Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2021

Новости за 27.11.2021

د خوست اوسیدونکي د پاسپورټونو د وېش د ژر پیلیدو غوښتنه کوي

Pa.azadiradio.com 

د خوست اوسیدونکي  او یو شمېر ویزه لرونکي کسان غوښتنه کوي چې په دې ولایت کې دې د پاسپورټونو درېدلی بهیر ژر پیل شي. ویزه لرونکي کسان وايي، که دوی ژر خپل پاسپورټونه ترلاسه نه کړي، نو په عربي هېوادونو کې به خپلې د کار ویزې له لاسه ورکړي. سره له دې چې دوه اوونۍ مخکې په خوست کې د پاسپورټ امریت بېرته په کار پیل وکړ، خو د یوې اوونۍ له فعالیت وروسته يې د پاسپورټونو د ویش بهیر د اداري او تخنیکي ستونزو له کبله ودرېد. د نوومبر په ۲۷مه نېټه د دوبۍ یو مساپر سفر خان ازادي راډیو ته وویل، یوه اوونۍ مخکې يې... Читать дальше...

قطري چارواکي سره د طالب پلاوي لیدنه؛ طالبان: پر ځینو موضوعاتو خبرې شوي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیرخان متقي په مشرۍ یو پلاوی د قطر د بهرنیو چارو له وزیر سره کتلي. د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي رسنیو ته استول شوي پیغام کې لیکلي، دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو په پراختیا، امنیت، ښوونې او روزنې، بشري وضعیت او په یو شمېر نورو موضوعاتو خبرې شوي دي. ښاغلی کریمي زیاتوي، په دې لیدنه افغان پلاوي د قطر د بهرنیو چارو وزیر ته په افغانستان کې د امنیتي وضعیت او حکومتولۍ د ښه کېدو ډاډ ورکړی. خو ځینې کارپوهان بیا وايي،... Читать дальше...

ایراني پولیسو پر معترضو بزګرانو اوښکې بهونکی ګاز وکاراوه 

Pa.azadiradio.com 

د ایران په اصفهان ښار کې نن شنبې (د لېندۍ ۶مه) د بلوا ضد پولیس وروسته تردې ځای په ځای شول چې پرون دغلته  د اعتراض کوونکو او پولیسو ترمنځ اخ و ډب وشو.  د راپورونو له مخې پولیسو د اصفهان ښار په مرکزي برخه کې پر مظاهره چیانو اوښکې بهونکی ګاز وشیندو او د ربړي مرمیو ډزې وکړې.   په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شوېو ویدیوګانو کې ښکاري چې مظاهره کوونکي پولیس په ډبرو ولي.  د پولیسو یوه چارواکي ویلي، یو شمېر اعتراض کوونکي یې نیولي هم دي.  په اصفهان کې له څو ورځو راهیسې مظاهرې روانې دي. دا مظاهرې د اوبو... Читать дальше...

هالنډ: له افریقا نه د راغلو ۶۱ کسانو د کرونا معاینه مثبته ختلې

Pa.azadiradio.com 

د هالنډ چارواکو نن وویل، د هغو ۶۱ کسانو د کرونا معاینه مثبته ختلې چې له جنوبي افریقا دغه هېواد ته ورغلي دي.  دغه کسان تېره ورځ د هالنډ هوایي شرکت ( KLM) دوو الوتنو کې امسټردام ته رسیدلي دي.  د دې کسانو په اخیستل شوېو نمونو ارزونه روانه ده چې معلومه کړي د کرونا نوې بڼه " میکرون" ده او که نه؟  بل لورته د جرمني د هیسن ایالت یوه وزیر پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، له افریقا یوه ورغلي کس کې د ویروس د دغې بڼه نښې نښانې لیدل شوي دي.  بل لورته چک جمهوریت ویلي، یو کس چې له نامیبیا ورغلی دی، کرونا یې د همدې نوې بڼې ده. Читать дальше...

د افغانستان ملي ټلوېزیون د طالبانو د رئیس الوزرا وینا خپروي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان ملي ټلوېزیون اعلان کړی چې نن ماخوستن اته نیمې بجې د طالبانو د رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخوند وینا خپروي.  ملا حسن اخوند د سنبلې/ وږي میاشتې په ۱۶مه د طالبانو د کابینې د رییس الوزرا په توګه وټاکل شو.  دا د نوموړي لومړنۍ وینا ده چې له ملي راډيو-ټلوېزیون نه به خپره شي.  له دې وړاندې تل د کابینې له غونډو او نورو لیدو کتو څخه د هغه چوپ انځورونه خپاره شوي دي.  تراوسه معلومه نه ده چې د نوموړي وینا به په کومو مسالو ورټوله وي.

کندز کې د وزلوبې سیالۍ پیل شوې

Pa.azadiradio.com 

په کندز ولایت کې د وزلوبې سیالۍ پیل شوې.  د دې ولایت د وزلوبې امریت په خپل فېسبوک پاڼه کې لیکلي، دا سیالۍ چې پرون پیل شوې وې چې د امام صاحب، خان اباد، علي اباد، چهاردرې، قلعه ذال، ارچي او د کندز د مرکز څخه ٢٨ چاپندازانو ګډون کړی و.  د کندز ولایت د وزلوبې امریت د معلوماتو پر بنسټ، دا سيالۍ په دې ولایت کې د وزلوبې ورزش د ودې په موخه پيل شوي دي.  ټاکل شوې یادې سیالۍ تر راتلونکې شنبې دوام وکړي.

میدان وردګ کې د فوټبال سیالۍ؛ اتلولي د استقلال لوبډلې په برخه شوه

Pa.azadiradio.com 

په میدان وردګ ولایت کې د فوټبال د غوره لیګ سیالیو اتلولي استقلال لوبډلې وګټله.  د افغانستان د بدني روزنې او ورزش ریاست نن په خپل فېسبوک پاڼه کې لیکلي، دا لیګ درې میاشتې وړاندې پیل شوی و او د استقلال، پامیر، امید وطن، النصره، راشکو بابا، اسماعیل‌ خېل، شاهین، کهنه خمار او د اتحاد تکانه فوټبال لوبډلو په کې ګډون کړی و.  د دې ریاست د معلوماتو پر بنسټ، د دې لیګ پاې لوبې ته د استقلال او پامیر لوبډلې ووتلې چې استقلال ۲-۰ پامير لوبډلې ته ماتې ورکړه او بریا یې خپله کړه.  د افغانستان د بدني روزنې او ورزش لیکي... Читать дальше...



بي بي سي: سږ به د سلو ښځو لړۍ کې نیمایي برخه افغان مېرمنو ته ورکړي

Pa.azadiradio.com 

د بي بي سي نړیوال سروېس ویلي، سږکال به د سلو ښځو لړۍ کې سمه نیمایي برخه افغان میرمنو ته ورکړي.  د دغه پروګرام ایډیټرې کلارې ویلیمز ویلي، لومړی ځل دی چې دوی د سلو ښځو پنځوس فیصده ونډه یوه هېواد ته ځانګړې کوي.  نوموړې ویلي، دوی غواړي د دې پروګرام له لارې د افغان مېرمنو زړورتیا او پياوړتیا درک کړي.  په سلو ښځو کې هر کال د نړۍ د هغو مېرمنو ژوند انځور او راپورېږي چې د رهبرۍ او بدلون لپاره یې مبارزه کړې وي او لاسته راوړنې ولري.

کرونا؛ امریکا د ۷ افریقايي هېوادونو د اتباعو په ورتګ بندیز ولګاوه

Pa.azadiradio.com 

په جنوبي افریقا کې د کرونا د یوې نوې بڼې له پیدا کېدو وروسته امریکا د دې هېواد او د افریقا د سوېل د ۷ نورو هېوادونو د اتباعو په ورتګ بندیز ولګاوه. سپینې ماڼۍ پرون ناوخته دا خبر ورکړ. د امریکا ولسمشر جو بایډن په یوه بیانیه کې وویل: "د یوه احتیاطي ګام په توګه، تر هغو چې زیات معلومات ترلاسه کوي، پر هوایي سفرونو د دغو محدودیتونو دستور ورکوي." اروپایي ټولنې هم د دغو هېوادونو پر اتباعو د سفر محدودیتونه لګولي دي. د روغتیا نړیوال سازمان د کرونا دې نوې بڼې ته "اومیکرون" نوم ورکړی دی. د دغه سازمان... Читать дальше...

د روسیې د 'دزیرزهنسک' ښار د مهماتو یوه کارخونه کې چاودنې شوي

Pa.azadiradio.com 

د روسیې د دزیرزهنسک ( Dzerzhinsk )ښار د مهماتو په یوه کارخونه کې څو چاودنې شوي دي.  د روسیې دولتي رسنیو خبر ورکړی چې دې پېښه کې نامعلوم شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.  د روسیې د بیړنیو حالاتو وزارت تایید کړې چې یو ټیم یې په سیمه کې دی او د نورو  احتمالي چاودنو خبرداری یې هم ورکړی دی.  د دزیررهنسک ښاري ادارې ویلي، دا مهال په فابریکه کې زورور اور لګېدلی دی.  انټرفاکس خبري اژانس د همدې کارخونې د وېب پاڼې پر اساس وایي چې دا په روسیه کې د دفاعي صنعت لوی تاسیسات دي.  ۲۰۱۸ میلادي کال کې د همدې... Читать дальше...

سلګونه عراقي کډوال له بېلاروس څخه خپل هیواد ته ستانه شول

Mashaalradio.com 

د عراق تر ۶۰۰ زیات هغه کډوال چې د پولېنډ او بېلاروس په پولو کې بند پاتې وو بیرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي. د بېلاروس او پولېنډ په پولو د زرګونو پناه غوښتونکو راټولیدو د بېلاروس او اورپايي ټولنې ترمنځ سیاسي کړکیچ زیات کړی دی. بل پلو د ژمي له پیلېدو سره د دې کډوالو په ستونزو کې زیاتوالی راغلی دی. نور حال د ازادي راډیو په دې ویډیي رپورټ کې کتلای شئ

افغانستان کې طالبان او د سیمه ایز اتصال راتلونکی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان پخواني حکومت د منځنۍ اسیا او جنوبي اسیا ترمنځ د افغانستان له لارې د سیمه ایز اتصال لپاره له یادو هېوادونو سره په یو شمېر پروژو همکاري پیل کړې وه. په دې کې د تاپي او کاسا ۱۰۰۰ سربېره ګنې نورې پروژې شاملې وې چې د سیمې هیوادونه یې د انرژۍ او سوداګرۍ په راکړه ورکړه سره تړل. د افغانستان نویو طالب واکمنو ظاهرا ددې پروژ د عملي کیدو د دوام هوډ څرګند کړی، خو ایا په افغانستان کې له رامنځ ته شوي بدلون وروسته به دا پروژې عملي شي؟ ایا د منځنۍ او جنوبي اسیا هېوادونه د افغانستان اوسنیو شرایطو ته... Читать дальше...

د سوداګرۍ خونه: د افغانیو د ارزښت ساتلو لپاره کمېټه جوړوو

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د سوداګرۍ خونه د طالبانو د کورنيو چارو ، ماليې وزارتونو او د بانکونو ټولنې له استازو سره د افغانيو د ارزښت لوړ ساتلو او د ډالرو د نرخ د کنټرول په هدف د يوې کمېټې د جوړېدو خبره کړې. د دې خونې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې چې نن شنبه (د لیندۍ په ۶مه) خپره شوې ويل شوي، د دغه کمېټې رامنځته کېدل د افغانستان اقتصادي ثبات لپاره د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو د ارزښت ساتلو او په بازار کې د نرخونو ثبات ساتلو لپاره اړين ګام ياد شوی. په خبر پاڼه ويل شوي، د سوداګرو ستونزو، په بانکونو کې... Читать дальше...

ایران له طالبانو په افغانستان کې د ‌کانونو د کيندنې اجازه غوښتې

Pa.azadiradio.com 

د ايران له خوا د افغانستان او ايران لپاره د سوداګرۍ ګډې خونې له طالبانو غوښتي چې په افغانستان کې د ‌کانونو د کيندنې اجازه ورکړي. د دغې خونې مشر حسين سليمي د ترکېې اژانس اناتولي ته تېره ورځ ويلي، د تهران او طالبانو وروستيو ناستو ته په کتو سره ايراني چارواکو له طالبانو غوښتي، څو د کانونو د کيندنې په برخه کې ايراني انجنيرانو ته د‌ کار زمينه برابر کړي. د نوموړي په خبره، له دې لارې به د دواړو هېوادونه سوداګريزې اړيکې د پخوا په څېر پياوړې شي. د ايران له خوا د افغانستان او ایران د سوداګرۍ ګډې خونې... Читать дальше...

چین، روسیې او هند ته د طالبانو ځواب

Pa.azadiradio.com 

طالبان وايي، دوی د ملګرو ملتونو رول ته په درنښت کتلي او د نړیوالې ټولنې مشروع غوښتنې چې د هېوادونو په خیر دي،  دوی ته هم مهمې او د تاييد وړ دي.  دا څرګندونې د طالبانو د حکومت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وکړې: "اسلامي امارات د ملګرو ملتونو رول ته په درنښت کتلي او د نړیوالې ټولنې مشروع غوښتنې هم  راته مهمې او د تاييد وړ دي او د دوی هغه برېکړې، تصامیم او قوانین چې اسلامي شرعیت سره په ټکر کې نه وي ورته ځان ژمن بولي."  ښاغلی مجاهد د چین،... Читать дальше...

عراق د بېلاروس-پولنډ پر پوله ایسار عراقیانو ته نورې الوتکې لېږي

Pa.azadiradio.com 

عراق خپل هېواد ته د هغو پناه غوښتونکو د بېرته ستنولو لپاره چې د بېلاروس او پولنډ په پوله کې بند پاتې دي، نورې الوتکې لېږي. د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې تراوسه پورې یې نژدې ۱۰۰۰ تنه بېرته خپل هېواد ته راوستي دي. د عراق د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمدالصحاف پرون جمعه وویل، د عراق د هوايي چلند دوه الوتکې به په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې له بېلاروس څخه ۸۶۱ عراقي پناه غوښتونکي بېرته راولي. د دغو پناه غوښتونکو اکثریت د عراقي کردانو دی.

زلزلې د افغانستان یو شمېر شمالي ولایتونه لړزولي

Pa.azadiradio.com 

یوې زلزلې چې شدت یې د ریښتر په حساب ۴ اعشاریه ۳ و، د افغانستان یو شمېر شمالي ولایتونه ولړزول. د هند د زلزله پېژندنې د ملي مرکز پر اساس د دې زلزلې مرکز چې د سهار په ۸ بجې وشوه، د تخار ولایت مرکز تالقان ښار ته نژدې و. تراوسه پورې د زلزلې له کبله د احتمالي مرګ ژوبلې یا مالي تاوانونو په اړه کوم راپور نه دی ورکړل شوی. په افغانستان کې د اکثرو زلزلو مرکز د هندوکش په غرونو او لمنو کې وي.

Новости России
Москва

Певец Сергей АРУТЮНОВ и солистка группы Демо - встречаются, или просто выпустили совместный хит “Солнышко”? Разлад АРУТЮНОВА и Маши Малиновской?


راپورونه: اصفهان کې د لاریون کوونکو او پولیسو ترمنځ اخ او ډب شوی

Pa.azadiradio.com 

راپورونه وايي چې تېره شپه د ایران په اصفهان ښار کې د اعتراض کوونکو او پولیسو ترمنځ اخ او ډب شوی دی. د اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، پولیسو د اصفهان ښار په مرکزي برخه کې پر مظاهره چیانو اوښکې بهونکی ګاز وشیندل او د ربړي مرمیو ډزې یې وکړې. په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شوېو ویډیوګانو او دغه راز د سپوږمکۍ له لارې د اسوشیټېډ پرېس په اخیستل شوېو تصویرونو کې د اصفهان ښار په ځینو سیمو کې اعتراض کوونکي لیدل کېږي چې 'مړ دې وي دیکتاتور' شعارونه ورکوي. د اصفهان د پولیسو قوماندانۍ ویلي چې یو... Читать дальше...

