Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2022

په کراچۍ کې چاودنې يوه ښځه وژلې او ۱۶ یې زخميان کړي

0
په کراچۍ کې چاودنې يوه ښځه وژلې او ۱۶ یې زخميان کړي

په پاکستان کې چارواکي وايي د  مې په ۱۶مه، د کراچۍ  په کهارادر سيمه کې تېر ماښام یوې چاودنې يوه ښځه وژلې او ۱۶ کسان یې ژوبل کړي دي.

د کراچۍ د جنوبي زون د پوليسو مشر شرجيل کهرل د مې په ۱۶مه په کراچۍ کې خبريالانو ته وويل چې د لورسنیو سره په خبرو کې وويل چې ابتدايي معلومات ښيي چې دا چاودنه په موټر سايکل کې  د ځای پر ځای شوو  چاودیدونکو موادو د لارې شوې ده.

د کهرل په خبره د دې هدف په سیمه کې تیریدونکي د پوليسو یو ګاډی وو.   

د کراچۍ د سيول روغتون د ټراما مرکز مشر، ډاکټر صابر ميمن خبریالانو ته ويلي چې د چاودنې وروسته روغتون ته د يوې ښځې مړی او د څلورو پولیس سرتیرو په ګډون  ۱۶ ژوبل کسان راوړل شوي. د ميمن په خبره د پوليسو په ګډون ددريو ټپيانو حالت د اندیښنې وړ دی.

دکراچۍ د ترهګرۍ ضد د پوليسو د ادارې  مشر راجه عمر خطاب وايي چې په دې چاودنه کې څلور کيلو بارودي مواد کارول شوي دي.

د کراچۍ په کهارادر سيمه کې د شوې چاودنې زمه واري تراوسه چا نه ده منلې. په دې ښار کې په تیرو دوو میاشتو کې دا دریمه چاودنه ده.

د مې په ۱۲مه، د کراچۍ په صدر بازار کې يوه بله چاودنه هم په موټرسایکل کې د چاوديدونکو موادو په ايښوولو سره شوې وه. په هغه حمله کې يو کس وژل شوی او ۱۳ زخميان شوي وو. ذمه واري یې سندهو دېش انقلابي ډلې منلې وه. پر ټولنیزو رسنيو د دې ډلې په خپرو کړو موادو ګې راغلې چې دوی د سيند صوبې د ازادۍ لپاره جنګيږي. 

تر هغه مخکې د اپريل په ۲۶مه په کراچۍ پوهنتون کې د چينايانو پر يو کلتوري مرکز د بلوچ ليبريشن ارمي يوې ښځې ځانمرګی برید کړی وو. په دغه حمله کې درې چينايان او يو پاکستانی وژل شوی وو.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Новак Джокович

Джоковичу разбили голову бутылкой после матча. Видео






Зобнин открыл счёт в матче «Спартак» — «Краснодар» в 28-м туре РПЛ

Непобедимый "Спартак" Слишковича обыграл "Краснодар"

Появилось видео пожара на складе поликарбоната в Наро-Фоминске

Школьница насмерть разбилась после падения в шахту заброшенного дома в Москве