Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2025
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25
26
27
28
29
30
31

له ایران او پاکستان وروسته تاجکستان د افغان کډوال د جبري اخراج لړۍ پیل کړې ده

0

په تاجکستان کې یو شمېر مېشت او له دغه هېواده ایستل شوي افغانان وایي، له تېرو دوو اوونیو راهیسې د افغانانو د نیولو او ایستلو بهیر زور اخیستی دی.

دوی ازادي راډیو سره خبرو کې ادعا وکړه چې ګڼ افغانان د تاجکستان د پولیسو لخوا نیول شوي، ښځې او ماشومان له ښوونځیو، بازار یا کورونو بیول او افغانستان ته لېږدول شوي دي.

"دلته سرپناه هېڅ نشته، ډېر بد وضعیت مو دی، له هغه ورځې چې راغلي یو اوښکې مې بهېږي."

له تاجکستانه د افغانستان بلخ ولایت مزار شریف ښار ته په زوره ستنه کړل شوې افغان کډواله ۳۷ کلنه نادیه ده.

دا چې د درې ماشومانو مور ده وایي تېر یو نیم کال د تاجکستان پلازمېنې دوشنبې اړوند د وحدت په نوم یو ښارګوټي کې اسټرالیا ته د تلو کېس پروسس ته په تمه او دېره وه.

د نادیې په وینا څلور ورځې مخکې «د جولای په ۱۷مه» د دغه هېواد پولیسو یې دوه کوچني زامن له ښوونځي وړي و او په خبره یې وروسته له هغه یې چې دوی د پیسو په مقابل خوشې کړل، دا او اولادونه یې سره له دې چې هلته یې د استوګنې او کډوالۍ ټول قانوني اسناد درلودل، په زوره افغانستان ته ستانه کړل.

دې ازادي راډیو ته وویل، "موږ یې را ډیپورت کړو، پیسې هم راسره نه وې، ډېره سخته وه، بیا مې پر پوله، شېرخان بندر کې یو کس پېژانده، زنګ مې ورته وواهه چې زه پیسې نه لرم ما سره مرسته وکړه، بیا یې موږ سره مرسته وکړه چې تر مزار شریفه راورسېدو، دوی (پولیس) کور په کور ګرځېدل، یو ځل یې زما زامن نیولي و، زه ورغلم چې دوی پلار نه لري مه یې ډیپورت کوئ، بیا یې له ما پیسې واخیستې، راخوشې یې کړل، بیا د کور شا ته راتلل چې افغانانو ووځئ، مجبوراً راغلو."

د نادیې مېړه څلور کاله وړاندې د کرونا له امله مړ شوی او بل سرپرست نه لري.

خو یوازې نادیه نه، له تاجکستانه د افغانستان پلازمېنې کابل ته بل افغان کډوال چې ځان کابلي معرفي کوي، هم ورته خبره کوي.

ده ازادي راډیو ته وویل چې له دوه کلنې استوګنې وروسته نږدې ۵۴ ورځې مخکې د کار له ځایه نیول شوی و او مستقیماً افغانستان ته استول شوی دی او په خبره یې درې ځوانې لوڼې او مېرمن یې تاجکستان کې ورنه پاتې دي.

"ما هلته په وحدت ښارګوټي کې یو رسټورانت درلود اشپز وم چې یوه ورځ د مازدیګر ۴ بجې راغلل، زه یې ونیولم، اسناد، سور کارت (د کډوالو کارت) مې چې لرل هېڅ یې ونه منل، موټر کې یې واچولم، هلته یې یو مرکز ته بوتلم چې ګورم هلته تر ۳۰ کسان نور هم و، خو ۲۶ کسان یې ترې راجلا کړو، موټر کې یې واچولو د شپې لس بجې یې وخوځولو او ۲ بجې سرحد ته ورسېدو، کورنۍ مې تاجکستان کې پاتې ده، ښایي سبا مې کورنۍ هم راشي ځکه دا ډول چې دوی ښځې او ماشومان نیسي، رحم نه کوي، سپکاوی کوي، دوی به هم راولېږي، دلته هېڅ هم نه لرو، قسم دی چې دا درې څلور ورځې کور لټوم حتی یوه کوټه هم نه پیدا کېږي."

دوی وایي له سختو اقتصادي او د سرپناه ستونزو سره مخ دي او تاجکستان ته یې له تګ مخکې ټولې شتمنۍ پلورلې دي.

په تاجکستان کې مېشت افغانان بیا وایي چې له دغه هېواده د افغانانو جبري ایستل له شاوخوا ۴ میاشتو راهیسې پیل شوي، خو ټینګار کوي چې له تېرو دوو اوونیو راهیسې دا لړۍ چټکه شوې او حتی ماشومان او ښځې له بازار، سړک، کورسونو، ښوونځیو، روغتونونو او بېلابېلو عامه ځایونو نیول کېږي او په خبره یې د هېڅ ډول قانوني اسنادو له پام کې نیولو پرته مستقیماً د افغانستان پولې ته استول کېږي.

دوی وایي دغه هېواد کې د افغانانو د اوسېدو لپاره ۱۵ ورځې وخت ورکړل شوی و او دوشنبه (د جولای ۲۱مه) یې د ضرب الاجل وروستۍ ورځ ده.

د تاجکستان د پلازمېنې دوشنبې ښار اړوند د وحدت ښارګوټي، چېرې چې اکثریت افغان کډوال په کې مېشت دي، یو اوسېدونکي د موضوع د حساسیت له امله د نوم نه خپرولو په شرط ازادي راډیو ته وویل،

"ډېرو خلکو ته ویل شوي چې باید له تاجکستانه ووځي، که څه هم دلته ټول کډوال د ګرېزه کارت (د کډوالