Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2021

اروپا بیا د کرونا د وبا په اصلي مرکز د بدلېدو په حال کې ده

0
اروپا یو ځل بیا د کرونا د وبا په اصلي مرکز د بدلېدو په حال کې ده او د دې لویې وچې ځینو هېوادونو د کووېډ-۱۹ ناروغۍ د مواردو د مخنیوي لپاره یو لړ محدودیتونه وضع کړي دي. 


د کرونا ضد واکسین له نسبتاً پراخ تطبیق او ښه روغتیايي سیسټم سره-سره د اکتوبر میاشتې له پیله په اروپا کې په کووېډ-۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر په زیاتېدو دی او اوس هغې کچې ته رسېدلی چې د دې وبا په پیل کې لا نه و، لیدل شوی. 


په تېرو اوو ورځو کې په اروپايي هېوادونو کې له ۲،۱ میلیون زیات نوي موارد ثبت شوي چې د تېر کال د نوومبر د لومړۍ اوونۍ له شمېره اوښتي دي. 


په دې وروستیو کې د اروپا پنځو هېوادونو- بریتانیا، جرمني، روسیې، ترکیې او اوکراین د کووېډ-۱۹ په مثبتو مواردو کې پنځوس سلنه زیاتوالی ثبت کړی دی. 


د روغتیا نړیوال سازمان WHO ویلي دي چې په تېره یوه اوونۍ کې د دې ناروغۍ له کبله د مړینو په شمېر کې هم لس سلنه زیاتوالی راغلی او شمېر یې اوس په متوسط ډول په ورځ کې څلور زره کسانو ته رسېږي. 


روغتیايي کارپوهان وايي، د مثبتو مواردو او د مړینو په شمېر کې د زیاتوالي علت تر ډېره د کرونا ډېلتا بڼه ده چې په چټکۍ سره خپرېږي. 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса