Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2022

نړيوال کرکټ کپ: سري لنکا افغانستان ته ماتې ورکړه

0
سري لنکا د کرکټ په نړيوال کپ کې افغانستان ته په ۶ ويکټو ماتې ورکړه.

د نومبر په لومړۍ نېټه د اسټراليا په بریسبېن کې شوې دې سيالۍ کې لومړی بېټينګ افغانستان وکړ. افغان لوبډلې په ۲۰ اوورونو کې د ۸ لوبغاړو په اوټ کېدو ۱۴۴ منډې جوړې کړي. د افغانستان له اړخه، رحمن الله ګوربز ۲۸ او عثمان غني ۲۷ منډې جوړې کړي. د سري لنکا ونيندو هسارنګا تر ټولو ډېرې، ۳ ويکټې واخیستې.


سري لنکا د افغانستان لخوا ورکړی هدف په ۱۹مه اوور کې د ۴ ويکټو په زیان پوره کړ. د سري لنکا دننجايا ډي سيلوا تر ټولو ډېرې منډې، ۶۶ وکړي. په افغان بالرانو کې راشد خان او مجيب الرحمن دوه دوه ويکټې واخیستې.


تر دې مخکې د افغانستان دوه لوبې د باران له وجې نه وې شوې او په يوه لوبه کې یې له انګلېنډ ماتې خوړلې وه.


په اسټرالیا کې د ۲۰ اووریزه کرکټ نړیوال جام سیالۍ د اکتوبر له ۱۶مې راهیسې روانې دي او ټاکل شوې چې پایلوبه یې د نومبر پر ۱۳مه وشي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса