Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2025

د اوکراین او روسیې د بریدونو تبادله، اوکراین وایي د روسېې د جنګي الوتکو یوه اډه یې ویشتلې

0

د اوکراین پوځ وایي، نن شنبه ( د چنګاښ ۱۴مه) یې د روسیې د جنګي الوتکو پر یوه اډه برید کړی دی.د پوځ لوی درستیز ویلي چې د ورونیژ سیمې په دغې هوایي اډه کې ( Su-34, Su35S, Su30SM ) ډوله جنګي جیټ الوتکې ولاړې وې.د پوځ مشر پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې د دغې اډې هغه ډيپو یې ویشتلې چې ګلایډ بمونه، د روزنې یوه الوتکه او ممکن ځینې نورې الوتکې هم په کې وي.تراوسه د دغه برید د زیان په اړه څه نه دي ویل شوي او روسیي چارواکو هم پرې تبصره نه ده کړې.بل لور ته روسیې تیره شپه پر اوکراین ۳۲۲ بې پيلوټه الوتکې توغولي چې د سر او مال د زیان په اړه یې څه نه دي ویل شوي.د بریدونو دغه تبادله داسې مهال کیږي چې د اوکراین ولسمشر ولودمیرزلنسکي ویلي، له امریکایي سیال ډونالډ ټرمپ سره یې " مهمې او موثرې خبرې کړي دي".




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса