میاشتې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو تر غونډې وروسته د افغانستان پر موضوع تعقیبي خبرو ته فرصت برابر شي. 


په مارچ میاشت کې د ناټو متحدانو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې بلېنکن ویلي و چې امریکا غواړي له ناټو متحدانو واوري او له هغوی سره سلا مشوره وکړي او په مناسب وخت کې په ګډه له افغانستانه د وتلو پرېکړه وکړي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса