Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2025

د کریکټ نړیوالې شورا د لوبڅار بسم الله جان شینواري پر مړینه خفګان ښودلی

0

د کریکټ نړیوالې شورا ( آی.سي.سي) د نړیوال لوبڅار بسم الله جان شینواري پر مړینه خواشیني څرګنده کړې.۴۱ کلن شینواری پرون دوشنبه د ورپیښې ناروغۍ له کبله مړ شوی او د افغانستان کریکټ بورد یې سه شنبه مړینه تایید کړې ده.د هغه د ناروغۍ د څرنګوالي په اړه جزیات نه دي ورکړل شوي.شینواری د کریکټ نړیوالې شورا د نړیوالو لوبڅارانو له ډلې و چې ۲۵ یو ورځنیو او ۲۱ شل اوره لوبو کې یې د امپایر دنده ترسره کړې.هغه د لومړي ځل لپاره ۲۰۱۷ کال کې د نړیوالې لوبڅارنې ډګر ته راغی او هغه مهال یې شارجه کې د ایرلنډ او افغانستان د یو ورځنۍ لوبې امپایري وکړه.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса