Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2025

Новости за 21.07.2025

شپږیزه: نن هم دوې سیالۍ کېږي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرکټ د شپږیزې لیګ د لسم پړاو لوبو په دوام کې نن په لومړۍ مسابقه کې سپینغر او بندامیر لوبډلې له یو بل سره مخامخ کېږي. دا لوبه د سهار په نهو بجو د کابل د کرکټ په لوبغالي کې ترسره کېږي. ورپسې د ماسپښین په دوه بجې مس عینک او امو د سیالۍ ډګر ته راوځي. پرون مس عینک، بُست لوبډلې ته په اتلس منډو ماته ورکړه. د شپږیزې لیګ د جولای په ۱۹مه پیل شو او د اګست تر لومړۍ نیټې دوام کوي او هره ورځ دوې لوبې پکې کیږي.

ایران وايي، افغانستان ته یې د عراق د اومو تېلو د صادرولو اسانتیا برابره کړې

Pa.azadiradio.com 

یو ایرانی چارواکی وايي چې د دغه هیواد له لارې د عراق د کردستان د کورواکې سیمې اومه تېل افغانستان ته صادریږي. د ایران د لویو لارو او ښاري پراختیا وزارت مرستیال او د رېلګاډي ادارې اجرايي رییس جبار علي زاکري پرون په تهران کې یوې غونډې ته وویل، ایران د افغانستان او عراق ترمنځ د تېلو د سوداګرۍ لپاره ترانسپورتي اسانتیا رامنځته کړې او د خپل هیواد د رېلګاډي شبکې ته یې تر اوسه ۱۰۰ ټانکر واګونونه ور زیات کړي، څو دغه ترانزیتي بهیر پیاوړی کړي. هغه هیله وښوده چې له دې وروسته هره میاشت له شاوخوا ۴۰ تر ۵۰ واګونونه نور هم دې شبکې ته ور زیات شي.

د ترکیې په ځنګلونو کې اور لګېدلی دی

Mashaalradio.com 

د ترکیې په شمال لویدیځ سکاریا ولایت کې په ځنګلونو کې اور لګېدلی دی. حکومتي کارکوونکو د جولای ۲۰مې پر مازیګر د لګېدلي اور وژلو هڅو ته دوام ورکړی دی. نور د رویټرز اژانس په لنډ ویډیويي رپورټ کې.

فلیپو ګراندي: د راستنو شویو ستونزو ته باید خوندي او باعزته حل لارې وموندل شي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د کډوالو لوی کمشنر فلیپو ګراندي وایي، د طالبانو د حکومت له مشرتابه سره یې د ستنو شویو کډوالو پر بیړني حالت خبرې کړې دي. ګراندي چې له څو ورځو راهیسې په کابل کې دی نن پر خپله ایکس پاڼه/ پخواني ټویټر لیکلي، د راستنیوشویو په ځانګړې توګه ښځو او ماشومانو ستونزو ته خوندي او باعزته رسیدنه یې د بحثونو یوه برخه وه. هغه ویلي، داسې مهال چې افغانستان له بېلابېلو ننګونو سره مخامخ دی، دغه هېواد نورو نړیوالو مرستو ته اړتیا لري. د ملګرو ملتونو د کډوالو لوی کمشنر داسې مهال د افغانستان په سفر بوخت دی... Читать дальше...

له ایران او پاکستان وروسته تاجکستان د افغان کډوال د جبري اخراج لړۍ پیل کړې ده

Pa.azadiradio.com 

په تاجکستان کې یو شمېر مېشت او له دغه هېواده ایستل شوي افغانان وایي، له تېرو دوو اوونیو راهیسې د افغانانو د نیولو او ایستلو بهیر زور اخیستی دی. دوی ازادي راډیو سره خبرو کې ادعا وکړه چې ګڼ افغانان د تاجکستان د پولیسو لخوا نیول شوي، ښځې او ماشومان له ښوونځیو، بازار یا کورونو بیول او افغانستان ته لېږدول شوي دي. "دلته سرپناه هېڅ نشته، ډېر بد وضعیت مو دی، له هغه ورځې چې راغلي یو اوښکې مې بهېږي." له تاجکستانه د افغانستان بلخ ولایت مزار شریف ښار ته په زوره ستنه کړل شوې افغان کډواله ۳۷ کلنه نادیه ده. دا... Читать дальше...

په ۱۹ ولایتونو کې د پولیو څلور ورځینی کمپاین پیل شوی

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د پولیو د لمنځه وړلو د هڅو په لړ کې د دې هیواد په نولس ولایتونو کې نن دوشنبه د جولای ۲۱ د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو. د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان په خپله اېکس پاڼه په یو ویډیو بیان کې ویلي چې په دې څلور ورځني کمپاین کې به په ۱۸۷ ولسوالیو کې به له پنځه کلونو کم عمره شاوخوا ۷ عشاریه ۳ میلیونه ماشومان واکسین شي. "د افغانستان په ۱۹ ولایتونو کې د پولیو واکسین دریم پړاو پیل شوی دی، د کمپاین په دې پړاو کې، چې څلور ورځې به دوام وکړي، په۱۸۷ ولسوالیو کې به شاوخوا... Читать дальше...



په اورکزیو کې د پاکستان ۸ ملیشه سرتیري وژل شوي دي

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان لږ تر لږه ۸ ملیشه سرتیري د وزیرستان په اورکزي ولسوالۍ کې له وسله والو سره په نښته کې وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي. ځایي سرچینو نن دوشنبه د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې نښته د همدې ملیشو پر کاروان پيل شوه او څو ساعته یې دوام وکړ. خبر کې راغلي چې ۴ تنه وسله وال مخالفان هم وژل شوي دي. له افغانستان سره پر پوله قبایلي سیمو کې په دې وروستیو کې دغه ډول پیښې زیاتې شوې دي.

د کوټې هوايي ډګر چارواکو بلوڅ ملتپال سیاستوال دوبۍ ته تګ ته نه دی پرېښی

Mashaalradio.com 

چارواکو د بلوچستان نیشنل ګوند مشر او پخوانی اعلاوزیر سردار اختر مېنګل د کوټې له هوايي ډګره دوبۍ ته تګ ته نه دی پرېښی. حکومت لا په دې اړه څه نه دي ویلي خو مېنګل د جولای پر ۲۰مه پر اېکس (پخواني ټوېټر) په بیان کې ویلي دي چې پر هوايي ډګر کارکوونکو ورته وویل چې نوم یې د پېژندګلوۍ یا شناخت په یو لنډمهالي نوملړ یا لېسټ کې دی نو ځکه له هېواده بهر سفر نه شي کولای. د پاکستان حکومت د هغو کسانو نومونه په هغه نوملړ کې اچوي چې ورباندې په جدي جرمونو کې د ککړتیا شک وي. د روان کال په جون کې په بلوچستان کې یو ولسي... Читать дальше...

خیبر اپرېدي د لویو شاعرانو مینځ کې ځان ته مقام جوړ کړی وو

Mashaalradio.com 

خیبر اپرېدی د پښتو داسې شاعر دی چې د شاعرۍ تر څنګ یې عام خبرې هم خلکو او ملګرو ته د ټوکو په بڼه یادې دي. د هغه شاعري، خبرې او خویونه له نورو خلکو جلا ول. ده د پښتو ژبې د لویو شاعرانو په موجودګۍ کې ځان ته لوی مقام جوړ کړ خو د شاعرۍ او شخصیت په اړه یې پام وړ څېړنې او کره کتنه نه ده شوې. نور په دې خپرونه کې.

جمعیت ګوند ادعا کوي چې طالبانو یې یو پخوانی قومندان محب الله بندري وژلی دی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د اسلامي جمعیت ګوند د یوې څانګې مشر او د بلخ پخوانی والي عطا محمد نور ادعا کوي چې طالبانو یې د ګوند یو پخوانی قومندان وژلی دی. ښاغلي نور د یکشنبې په ورځ پر خپله ایکس پاڼه/ پخواني ټویټر وژل شوی کس محب الله میرزاد بندري یاد کړی دی. بندري څه باندې درې کاله مخکې د طالبانو د ځانګړي کمیسیون په بلنه له ایرانه وطن ته ستون شوی و. ځینو نورو رسنیو هم د هغه د وژنې راپورونه ورکړي او ویلې یې دي چې بندري د عبدالرشید دوستم په مشرۍ د جنبش ګوند یو قومندان و. طالبانو لا تر اوسه د دغې ادعا په اړه تبصره نه ده کړې. Читать дальше...

حقاني او نقوي د افغان کډوالو او بندیانو پر وضعیت خبرې کړي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني له خپل پاکستاني سیال سید محسن نقوي څخه غوښتي چې افغان کډوالو او بندیانو سره ښه چلند وکړي. حقاني او نقوي پرون یکشنبه کابل کې سره کتلي دي او د اړیکو، باور او اعتما فضا په رامنځته کولو یې ټینګار کړی. که څه هم پاکستان تل د طالبانو حکومت تورنوي چې د تحریک طالبان پاکستان ملاتړ کوي، خو دا چې دغه خبره هم ملاقات کې یاده شوې او که نه، د طالبانو خبرپاڼه کې ورته اشاره نه ده شوې. نقوي وروسته تر هغه کابل ته سفر کوي چې ویلې یې دي، پاکستان کې د ( پي.او.ار) کارت لرونکو افغانانو د اقامې موده نه تمدیدوي. Читать дальше...

بلوچستان کې د( پت په نوم وژنې) په تور ۱۲ تنه نیول شوي

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان پولیسو نن دوشنبه ( د چنګاښ ۳۰مه) ویلي، له ۱۲ زیات کسان یې په بلوچستان کې د" ناموسي وژنې" د یوې ویډیو له خپریدو وروسته نیولي دي. د دغې وژنې قربانیان " بانو بي بي " او " احسان الله" بلل شوي چې تیره میاشت له تیښتې وروسته نیول شوي او په ډزو وژل شوي دي. د دغې وژنې ویډیو تازه ټولنیزو رسنیو ته راوتلې چې پراخ غبرګونونه یې پارولي دي. په نیول شویو کسانو کې د نجلۍ هغه سپین ږیری خپلوان شامل دی چې په یوه قومي جرګه کې یې د دغې سارایي محکمې پریکړه کړې ده. د بلوچستان ایالتي حکومت دا یو "بوږنونکی" جنایت بللی او د ترهګرۍ د تور قضیه یې ورته پرانستې ده. Читать дальше...

د بلوچستان حکومت وايي "د خوښې واده" په سر یې د ښځې او سړي د وژنې په تړاو ۱۱ کسان نیولي

Mashaalradio.com 

د بلوچستان حکومت پر ټولنیزو شبکو د هغې ویډیو کره والی تایید کړی دی چې پکې یوشمېر خلکو یوه ښځه او سړی د "خوښې واده" کولو په سر وژلي دي.حکومت وايي، د پېښې په تړاو یې یوشمېر کسان نیولي او د نورو د نیولو هڅه کوي. په تېرو ورځو کې پر ټولنیزو شبکو یوه ویډیو خپره شوه چې پکې یو ډله خلک او یوشمېر وسلوال ښکاري چې په یوه غرییزه سیمه کې یوه ښځه له موټره ښکته کوي او بیا یې ولي. د بلوچستان حکومتي ویاند شاهد رند د جولای پر ۲۰مه د کراچۍ د خبریالانو په مرکز کې خبري غونډې ته وویل، لومړنۍ پلټنې ښيي چې پېښه تر لوی اختر څو ورځې مخکې شوې ده. Читать дальше...

ټرمپ په ابوظبۍ کې بې برخه لیکه افغانانو سره د مرستې ژمنه کړې، خو دا ژمنه له وخته (تیره) ده

Pa.azadiradio.com 

که څه هم د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې متحده عربي امارتو ته تخلیه شويو افغانانو سره به مرسته کوي، خو یوشمېر دغه افغانان بیرته افغانستان ته لیږل شوي دي. ټرمپ پرون پر خپله ټولنیزه پاڼه سوشل تروټ دا خبره وکړه. رویټرز نن دوشنبه ( د چنګاښ ۳۰مه) د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت د یوه اطلاعاتي سیستم په حواله ویلي، یوشمېر افغانان د ابوظبۍ له کمپه بیرته افغانستان ته لیږل شوي او ځینو نورو ته هم دا ژمنه له وخته تېره ده. پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنۍ را وروسته شاوخوا ۱۷ زره افغانان متحده... Читать дальше...

د پاکستان پوځ په ملاکنډ او قلات کې د ۱۳ مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې ده

Mashaalradio.com 

د پوځ د عامه اړیکو دفتر په بل بیان کې ویلي چې امنیتي سرتېرو د جولای پر ۱۹مه او ۲۰مه د بلوچستان په قلات کې د "استخباراتي معلوماتو" پر اساس عملیات وکړل چې پر مهال یې له وسلوالو سره "سخته نښته وشوه" چې پکې څلور مشکوک وسلوال ووژل شول.

افغانستان کې د ګوزڼ ۴ ورځنی واکسیني کیمپېن پیل شوی دی

Mashaalradio.com 

د افغانستان د نورو برخو په څېر په خوست کې هم د پولیو څلور ورځنی کیمپېن پیل شوی دی. روغتیايي چارواکي وايي، د جولای تر ۲۴مې پورې په خوست کې شاوخوا ۳۳۵،۰۰۰ ماشومان واکسینوي. دوی له خلکو غوښتي دي چې تر پینځو کلونو پورې عمر لرونکي ټول ماشومان واکسین کړي. افغانستان او پاکستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې پکې د پولیو وایرس موجود دی. تفصیل په دې رپورټ کې.


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса