Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2025

له تیرې یوې میاشتې راهیسې نژدې څلورنیم لکه افغانان له ایرانه هېواد ته ستانه شوي

0

د کډوالۍ نړیوال سازمان ( ای.او.ایم) وایي، په تیره څه باندې یوه میاشت کې نژدې ۴۵۰ زره افغانان له ایرانه هېواد ته ستانه شوي دي.دغه سازمان نن دوشنبه( د چنګاښ ۱۶) ویلي چې دغه شمیر کډوال د جون له لومړۍ د جولای تر پنځمې نیټې پورې راغلي دي.دغه ستنیدنه وروسته له هغه ترسره شوې چې ایران په دغه هېواد کې بې اسناده کډوالو ته خبرداری ورکړ چې د جولای تر شپږمې ( د چنګاښ ۱۵) پورې له هغه هېواده ووځي.د کډوالۍ نړیوال سازمان ویاند فرانس پریس ته ویلي، د کال له پيله د ټولو راستنو شویو کسانو شمیر څه باندې ۹۰۶ زرو ته رسیږي.د ملګرو ملتونو د کډوالو عالۍ کمشنرۍ د کډوالو په دې شمیر کې را ستنېدنه یو ناورین بللی دی.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса