Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2021

د کروندګرو ښځو ټولنه: ښځینه کروندګرې اقتصادي ستونزو سره مخ دي

0
د افغانستان د کروندګرو ښځو ټولنه وايي، هغه مېرمنې چې په ولایتونو کې په کرنیزه برخه کې کار کوي، اوس له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.


د دې ټولنې مشرې ممتاز یوسفزۍ نن یکشنبه(د لړم په ۳۰مه) ازادي راډيو ته وویل چې دا ښځې ډېرې یې د للون یا خووي، د مېوو ټولولو او د سبزیجاتو د کرلو په برخه کې په کار بوختې وې.


نوموړې وايي، ډېرې دا ښځې کونډې او د خپلو کورنیو سرپرستې دي او خپلې اړتیاوې یې په کرندو کې د کارکولو له لارې پوره کولې، خو په هېواد کې له وروستیو سیاسي تحولاتو وروسته یې کارونه درېدلي دي.


د دې ټولنې د معلوماتو پر بنسټ په افغانستان کې له ۳۵۰۰ ډېرې مېرمنې د کرنې په برخه کې په کار بوختې وې چې اوس یې ډېرې له اقتصادي ستونزو سره مخ شوي دي.


تېر حکومت د کونډو او بې وزله مېرمنو لپاره د کرنې او چرګانو د فارمونو په برخه کې کاري فرصتونه رامنځ ته کړي وو او په دې ډول یې له هغوی ملاتړ کاوه.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса