Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Апрель
2021

'جانسن اېنډ جانسن' په اړه امریکا خپله اروزونه د اوونۍ پای کې اعلانوي

0
د اروپا د دوا د تنظیم اداره وایي، د جانسن اینډ جانسن د واکسین او د وینې د غوټه کېدو ترمنځ ښایي رابطه وي، خو د کووېد-۱۹ ناروغۍ د دې واکسین ګټې د هغه تر خطرونو خورا زیاتې دي.


د اروپا د درملو موسسې دا نظر د سې شنبې (د وري ۳۱مه) په ورځ ورکړ او تمه ده چې د امریکا متحد ایالاتونه د دې واکسین په د اوونۍ په پای کې اعلان کړي اړه چې موقتاً یې درولی دی، خپله ارزونه د اوونۍ په پای کې اعلان کړي.


د اروپا د درملو موسسې رئیسه ایمر کووک خبریالانو ته وویل چې د دې واکسین جانبي عوارض خورا لږ دي، خو دا ډېره مهمه ده چې ډاکټران او ناروغان دې نښې ته متوجه وي.




د مارچ په میاشت کې په ۲۷ هېوادونو کې د درملو د تنظیم د چارو ادارو ورته نښې وموندلې او د دې واکسین پرځای چې یو ډوز یې د کرونا لپاره کافی دی، د بل واکسین د ورکړي تجویز وکړ.


اروپایي ټولنې د مارچ په درېیمه جانسن اېنډ جانسن واکسین تصویب کړ خو تر اوسه یې خلکو ته د ورکړې چارې نه دي پيل کړي.




د امریکا په متحد ایالاتونو کې دا واکسین شااوخوا اووه میلیونه کسانو ته ورکړل شوی دی او په شپږ مورده کې د وینو د غوټه کېدو راپور ورکړل شوی دی.


د اروپایي ټولنې په هېوادونو کې له څه باندې یوه کال راهیسې چې بندیزونو پر اقتصاد اغېز کړی اوس د واکسین د ورکړي چارې ګړندۍ شوي دي.


د اروپا د داخلي مارکیټونو د چارو کمېشنر تییري بریتون د فرانسې لي فیګارو ورځپاڼې ته وویل، اوس کافي واکسین ترلاسه شوی دی، څو د جولای تر نیمایي اویا فیصده مشرانو ته واکسین ورکړل شي.



سپوټنیک-وي


بل لور ته، ارجنټاین به په لاتین امریکا کې لومړی هېواد شي چې د روسیې سپوټنیک-وي واکسین تولید کړي.




د روسیې هغه کمپنۍ چې دا واکسین جوړوي، وویل چې د ارجنټاین ریچمونډ کمپنۍ به د جون په میاشت کې یو میلیون ډوزه سپوټنیک-وي واکسین تولید کړي او بیا به دا اندازه د میاشتې تر پنځه میلیونو پورې لوړه شي.


ارجنټاین د لاتین امریکا لومړی هېواد دی چې په ډیسمبر کې یې د سپوټنیک-وي واکسین تایید کړ او پردې واکسین ډېره تکیه کوي.


دا واکسین تر اوسه شپیتو هېوادونو تایید کړی دی.


اوسمهال په نړۍ کې د کرونا وبا مثبتې پېښې تر ۱۴۳میلیونه او پنځه لکه اوښتې دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса