Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2021

Новости за 20.11.2021

طالبانو کابل کې په نشو د روږدو کسانو د راټولولو لړۍ چټکه کړې

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت وايي، په کابل کې یې په بېلابېلو نشو د روږدو کسانو د راټولولو لړۍ چټکه کړې ده. دغه وزارت پرون وویل چې د یوې اوونۍ په لړ کې د کابل له څو برخو تر ۲۷۰۰ ډېر روږدي کسان راټول او د درملنې په موخه روغتونونو ته لېږدولي دي. دغه وزارت پرون په یوه اعلامیه کې وویل، هڅې روانې دي چې د روږدو کسانو د ژوند ښېګڼې ته مناسبې حل لارې پیدا کړي. وزارت نه دي ویلي چې دغه روږدي کسان به د چا په مالي لګښت تداوي کېږي او تداوي به یې څومره وخت دوام کوي؟

طالب چارواکي: د ننګرهار هوايي ډګر کورنیو او نړیوالو الوتنو ته چمتو شوی

Pa.azadiradio.com 

د ننګرهار اوسېدونکو د هغه خبر هرکلی وکړ چې ویل شوي د دغه ولایت هوايي ډګر کورنیو او نړیوالو الوتنو ته چمتو شوی دی. پرون د ننګرهار امنیه قوماندان، مولوي ندا محمد ندیم د دغو الوتنو د پیل په اړه محلي رسنیو ته وویل: "دغه هوایي میدان پوره د پروازونو لپاره اماده دی، نه امنیتي او نه هم تخنیکي ستونزه شته، د اسلامي امارت د اصولو مطابق هرڅوک کولای شي له دې میدانه ګټه واخلي." نوموړي وویل، ټاکل شوې وه پرون د ایران یوه الوتکه دغه هوایي ډګر کې ناسته وکړي، خو په خبره یې په ایران کې د کومې ستونزې له کبله دا الوتنه ترسره نه شوه. Читать дальше...

کرکټ بورډ: د افغانستان او زبمبابوې ترمنځ به څو سیالۍ وشي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، د زیمبابوې په کوربه ­توب به د افغانستان او زبمبابوې ترمنځ د کرکټ څو مسابقې وشي. کرکټ بورډ پرون په یوه اعلامیه کې وویل، په زبمبابوې کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ درې پنځوس اووره یا یو ورځنۍ او پنځه شل اووره مسابقې وشي. د اعلامیې په حواله دغه مسابقې به د ډسمبر میاشتې له نیمايي پیل او د ۲۰۲۲میلادي کال د جنورۍ تر لومړۍ نېټه دوام کوي.

چین: تراوسه د ځڼغوزو لس الوتکې له کابله راغلي دي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د چین سفیر ویلي، تراوسه د ځڼغوزو لس الوتکې د کابل له خوا ورغلي دي.  وانګ یو ( Wang Yu) پرون پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل چې دا ځڼغوزي چین کې ښه بازار لري او په خبره یې یوازې څو دقیقو کې ۲۶ ټنه وپلورل شول. د چین سفیر له افغانستان سره د سوداګرۍ او پراختیایي برخو کې د ګډې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.  چین په سیمه کې د افغانستان د ځڼغوزو لوی پیریدونکی دی او دوه کاله وړاندې یې خصوصي سکټور له افغانستان سره په پنځو کلونو کې د ۶۲ زره ټنه ځڼغوزو د اخیستو تړون لاسلیک کړ.  طالبانو شل ورځې وړاندې... Читать дальше...

لوېډ اسټن: ایران موږ ټول له جدي امنیتي ازمېښتونو سره مخامخوي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د دفاع وزیر د 'بې ثباته کوونکو اقداماتو' او په خبره یې له ترهګرۍ نه د ایران د ملاتړ په اړه ژوره اندېښنه وښوده.  لوېډ اسټن پرون شنبه د ' د منامه خبرو' په کلنۍ غونډه کې چې د بحرین په پلازمېنه منامه کې جوړه شوې وه وویل: "ایران موږ ټول له جدي امنیتي ازمېښتونو سره مخامخوي چې دا د هستوي اقداماتو له پولو اوړي، ایران په دې سیمه او بهر شخړو ته لمن وهي او د ټولو سوله او ثبات کمزوری کوي. د ایران ګاونډیو هڅه کړې چې خبرې او اړیکې ښې کړي، موږ له دوی نه بشپړ ملاتړ کوو، موږ له ایرانه غواړو چې د تاوتریخوالي... Читать дальше...

ایران: له نیمایي زیات وګړي یې د کووېډ-۱۹ پرضد واکسین شوي

Pa.azadiradio.com 

د ایران د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی چې خپل له نیمایي زیات وګړي یې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ پرضد واکسین کړي دي.  دوی پرون وویل چې دغه هېواد کې په کرونا د اخته کېدو او له کبله یې د مړینې شمېرې هم په کمېدو دي.  فرانس پرېس خبري اژانس د ایران د عامې  روغتیا د شمېرو پر بنسټ وایي، د ایران د ۸۳ میلیونه نفوس له ډلې ۴۴ اعشاریه دوه میلیونو دوه ډوزه او ۱۲ اعشاریه ۲ میلیونو یې یو ډوز واکسین کړی دی.  ایران له  بېلابېلو واکسینونو، له هغې ډلې د چین له سینوفارم واکسین نه ګټه اخلي.  په منځني ختیځ کې ایران د کرونا... Читать дальше...

اتریش، هالنډ، چک او بریتانیا کې خلکو د کرونا د بندیزونو پرضد مظاهرې کړي

Pa.azadiradio.com 

د روغتیا نړیوال سازمان 'ډبلیو.اېچ.او' په اروپا کې د کرونا د زیاتېدونکو پېښو په اړه ژوره اندېښنه ښودلې ده.  چک او سلواک جمهوریتونه د اروپا هغه هېوادونه دي چې د کرونا ورځنۍ پېښې په کې بې سارې کچې ته لوړي شوي دي.  ځینو اروپایي هېوادونو د دغې وبا د مهارولو لپاره بندیزونه لګولي او یو شمېر نور په ورته لارو چارو غور کوي.  دې ترڅ کې په اتریش کې د نوومبر له ۲۲مې نېټې ورهاخوا عمومي قرنطین یا ټولبند اعلان شوی دی.  د اتریش صدر اعظم الکساندر شالنبرګ په ویانا کې خبریالانو ته وویل، اتریش د لویدیځې اروپا... Читать дальше...

متحده عربي اماراتو بېرته کابل کې خپل سفارت پرانیست

Pa.azadiradio.com 

طالبان وایي، د سیمې او نړۍ د هېوادونو له خوا په کابل کې د سفارتونو بیا پرانیسته د دوی حکومت ته د مشروعیت ورکولو ګامونه دي.  دې ترڅ کې پرون شنبه متحده عربي اماراتو کابل کې خپل سفارت پرانیست.  د طالبانو د ویاند مرستیال احمدالله وثیق پر خپله ټویټرپاڼه دا خبر ورکړی دی او لیکلي یې دي 'امارات او افغانستان پخوانۍ ښې اړیکې لري، باید لا غښتلې او پياوړی شي."  بل لور ته د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي پرون شنبه د مالیزیا ( Bernama) خبري شبکې ته ویلي، جرمني به هم همدا اوونۍ کابل کې خپل سفارت پرانیزي. Читать дальше...



په افغانستان کې خوراکي توکي ګران شوي دي

Mashaalradio.com 

په ټول افغانستان کې د خامو موادو په ځانګړې توګه د خوراکي توکو بیې په چټکۍ لوړېږي. په ځینو برخو کې، بیې د مخکنیو دریو میاشتو په نسبت دوه چنده شوي دي. نور په دې ویډیو کې.

د طالبانو واکمني؛ د اسیې محرابي 'زما ذات' تازه سندره

Pa.azadiradio.com 

'زما ذات' د افغان سندرغاړې اسیه محرابي نوې سندره چې ښايي پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د یوې افغان ښځینه سندرغاړې لومړنۍ سندره وي. 'زما ذات' سندره تر ډېره په افغانستان کې د ښځو د وروستیو وضعیت بیانونکې هم ده. اسیې په دې سندره کې د درې ښځینه شاعرانو شعرونه سره یوځای کړي دي. د اسیې په خبره، موسیقي کله هم نه مري، که په افغانستان کې ورته نن سبا زمینه نه ده برابره، خو له هېواد بهر، شته داسې سندغاړي چې دې هنر ته کار وکړي. هغه احساس چې په مشهوره وینا 'له زړه پورته کېږي، په زړه کیني'... Читать дальше...

طالبان؛ د افغان کارتونیست لپاره نوې سوژه

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو په بیا واکمنیدو سره د حفیظ الله افضلي د طنز سوژې بدلې شوې دي. د طنزي درې بعدي ویډیوګانو دا جوړونکی اوس ډېرې ویډیوګانې د افغانستان پر نویو واکمنو جوړوي. حفیظ افضلي په ۲۰۰۰ م میلادي کال کې چې طالبان واکمن وو له افغانستان څخه وتلی، او اوس په فنلنډ کې ژوند کوي. په دې راپور کې به له دې افغان هنرمند سره نور هم اشنا شئ

طالبان: د دولتي ادارو د کارکوونکو د ۳ میاشتو معاشونه به یوځای ورکړو

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت د مالیې وزارت چارواکو ټولو دولتي کار کوونکو ته اعلان وکړ چې سر له نن شنبې به یې د درې میاشتو تنخواګانې یو ځای ورکړل شي. د دغه وزارت ویاند احمد ولي حقمل په کابل کې د یوې خبري ناستې پرمهال وویل چې دوی د دولتي ادارو د کار کوونکو د معاشونو لپاره یو مشخص سکېل هم جوړ کړی دی چې هر چا ته به یې د دندې پربنسټ معاش ورکول کېږي. حقمل زیاته کړه: "ښه خبره دا ده چې نن د معاشونو اجرات پیلوو، ادارې دې خپل استقاقونه اړونده مستوفیتونو ته واستوي چې د تنخواګانو ورکړه پیل شي، بل دا چې پخوا د تنخواګانو... Читать дальше...

امریکا ته د طالبانو ځواب: له اقتصادي ناورینه د فشار په توګه کار مه اخلئ

Pa.azadiradio.com 

داسې ښکاري چې له امریکايي پلاوو سره د طالب چارواکو دوو رسمي غونډو د اړیکو ښه کېدو او ترخوا یې د باور جوړېدو سره چندان ډېره مرسته نه ده کړې. د کانګرس تر دره د طالبانو د لاس غځېدل او په غبرګون کې یې د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي تُند ځواب د دې خبرې ښکاروندوي کوي. خو طالبان لا هم فکر کوي چې امریکا پرې له ځینو مسایلو، له ډلې یې په دې هېواد کې د روان بشري او اقتصادي ناورین د فشار په توګه کار اخلي. د طالبانو حکومت دا څرګندونې د افغانستان لپاره د متحده‌ ایالاتو د ځانګړي استازي ټوماس... Читать дальше...

پاکستان پر ټيک ټاک بندیز لرې کړ

Mashaalradio.com 

پاکستان ټيلي کمیونیکېشن اتهارټي یا (پي ټي اې) د نومبر پر ۱۹مه پر ټوېټر پاڼه په بیان کې لیکلي چې د ټیک ټاک انتظامیې لخوا ورته د باور ورکولو وروسته ټیک ټاک بیا بحالوي.

افغانستان کې له بانکونو د پیسو اخیستل، لا هم یوه ستونزمنه چاره ده

Pa.azadiradio.com 

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو او د خصوصي بانکونو له بیا ځلي پرانیستل کېدو نږدې درې میاشتې وروسته لا هم، له بانکونو د پیسو اخیستل یوه ستونزمن کار دی او خلک په ستونزو کې دي. هغوی چې په بانکونو کې یې پیسې پاتې دي وايي، کله کله خو تر ۲۴ ساعتونو د بانکونو ترمخه د نوبت اخیستلو لپاره په جوړ شوېو کتارونو کې انتظار باسي، څو بانک ته دننه شي. دوی نیوکه کوي چې د بانکونو خدمتونه لا هم د دوی غوښتنو ته ځواب ویونکي نه دی. غلام قادر وايي، کله چې پیسې اخلي، د سهار له پنځو بجو کتار کې ځای نیسي، څو بانک ته ننوځي. Читать дальше...

افغان چارواکي: د چین د ویزو ستونزه سوداګري اغېزمنه کړې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايع خونې چارواکي وايي، افغان سوداګرو ته د چین د ویزې نه ورکړې، یاد هېواد سره د دوی سوداګرۍ اغېزمنه کړې ده. د دې خونې سرپرست يونس مومند نن شنبه (د لړم ۲۹مه) ازادي راډيو ته وويل، د دې ستونزې د هوارۍ لپاره يې په کابل کې د ‌چين له سفير سره خبرې کړي دي. ښاغلي مومند وويل، د چين سفير ژمنه کړې چې د افغان سوداګرو د ويزې ستونزې به ژر حل کړي. د نوموړي په خبره، په داسې حال کې چې له تېرو ۱۵ ورځو راهیسې چين ته د زڼغوزیو صادارت پيل شوي، د ويزو د ستونزې په حل سره به د‌ دواړو هېوادونو... Читать дальше...

طالبان: د دولتي کارکوونکو د ۳ میاشتو معاشونه به یوځای ورکړو

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت  د مالیې وزارت وايي، د دولتي کار کوونکو د درې میاشتو معاشونه به یو ځای ورکړي.   د مالیې وزارت ویاند احمد ولي حقمل  نن په کابل کې يوې خبري غوندې ته وویل، دا معاشونه د سنبلې، میزان او عقرب میاشتو معاشونه دي.  د نوموړي په خبره د دغو معاشونو په ورکړه کې ځنډ له دې امله راغی چې مخکني نظام کې تعادل نه و ساتلی او اوس یې دوی د نوې کړنلارې له مخې ورکوي چې دا کړنلاره د طالبانو د حکومت د وزیرانو شورا تصویب کړې ده.  خو د دغې کړنلارې په اړه یې ډېر جزییات ورنه کړل.  د یادونې وړ ده چې د... Читать дальше...

'زما ذات' پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته د اسیې تازه سندره

Pa.azadiradio.com 

'زما ذات' د افغان سندرغاړې اسیه محرابي نوې سندره چې ښايي پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د یوې افغان ښځینه سندرغاړې لومړنۍ سندره وي. 'زما ذات' سندره تر ډېره په افغانستان کې د ښځو د وروستیو وضعیت بیانونکې هم ده. اسیې په دې سندره کې د درې ښځینه شاعرانو شعرونه سره یوځای کړي دي. خو درې شعره ولې په یوه سندره کې؟ اسیه یې په اړه وايي: "محتوا یوه ده او احساسات د درې ښځو دي، یعنې د دوی د ټولو د ژوند جغرافیې بدلې دي، خو حالت او احساس یې یو دی او دا زما لپاره ډېره مهمه وه." د اسیې په خبره،... Читать дальше...

د کرنې وزارت: د ننګرهار د زيتونو فابريکې ستونزې به ژر حل شي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وايي، د‌ ننګرهار د زيتونو د تولید فابريکې ستونزو ته به ډېر ژر رسېدنه وشي. په هغه خبر پاڼه کې چې نن شنبه (د لړم په ۲۹مه) د دغه وزارت له خوا په دې اړه خپره شوې راغلي چې ننګرهار ته د دوی تللي پلاوي د يادې فابريکې ستونزې له نږدې څيړلي او ژر به يې د حل لپاره اقدام وشي. ویل کېږي چې په ننګرهار کې د زيتونو د تولید فابریکه په افغانستان کې له سياسي بدلون وروسته له مالي او تخنيکي ستونزو سره مخ ده. د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې سره له دې چې دغه فابريکه ستونزې... Читать дальше...

Новости России
Москва

Открытие ХХIII Московского Пасхального фестиваля: Воскресение и Музыкальное Созвучие


د خوراکي توکو بیې په چټکۍ سره لوړیږي.

Pa.azadiradio.com 

په ټول افغانستان کې د خامو موادو په ځانګړې توګه د خوراکي توکو بیې په چټکۍ سره لوړیږي. په ځینو مواردو کې، بیې د مخکنیو دریو میاشتو په نسبت دوه چنده شوي دي.

د بلوچستان پوهنتون د دوو زده کوونکو لادرکۍ خلاف احتجاجي پرلت

Mashaalradio.com 

د بلوچستان پوهنتون کوټې څخه د دوو زده کوونکو د لادرکه کېدو پرضد د پوهنتون زده کوونکو بیا په احتجاج لاس پورې کړی او د زده کړو لړۍ درېدلې ده. دوی غوښتنه لري چې حکومت دې د روانې میاشتې له لومړۍ نېټې د پوهنتون له هاسټله د ورکو دوو زده کوونکو درک ولګوي او ذمه وارو ته دې سزا ورکړي. نور حال د ایوب ترین په دې ویډیو کې.

د ارمنستان صدراعظم او د اذربایجان ولسمشر راتلونکې میاشت سره ګوري

Pa.azadiradio.com 

اروپایي ټولنه خبر ورکوي چې د ارمنستان صدراعظم نیکول پاشنیان او د اذربایجان ولسمشر الهام علییف به راتلونکې میاشت په بروکسل کې سره وویني. اروپایي ټولنې په یوه بیان کې چې پرون یې خپور کړ څرګنده کړه چې دې دواړو مشرانو منلې ده چې د سیمې پر وضعیت به بحث سره کوي او د قفقاز په جنوب کې به د شخړو د پای ته رسېدو او ثبات پر لارو چارو غږیږي. ټاکل شوې ده چې دا غونډه د ډسمبر په پنځلسمه ترسره شي. دا به د ناګورنو قره باغ پرسر د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ د تېرکال له ۴۴ ورځنۍ جګړې را وروسته د پاشنیان او علییف درېیمه مخامخ کتنه وي. Читать дальше...


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
ATP

Рублёв поднимется на шестое место в рейтинге ATP после победы на «Мастерсе» в Мадриде






Скорлупу освященных пасхальных яиц можно смело утилизировать

Росгвардия обеспечила безопасность на Пасху в Подмосковье

В городах России выступят летом юные вокалистки из Приамурья

Патриотический концерт состоится в Мытищах 7 мая