Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2022

انګلينډ د شل اورویزه کرکټ جام فاینل ته ورسيد

0
انګلينډ په شل اووریزه کرکټ نړيوال کپ سیمي فاینل کې هند ته په لسو ويکټو ماتې ورکړه او پايلوبې (فاينل) ته ووت. 

د نومبر پر لسمه د اسټراليا په ايډيلېډ کې شوې دې سیالۍ کې ټاس انګلينډ وګاټه او هند ته یې د بيټينګ کولو وويل. هند په شل اوورونو کې د شپږو لوبغاړو په اوټ کېدو ۱۶۸ منډې جوړې کړي. د هند لخوا هادريک پانډيا ۶۳ او ويرات کوهلي ۵۰ رنزونونه وکړل. 


د انګلينډ کریس جورډن تر ټولو ډېرې ۳، عادل رشيد او کریس ووکس يوه يوه ويکټه واخیسته. د هند يو لوبغاړی د منډې وهلو په وخت اوټ شو. 


د هند د ۱۶۸ رنزونو پوره کولو لپاره د انګلينډ لوبډلې مشر جاس بټلر او د هغه د بېټينګ د پيل ملګري ايلیکس هيلز تېزه توپوهنه وکړه. دوی په ۱۶ اورونو کې دا هدف پوره کړ. هېلز ۸۶ او بټلر ۸۰ رنزونه وکړل. انګلينډ به د پاکستان سره فاينل کوي. 


په اسټرالیا کې د ۲۰ اووریزه کرکټ نړیوال جام سیالۍ د اکتوبر له ۱۶مې راهیسې روانې دي او ټاکل شوې چې پایلوبه یې د نومبر پر ۱۳مه وشي. دا لوبه په ميلبورن کرکټ ميدان کې کيږي. 




 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса