Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2021

دوه لکه افغان ښوونکي: داخلي او بهرني مراجعې زموږ معاش راکړي

0
څه باندې ۲ لکه افغان ښوونکو له روان بشري بحرانه د وتلو لپاره کورنیو او بهرنیو مراجعو ته په یوه لیک کې د مالي مرستې غوښتنه کړې ده.


ښوونکو په دغه لیک کې د طالبانو له حکومت او نړیوالو موسسو غوښتي چې په اوسنیو سختو او حساسو شرایطو کې دوی ته معاش ورکړي.


په لیک کې ویل شوي چې چارواکي باید د تعلیمي نظام د سقوط د مخنیوي لپاره نېک او جدي ګامونه واخلي.


یو شمېر ښوونکي وايي چې د کورونو کرایې یې نه دي ورکړي او اکثره د پیسو نه لرلو له کبله د کرايي موټرو پر ځای ښوونځیو ته پلې ځي.


په همدې حال کې پرون د طالبانو د مالیې وزارت اعلان وکړ چې ټولو دولتي کارکوونکو ته به د درېيو میاشتو پاتې معاش په یوځای ورکړي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса