د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي، غواړي چې له افغانستانه د امریکايانو او یو شمېر افغانانو د ویستلو بهیر ته د اګست تر ۳۱مې نېټې ور اخوا هم ادامه ورکړي.
اېنټوني بلینکېن پرون (د اګست پر ۲۵مه) په واشنګټن کې یوې خبري غونډې ته وویل چې له افغانستانه د امریکایانو او هغو افغانانو د را ویستلو لپاره هڅې روانې دي چې ژوند یې له خطر سره مخ کېدای شي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې په دې برخه کې یې د طالبانو موافقه ترلاسه کړې ده، خو مخکې طالبانو ويلي ول چې دوی د اګست تر ۳۱مې وروسته په افغانستان کې د بهرنيانو حضور نه مني.
له دې وړاندې د اګست پر ۲۴مه د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي و چې د اګست تر ۳۱مې نېټې پورې له افغانستانه د خپلو کسانو پر ویستلو یې کار روان دی خو نوموړي زیاته کړې وه چې د دغه عمل پر وخت سر ته رسېدل د طالبانو د همکارۍ په جاري ساتلو او هوايي ډګر ته پر اجازت ورکولو منحصره دی.
بل لور ته ښاغلي بلینکېن هیله څرګنده کړه چې په کابل کې به د سولې خبرې نتيجې ورکړي.
"موږ له طالبانو سره له یوې مودې راهیسې سفارتي تماس لرو چې کال یې کېږي، چې د سولې په ټپه ولاړې خبرې مخته ولاړې شي. لا هم هلته د سولې خبرې او بحثونه د طالبانو او د افغانستان د پخواني حکومت د استازیو ترمنځ روانې دي چې واک انتقال کړي او په راتلونکي حکومت کې همه شمولیت ته پام وشي، موږ د دې هڅو ملاتړ کوو."
بلخوا د امریکا دفاع وزارت وايي چې تر ۱۰،۰۰۰ زیات کسان چې غواړي له افغانستان څخه ووځي، د کابل په هوایي ډګر کې پاتې دي او ښایي دغه شمېر په راتلونکو ورځو کې نور هم پورته شي.
دا په داسې حال کې ده چې امریکا او اتحادیان یې په وتو دي، چې د اګست تر ۳۱مې نېټې وړاندې له افغانستانه د ځواکونو او د هغو خلکو د را ویستلو لړۍ پای ته ورسوي چې له خطر سره مخامخ دي. ولسمشر جو بایډن هم ویلي چې ورځ تر بلې په افغانستان کې د موجودو امریکايي ځواکونو لپاره خطر ډیریږي.
امریکايي چارواکو پرون (د اګست پر ۲۵مه) وویل چې په تیرو ۱۰ ورځو کې له کله چې طالبانو کابل په خپله ولکه کې واخیست، امریکا او اتحادیانو یې له افغانستانه تر ۸۸،۰۰۰ زيات کسان له هوايي لارو خوندي ځایونو ته رسولي دي. په دې کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۹ زره کسان هم شامل دي.
НА ДЕТСКОМ ФЕСТИВАЛЕ ИСКУССТВ «НЕБО» СОСТОИТСЯ 5 ПРЕМЬЕР И ПОКАЖУТ НОВИНКИ ОТ ВЕДУЩИХ МОСКОВСКИХ ТЕАТРОВ
Путин назвал безобразием изъятие детей из-за неработающей печки под Красноярском
«Заставлял Костомарова мыть свою машину, чтоб потом он на ней покатался по парковке!» Илья Авербух рассказал о дружбе с Романом Костомаровым в шоу «Вкусно с Анфисой Чеховой» на ТВ-3
В Екатеринбурге Росгвардия обеспечила правопорядок на переходном матче Чемпионата России по футболу
В Архангельске с рабочим визитом побывал «арктический» министр
Развитие центров экономического роста и создание аварийно-спасательных центров на территории АЗРФ обсудили на заседании президиума госкомиссии по Арктике
XXXIII Церемония «Хрустальная Турандот» объявит победителей сезона 2023/2024
В филиале фонда «Защитники Отечества» в Архангельской области подвели итоги первого года работы