جرمني: رسنیو لپاره د طالبانو نوې تګلاره به د بیان ازادي کمزورې کړي

Pa.azadiradio.com 

جرمني وايي، د طالبانو له لوري د رسنیو لپاره نوې تګلاره به په افغانستان کې د بیان ازادي کمزورې کړي. د جرمني د بهرنیو چارو وزارت پر خپله ټویټرپاڼه د ټلوېزیونونو لپاره د طالبانو د امر بالمعروف د ادارې له لوري پر اعلان شوېو مقرراتو اندېښنه ښوولې ده. دې وزارت د رسنیو لپاره د طالبانو مقررات د هغوی د ژمنو خلاف بللي دي. د طالبانو امربالمعروف له ټلوېزیونونو غوښتي چې هغه سریالونه او فلمونه چې ښځې په کې وي، ونه ښيي او همدا راز هغه سریالونه په هېڅ صورت خپاره نه کړي چې د انبیاوو یا صحابه وو تمثیل په کې شوی وي.

طالب چارواکي له افغانستانه د وسلو د قاچاق په اړه یوه خوله نه دي

Pa.azadiradio.com 

پاکستان او ایران ته د وسلو، مهماتو او پوځي موټرو د قاچاق په اړه د اندېښنو دوام او ورته بېلابېلې څرګندونې شوي دي. د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت پرون وویل، یو مازدا موټر یې نیولی چې په کې وسلې او مهمات پاکستان ته قاچاق کېدل. خو د دې خبر له خپرېدو وړاندې په ټولنیزو رسنیو کې داسې ویډیوګانې خپرې شوې چې په کې د افغانستان د پوځ لپاره د امریکا له‌خوا مرسته شوي مرمۍ ضد ټانکونه د پاکستان پر سړکونو لیدل کېږي. تازه یوه بله ویډیو هم خپره شوې چې په کې ښکاري د امریکا جوړ شوي مرمۍ ضد ټانکونه چې سپین... Читать дальше...

۵۰ هېوادونه: طالبان دې تروریستانو ته د فعالیت اجازه نه ورکوي

Pa.azadiradio.com 

د اروپا او اسیا څه دپاسه پنځوسو هېوادونو د یوې دوه ورځنۍ انلاین غونډې په پای کې د افغانستان پر امنیتي وضعیت اندېښنه وښودله او د طالبانو پر حکومت یې غږ وکړ چې تروریستي ډلو ته هلته د فعالیت اجازه ورنه کړي. د اسیا- اروپا په ۱۳مه سرمشریزه کې چې کوربه یې د کمبودیا مشر هون سین و، د کرونا ضد واکسین په وېش کې د مساوات غوښتنې ترڅنګ د جګړه ځپلي افغانستان او میانمار په اړه چې پوځي کودتا په کې شوې ده بحث وشو. د سرمشریزې ګډونوالو پرون له غونډې وروسته په یوه بیان کې موافقه وکړه چې افغانستان باید بیا هېڅ کله د تروریستانو په خوندي ځاله بدل نه شي. Читать дальше...

پر اوکراین د روسیې د احتمالي یرغل په اړه د امریکا او ناټو خبرداری

Pa.azadiradio.com 

د متحدو ایالاتونو او ناټو چارواکو پر اوکراین د ګاوندي هېواد روسیې له خوا د نوي احتمالي یرغل په اړه خبرداری ورکړی. د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ پرون د لیندۍ په پنځمه خبریالانو ته وویل روسیې له اوکراین سرحد په سرحد کې جګړې ته چمتو سرتېري، ټانکونه او درانه پوځي تجهیزات ځای پرځای کړي دي. سټولټنبرګ خبرداری ورکړ چې که روسیه د اوکراین پرضد ځواک وکاروي، نو ډېر ګران به ورته پرېوځي او له ناوړه عواقب سره به مخامخ شي. له بلې خوا د اروپا او یوریشیا په چارو کې امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې کارین... Читать дальше...


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Стефанос Циципас

Паула Бадос и Стефанос Циципас расстались | Виды спорта






Усадьба Мусоргского примет участие в акции «Ночь музеев»

В Воронеже умер актер и бывший музыкант группы «Крематорий» Вячеслав Бухаров

Фильм «Илья Репин в Самарской Луке» получил приз международного кинофестиваля

Анна Данилова дала старт Всероссийской акции "Синий платочек Победы" 2024 на станции метро Курская