Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2022

په کراچۍ کې تر ځانمرګي بريد وروسته چينايي ښوونکو پاکستان پرېښود

0
د اپريل په میاشت کې پر چينايانو تر خونړۍ حملې وروسته، په کراچۍکې د چينايي ژبې ښوونکي له پاکستانه خپل هېواد ته ستانه شوي دي. 

د چارواکو په وينا دا استادان د اپريل په ۲۶مه نېټه د يو بلوڅې ښځې تر ځانمرګي بريد وروسته چين ته تللي دي. په دغه حمله کې چې ذمه واري یې له پاکستانه د ازادۍ لپاره جنګېدونکې ډلې، بلوچ لیبرېشن ارمي په غاړه واخیسته، د کراچۍ پوهنتون د چينايي ژبې او کلتور مرکز درې استادان او د هغوی پاکستانی ډرايور وژل شوی وو. 


د کنفیوشیس سنټر په نامه د دغه  مرکز پاکستاني مشر، ډاکټر ناصر الدين خان د مې په ۱۶مه مشال راډيو ته وويل چې يوه ورځ مخکې ۱۱ چينايي استادانو پاکستان پرېښود. هغه زیاته کړه: "دې استادانو د کراچۍ پوهنتون په کنفوشيس انسټيټوت او اين اې ډي پوهنتون کې يې د چينايي ژبې تدريس کاوه. دوی خپل حکومت وربللي دي. د زده کوونکو لپاره موږ اندېښمن يو. په راتلونکو لسو يا پينځلسو ورځو کې به روښانه شي چې څه بايد وکړو."




ډاکټر ناصرالدین خان وويل چې د استادانو د بيا راتګ په اړه څه نه شې ويلی او دا مسله به د پاکستان حکومت او په اسلام اباد کې د چين سفارت په کچه هواريږي. که څه هم د پاکستان حکومت او دغه سفارت د چينايي استادانو د وتلو په اړه څه نه دې ويليخو اوس  کنفوشيس انسټيټوت بند کړل شوی دی. 


دکراچۍ اين ای ډي پوهنتون کې هم دچینایي ژبې زده کړې کيدلې. د دې پوهنتون وایس چانسلر، ډاکټر سروش لودهي دمې په ۱۶مه مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې د مې په ۱۵مه ناڅاپه مونږ خبر شو چې چینايي استادان بیرته چين ته روان دي. "موږ اوس د چينايي ژبې د زده کړې څانګه تړلې ده ځکه چې استادان یې تللي دي. اوسمهال انلاین زده کړې کیدلی شي خو دا هم ممکنه ده چې له چين څخه نور استادان راشي." 




د پاکستان بهرنيو چارو وزيربلاول بوټو زرداري د مې په ۱۳مه په اسلام اباد کې په کراچۍ کې د بلوچ ليبرېشن ارمي په ځانمرګي بريد کې د وژل شويو چينايانو په ياد کې جوړې شوې د غمرازۍ غونډې ته په وينا کې ويلي وو چې دا پر چين - پاکستان دوستۍ بريد دی او ويلي یې وو چې حمله کوونکو ته به مثالي سزا ورکوي.


 په پاکستان کې د چيني ژبې د زده کړې لپاره  تر ټولو لومړۍ په کراچۍ پوهنتون کې کنفيوشس انسټيټوټ په ۲۰۱۳م کال کې جوړ شوی وو اوبيا د هېواد په نورو تعليمي ادارو کې هم د کنفيوشس په نامه ۵ چينايي کلتوري مرکزونه جوړ شول. دا مرکزونه پر کراچۍ سربيره اسلام اباد، لاهور، سرګودها او فیصل اباد کې دي.


د څيړنيز مرکز، پاکستان - چاینا انسټيټيوټ تر مخه دا وخت په پاکستان کې شاوخوا ۳۰ زره پاکستانيان په بېلابېله کچه د چينايي ژبې زده کړې کوي.




 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса