Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Апрель
2021

د بښنې نړیوال سازمان: تېرکال د اعدامونو کچه ټیټه شوې

0
د بښنې نړیوال سازمان وایي، په ۲۰۲۰ میلادي کال کې په نړۍ کې د اعدامونو کچه په لږ تر لږه  یوې لسیزه کې ټیټې کچې ته رسیدلې ده. 


په لندن کې مېشت دغه سازمان پرون سې شنبه (د وري ۳۱مه) په نړۍ کې د اعدامونو په اړه خپل راپور خپور کړ. 


راپور کې راغلي، ایران او ۱۷ نورو هېوادونو تېر کال د کرونا وبا له ګواښ سره سره هم اعدامونه اجرا کړي دي. 


د دوی موندنې ښيي چې ۲۰۲۰ میلادي کال کې ۴۸۳ کسان اعدام شوي چې د ۲۰۱۹ کال پرتله ۲۶ فیصده کموالی ښيي. 


پروسږ کال ایران ۲۴۶، مصر ۱۰۷، عراق ۴۵ او سعودي عربستان ۲۷ تنه اعدام کړي چې دا شمېر د ټولو اعدام شویو کسانو اتیا فیصده جوړوي. 


چین، شمالي کوریا، سوریه او ویتنام په دوهمه درجه کې هغه هېوادونه یاد شوي چې اعدام په کې شوی. ​



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса