Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2025

Новости за 13.07.2025

له ایران او پاکستانه راستانه شوي افغانې کورنۍ؛ له زده کړو د لورګانو محرومیت ته انديښمن یو

Pa.azadiradio.com 

له پاکستان او ایرانه، افغانستان ته یو شمېر تازه ستنې شوې کورنۍ، دغه هېواد کې له زده کړو د خپلو لوڼو د محرومېدو په اړه اندېښمنې دي. دوی وایي، کډوالۍ کې یې لورګانو تعلیم کاوه او ښوونځيو ته تللې خو خپل هیواد ته په ستنېدو سره په کور ناستې دي. د پاکستان د خیبرپښتونخواه له پېښور ښاره افغانستان ته تازه ستنه شوې د اوو لوڼو مور سعدیه وايي، پاکستان کې یې دوه لورګانې ښوونځي ته تللې، خو دلته اوس په کور ناستې دي. "دوی هلته ښوونځیو کې وې، دلته که دوی ته زده کړې وای، ډاکترانې او ښوونکې شوې به وی، نارینه اولاد هم... Читать дальше...

پاکستان کې میشت افغان کډوال؛ حکومت مو د ویزو په نه تمدید سره جبري اخراج ته زمینه برابروي

Pa.azadiradio.com 

په پاکستان کې میشت یو شمیر افغانان وايي، د ویزو د نه تمدېدو له امله یې د پولیسو له ځورونو او له دغه هیواده د ایستلو له خطر سره مخ دي. ډیری دوی چې نورو هیوادونو ته د خپلو کیسونه د پړاونو د بشپړېدو او تګ په تمه دي زیاتوي، له تېرو نږدې شل ورځو راهیسي د پاکستان حکومت د دوی د ویزو تمدیدول بند کړي دي. حسینه رفیع چې د دوی له ډلې او اسلام اباد مې میشته ده د یکشنبې په ورخ (د جولای په ۱۳ مه) یې ازادي راډیو سره خبرو کې وویل، له تېرو څو ورځو راهیسي یې د ویزې د تمدید غوښتنه نه ده منل شوې او له دې امله سخته اندېښمنه ده. Читать дальше...

باجوړ "امن پاڅون": ریاستي ادارې دې سمدستي امن پر ځای کړي

Mashaalradio.com 

په باجوړ کې د بېلابېلو ګوندونو سیاستوالانو او فعالانو له حکومته غوښتي دي چې هلته دې امن پر ځای کړي او د هدفي وژنو مخه دې ونیسي. د جولای پر ۱۳مه د "امن پاڅون"په نوم غونډې ته زرګونه خلک ورغلي ول. دا په داسې حال کې ده چې د جولای پر ۱۰مه په باجوړ کې د عوامي نیشنل ګوند د مخکښ سیاستوال او دیني عالم مولانا خانزېب په یو وسلوال برید کې ووژل شو. د حملې ذمه واري چا نه ده منلې. حکومت او امنیتي ځواکونه وايي، د ترهګرۍ پرضد له مبارزې نه په شا کېږي او د وسلوالو پر وړاندې هدفي عملیات روان ساتي. د خیبر پښتونخوا حکومتي... Читать дальше...

له پاکستان سره سوداګرۍ کې زیاتوالی راغلی دی

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریزې اړیکې تل د بیلابیلو لاملونو له امله له ستونزو سره مخ وي او اوس هم د دواړو هیوادونو ترمنځ د غلام خان بندر بند دی د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د تېر کال د همدې مودې په پرتله د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د ښه کېدو خبره کوي. د دې خونې د مدیره پلاوي غړي خان جان الکوزي یکشنبه (د جولای ۱۳ مه) ازادي راډیو ته وویل چې سږ کال د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر هغه منظمې په یو شمیر هغو لارو سوداګریزې راکړې... Читать дальше...

د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر اسلام اباد کې د طالبانو سرپرست سفیر سره کتلي دي

Pa.azadiradio.com 

په اسلام اباد کې د طالبانو سرپرست سفیر سردار احمد شکېب د خیبر پښتونخوا له اعلی وزیر علي امین ګنداپور سره د افغان کډوالو، سوداګرۍ او د یوه سرطاني ناروغیو د درملني د روغتون د جوړیدو په اړه خبرې کړي دي. د طالبانو په واک کې باختر خبري اژانس نن یکشنبې پر خپلې ویب پاڼې لیکلي، په دې کتنه کې دواړو خواو پر دوه اړخیزو همکاریو او د سیمې پر ثبات بحث کړی دی. وړاندې د ګنداپور په حواله راغلي چې غواړي د افغانستان او پاکستان د خلکو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا او باور رامنځته کولو په موخه کابل ته یو پلاوی واستوي. د دغه پلاوي د راتګ په اړه نور جزیات ورکړل شوي نه دي.

کراچۍ کې د باجوړ "امن پاڅون" په ملاتړ احتجاجي لاریون شوی دی

Mashaalradio.com 

په خیبر پښتونخوا کې د ناامنۍ او په باجوړ کې د عوامي نیشنل ګوند د مخکښ سیاستوال او دیني عالم مولانا خانزېب د وژنې پرضد او د باجوړ د "امن پاڅون" په ملاتړ په کراچۍ کې د خبریالانو مرکز مخې ته احتجاج شوی دی. د جولای ۱۳مې د احتجاج ګډونوالو له حکومته وغوښتل چې په باجوړ، خیبر، شمالي او جنوبي وزیرستان، سوات او نورو ضلعو کې دې د امنیت لپاره سمدستي اقدامات وکړي او د پښتنو سیاستوالانو او مشرانو د وژنو مخه دې ونیسي. مولانا خانزېب د جولای پر ۱۰مه په خار کې له خپل یو ساتونکي سره یو ځای په وسلوال برید کې ووژل شو. Читать дальше...

په هسپانیا کې د غواګانو په جشن کې شپږ کسان ټپیان شوي دي

Pa.azadiradio.com 

په هسپانیا کې د غواګانو د ځانګړي دودیز جشن په اوومه ورځ د غواګانو د منډو پرمهال شپږ کسان ټپیان شوي دي. دغه دودیز مراسم چې هرکال د جولای په میاشت کې جوړیږي، غواګانې په کې د ښار له کوڅو د نندارې په موخه تیروي او د غوا جګړې میدان ته يې وړي. د څارویو د حقونو فعالانو پر دغو دودیزو مراسمو نیوکې کړي دي. له ۱۹۲۴کال راهیسې تراوسه په دې مراسمو کې ۱۶ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

طالبانو د خپلې جګړې د وخت چوونکي توکي نندارې ته ایښي دي

Mashaalradio.com 

د طالبانو حکومت په میدان وردګو کې یو میوزییم پرانیستی چې پکې یې هغه چوونکي توکي او وسلې نندارې ته ایښي دي چې وسلوالو یې د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو او د افغانستان د پخواني جمهوري نظام حکومت او سرتېرو پرضد کارولې. په هغو کې کورني جوړ بمونه، د ځانمرګو بریدونو لپاره کارېدونکي واسکټونه، چسپکي ماینونه او نور شیان شامل دي. تفصیل د اې اېف پي له ویډیو په جوړ رپورټ کې.



اسراییلو فضا ته ملي سپوږمکۍ او فالکن ۹توغندی توغولي دي

Pa.azadiradio.com 

اسراییلو نن یکشنبې اعلان وکړ چې د "درور ۱" په نوم خپله نوې ملۍ سپوږمکۍ يې د فالکن۹ توغندي سره یو ځای د امریکا له اسپیس شرکت څخه فضا ته لیږلې ده. د اسراییلو د فضايي صعنت او د بهرنیو چارو وزارت په خبره، سپوږمکۍ د فلوریدا د کیپ کاناورال له اډې توغول شوې ده. وړاندې ویل شوي، دا سپوږمکۍ چې ۲۰۰میلیونه ډالره ارزښت لري د راتلونکو پنځلسو کالونو لپاره به په فضا کې د اسراییلو لپاره د ارتباطاتو مهمه وسیله وي. اسپیس ایکس ویلي، سپوږمکۍ يې د فلوریدا په وخت یوه بجه توغولې. د اسراییلو د فضايي صعنت ادارې د دغې سپوږمکۍ... Читать дальше...

د بوسنیا د سرېبرېنیڅا توکموژنې ۳ لسیزې: لا هم ډېری کورنۍ د خپلوانو مړي لټوي او د انصاف په تمه دي

Mashaalradio.com 

دی وايي، مور یې له هر چارواکي سره وغږېده، ډېرې منډې یې وکړې، هر ځای یې ولیده، خو د زوی درک یې و نه لګېد. "زه نه پوهېږم چې چې دا کار به څنګه وکړم. اوس چې مې مور مړه شوې، ځان بې وسه احساسوم.

د یو ښوونځي ۵۶کلن چوکدار له لسم ټولګي فارغ شوی دی

Pa.azadiradio.com 

د بلوچستان په پښتون میشته سیمه پښین کې یو۵۶کلن سړی له لسم ټولګي فارغ شوی دی. فیض الحق کاکا چې نژدې ۳۸کاله يې د نواباد په ښوونځي د چوکدار په توګه دنده ترسره کوله سږکال له لسم ټولګي فارغ شو. فیض الحق کاکا مشال راډیو ته ویلي، "په ښوونځي کې مې کارکاوه او په اضافي وخت کې به مې له شاګردانو او استادانو سره درس ویلې". فیض الحق کاکا ۱۷ اولادونه لري چې د بې وزله له کبله يې لوړې زده کړې کړي نه دي.

فعالان: په اېچ ای وي اخته نرښځیان باید هرومرو علاج وکړي

Mashaalradio.com 

د خیبر پښتونخوا د اېچ ای وي، تور ژیړي او تېلېسیمیا ناروغیو د مخنیوي او علاج لپاره حکومتي اداره وايي، په هغه صوبه کې څه باندې ۹،۰۰۰ کسان په اېچ ای وي اخته دي او ځینې یې اېډز شوي دي. د ادارې په وینا، په هغو کې یې ۱۷۹ نرښځیان هم شامل دي. هیومن ایمیونو ډېفېشنسي وایرس یا د انسان د وجود د مدافعتي نظام د کمزورۍ وایرس د وینې او نورو داخلي رطوبتونو له لارې بدن ته ننوځي او که پر وخت یې علاج و نه شي نو اکوایرډ ایمیونو ډېفشنسي سېنډروم یا اېډز ناروغي ورڅخه جوړېږي چې بیا یې علاج شونی نه دی. دا ناروغي د وجود د... Читать дальше...

طالبانو د کتابونو په چاپ مالیه معاف کړې

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت د کتابونو په چاپ مالیات معاف کړې. د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو مرستیال مهاجر فراحي نن یکشنبې پر خپلې ایکس پاڼې لیکلي، " د لوی مشر د فرمان له مخې د هغوو کتابونو پر چاپ مالیات معاف دي چې د افغانستان دننه چاپیږي". فراهي وړاندې ویلي، هغه کتابونه چې له بهره را واردیږي مالیه ۵۰ سلنه راکمه شوې ده. طالبان د افغانستان دننه د کتابونو پر چاپ په داسې حال کې مالیه معافوي چې د یو شمیر لیکوالانو او کتابونو په چاپ او خرڅلاو يې بندیز لګولی دی. طالبان همدارنګه هغه کتابونه هم له بازارونو راټول... Читать дальше...

د پښین فیض الحق په ۵۶ کلنۍ کې له ۱۰م ټولګي فارغ شوی

Mashaalradio.com 

د بلوچستان د پښتون مېشتې پښین د نواباد اوسېدونکی فیض الحق کاکا له شاوخوا څلورو لسیزو راهیسې په یو ښوونځي کې د نایب قاصد دنده ترسره کوي. نوموړي تر ابتدايي ښوونځي وروسته زده کړې نه وې کړې او سږ کال په ۵۶ کلنۍ کې له میټرک (۱۰م ټولګي) فارغ شو. هغه ۱۷ بچي لري او بچیو یې هم د بې وزلۍ له وجې لوړې زده کړې نه دي کړې. د نواباد ښوونځي استادان وايي، د فیض الحق په بریا خوشاله دي او د هغه زیار نور زده کوونکي هم هڅوي. ویډیويي رپورټ.

د ( بېداد) په نوم ایراني فلم د کارلووي واري جشنوارې جایزه وګټله

Pa.azadiradio.com 

د " بیداد" په نوم ایراني فلم د چک جمهوریت د کارلووي واري نهه پنځوسم فسټیوال کې یوه ځانګړې جایزه ترلاسه کړه. دغه فلم په ایران کې د اجباري حجاب له مراعاتولو پرته د ښځینه لوبغاړو له خوا جوړ شوی او تمرکز یې پر ښځینه سندرغاړو د لګول شویو محدودیتونو په اړه دی. د فلم جوړونکی سهیل بیرقي او یوشمېر نور کسان چې د فلم جوړولو کې یې لاس درلود، شاوخوا دوه اونۍ وړاندې د ایراني چارواکو له خوا د زندان او نقدي جریمو په سزا محکوم شول. بیرقي په دغه فسټیوال کې وویل چې له دغه حکم سره سره غواړي بیرته ایران ته ولاړ شي. د... Читать дальше...

زرګونه اسراییلیانو غزه کې د پاته برمته شویو کسانو د خلاصون په هدف مظاهره وکړه

Pa.azadiradio.com 

زرګونه اسراییلیانو پرون په تل ابیب او نورو ښارونو کې مظاهرې وکړې او له دولته یې وغوښتل چې غزه کې د پاته یرغمل شویو د خلاصون لپاره یوه معامله وکړي. د جرمني خبري اژانس ( ډي.پي.اې) د اسراییلي چارواکو په حواله لیکلي، لا هم پنځوس برمته شوي اسراییلیان په غزه کې پاته دي او باور دادی چې یوازې ۲۰ به یې ژوندي وي. مظاهره چیان دا غوښتنه داسې مهال کوي چې دا مهال په قطر کې د غزې د جګړې دواړه لوري د یوه دوه میاشتني اوربند پر شرایطو خبرې کوي. د اوربند د خبرو یو شرط دادی چې لږ تر لږه لس برمته شوي ژوندي اسراییلیان... Читать дальше...

عراقچي: له امریکا سره هیڅ داسې هوکړه نه کوو چې د یورانیمو پخول په کې شامل نه وي

Pa.azadiradio.com 

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وایي، له امریکا سره هیڅ داسې هوکړه نه کوي چې هغه کې د یورانیمو پخول شامل نه وي. عراقچي پرون شنبه ( د چنګاښ ۲۱مه) په تهران کې د سفارتونو له استازو سره په یوه غونډه کې دا خبره وکړه. هغه که څه هم د ایراني او امریکایي مرکچیانو د راتلونکو خبرو کومه نیټه مشخصه نه کړه، خو هڅې روانې دي چې ایران او امریکا د تهران د اټومي فعالیتونو په اړه یوې هوکړې ته ورسیږي. عراقچي ویلي، په هغو اټومي تاسیساتو کې چې د اسراییل او ایران ۱۲ ورځنۍ جګړه کې پرې برید وشو، د راډیو اکتیف وړانګو خطر شته. Читать дальше...

له ایرانه د کډوالو د ایستلو دوام، پرون شنبه څه باندې شل زره افغانان اخراج شوي دي

Pa.azadiradio.com 

طالب چارواکي وایي، پرون شنبه څه باندې ۲۰ زره کسان له ایرانه په " اجباري توګه" هېواد ته ستانه کړای شوي دي. د کډوالو ستونزو ته د رسیدو کمیسیون پرون ماښام ویلي، ۱۱۳۵۰ تنه د اسلام کلا له لارې او ۸۹۰۰ د نیمروز له لارې ستانه شوي دي. که څه هم خبر کې ویل شوي چې کډوالو سره په بېلابیلو برخو کې اړینې مرستې شوي، خو نړیوالو ادارو د ستنو شویو کسانو وضعیت کړکیچن یاد کړی دی. د ایران او اسراییل تر جګړې وروسته ایران کې پر افغان کډوالو کړۍ تنګه شوې او د جبري ستنولو، له سپکاوي ډک چلند او توقیفونو سره مخامخ دي. د طالبانو... Читать дальше...

له ایرانه ایستل شویو یوشمیر میرمنو په ( سختو شرایطو) کې زیږون کړی دی

Pa.azadiradio.com 

یو شمېر میندوارو افغان میرمنو په افغانستان او ایران کې د کډوالو په کمپونو کې په خورا سختو شرایطو او اړینو روغتیایي خدمتونو ته له لاسرسي پرته زیږون کړی دی. د دې میرمنو کورنۍ وايي چې د لومړنیو اسانتیاوو نشتوالي د میندو او ماشومانو روغتیا له جدي خطر سره مخ کړې ده.


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса