Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2025

جمعیت ګوند ادعا کوي چې طالبانو یې یو پخوانی قومندان محب الله بندري وژلی دی

0

د افغانستان د اسلامي جمعیت ګوند د یوې څانګې مشر او د بلخ پخوانی والي عطا محمد نور ادعا کوي چې طالبانو یې د ګوند یو پخوانی قومندان وژلی دی.ښاغلي نور د یکشنبې په ورځ پر خپله ایکس پاڼه/ پخواني ټویټر وژل شوی کس محب الله میرزاد بندري یاد کړی دی.بندري څه باندې درې کاله مخکې د طالبانو د ځانګړي کمیسیون په بلنه له ایرانه وطن ته ستون شوی و.ځینو نورو رسنیو هم د هغه د وژنې راپورونه ورکړي او ویلې یې دي چې بندري د عبدالرشید دوستم په مشرۍ د جنبش ګوند یو قومندان و.طالبانو لا تر اوسه د دغې ادعا په اړه تبصره نه ده کړې.ازادي راډيو هم په خپلواک ډول دغه ډول خبرونه نه شي تاییدولی.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса