Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2021

طالبان: د خوراکي او سونګ توکو بیې کابو کوو

0
د طالبانو حکومت وايي، په هېواد کې د خوراکي او سونګ توکو نرخونه کابو کوي.


د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد نن یکشنبه (د لړم په ۳۰مه نېټه) ازادي راډیو ته وویل، په مرکز او ولایتونو کې یې ټولو ښاروالیو ته امر کړی چې د سوداګرو لګښتونه معلوم او اجازه ور نه کړي چې هغوی په خپله خوښه نرخونه لوړ کړي.


نوموړي وویل، په دې برخه کې هڅې روانې دي او تر راتلونکو څو ورځو به دا ستونزه حل شي.


د طالبانو حکومت داسې مهال د خوراکي او سونګ توکو د نرخونو د کنټرول خبره کوي چې د ژمي له راتګ سره ډېر خلک په افغانستان کې د خوراکي او سونګ توکو د بیوو له لوړېدو شکایت کوي او وايي، په دې برخه کې د حکومت هېڅ کنټرول نشته.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса