Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2022

جوزيپ بوريل: پر مسکو نوي بنديزيونه به د روسيې د تېلو صادرات اغېزمن کړي

0
د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر، جوزیپ بوریل وايي، پر روسیې به د دې ټولنې د بندیزونو شپږمه بسته یوازې د مسکو د اومه تېلو د صادراتو پر اندازه اغېز ونه کړي، بلکې د هغو د بیو د ټیټېدو سبب به هم شي.


دا بندیزونه به په زیاته پیمانه اروپايي ټولنې ته د روسیې د تېلو د صادراتو د کمېدو سبب شي.


بوریل نن سې شنبه د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې خبریالانو ته وویل، دوی د روسیې تر ټولو مهم پېرېدونکي دي او هدف یې دا دی چې ډاډه شي روسیه د خپل جنګي ماشین د فعال ساتلو لپاره لږې مالي سرچینې لري.


ښاغلي بوریل دا څرګندونې داسې وخت کړي، چې په بروکسل کې د اروپايي ټولنې د مشرانو غونډه نن د دویمې ورځې لپاره روانه ده، چې پر اوکراین د روسیې د یرغل په اړه په کې بحث کېږي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса