Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Апрель
2021

افغان ډاکترانو دوه له یو بل سره نښلېدلي ماشومان په بریالیتوب جلا کړل

0
افغان ډاکترانو دوه له یو بل سره نښلېدلي ماشومان په بریالیتوب جلا کړل

په کابل کې د يوه کامياب جراحي عملياتو په نتيجه کې دوه‌ګوني ماشومان له يو بله جلا شول.

دغو ماشومانو ته تر اوسه نومونه نه‌دي غوره شوي، خو معالج ډاکتران دغه دوه نجونې «A» او «B» یادوي.

یاد عملیات د ډاکتر محمد طارق رحیمي په مشرۍ د یو ۱۰ کسیز ټیم پر مټ ترسره شوي چې ٦ ساعته‌يې دوام کړی.

ښاغلي رحیمي نن یکشنبه «۱۴۰۰ کال د وري ۲۹» ازادي راډیو ته وویل، په پرمختللو هېوادونو کې هم د ورته پېښو د بریا چانس ۲۵ سلنه وي، خو په خبره‌يې اوس ماشومانې له بشپړې روغتیا برخه‌منې دي او نورماله شيدې خوري.

دغه دواړه نوزېږې ماشومې نجونې د خېټې او د تنې لاندې له یو بل سره نښتې وې او زړه او ځیګر یې هم یوځای و چې په عملیاتو کې بېل شوي دي.

ډاکتر محمد طارق ازادي راډیو ته وویل: "دا ډول نښتي ماشومان په جراحي کې یو له نادرو پېښو څخه وې چې تر اوسه موږ په افغانستان کې دوه عملیات ترسره کړي چې لومړي دوه هغه د کلمو په برخه کې نښتي وو، خو د دې ماشومانو ستونزه دا وه چې ځیګر یې یوځای و چې دا یو ستونزمن عملیات حسابېږي چې موږ ترسره کړل."

دغه نجونې ١٤ ورځې وړاندې په هرات کې نړۍ ته راغلې وې چې وروسته کابل ته ولېږدول شوې او د پیدایښت په اتمه ورځ د تېرې چهارشنبې په ورځ عملیات شوې.

د دغو ماشومانو پلار له هغه وروسته کابل ته لاړ چې د هرات ډاکترانو ورته وویلي وو، د لوڼو ژوند یې په خطر کې دی.

د یادو ماشومانو پلار ګلبدین نن ازادي راډیو ته وویل، خوشحاله دی چې په هېواد کې دننه‌يې د لوڼو عملیات په بریا پای ته ورسېدل.

ګلبدین زیاتوي: "موږ ډېر خوشحاله یو چې زموږ د ماشومانو عملیات په بریا پای ته ورسېدل او اړ نه‌شو چې له هېواده بهر ولاړ شو، دا د نېکمرغۍ ځای دی چې دننه هېواد کې داسې پیاوړي ډاکتران لرو."

هڅه مو وکړه د دا شان زېږونونو د کره شمېرې په اړه د عامې روغتیا وزارت نظر ولرو، خو د دغه وزارت وياند دستګير نظري اړېکه ځواب نه‌کړه.

خو د هرات د حوزوي روغتون د ښځو برخې مسؤلې سعیده سعید ازادي راډیو ته وویل چې یوازې په روان کال کې په هرات کې ورته درې نور موارد هم ثبت شوي دي.

د یادونې ده چې په ۱۳۹۶ کال کې هم د کابل په اندراګاندي روغتون کې د ورته عملیاتو پر مهال دوه هغه ماشومان جلا شول چې د کلمو په برخه کې سره نښتي وو.

په کور دننه دا ډول پېچلي عملیات داسې مهال ترسره کېږی چې لاهم ډېری افغانان د خپلو ناروغیو درملنې لپاره له افغانستان څخه بهر ځي.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Александр Зверев

Александр Зверев раскритиковал график соревнований в туре






Свыше 1,8 тыс. «серебряных» волонтеров работают в столице

Путин и Лукашенко обсудят вопрос совместного применение ядерного оружия

Врач Королева: молодой картофель наиболее полезен для пожилых людей

Герцог джаза. Вспоминая Дюка Эллингтона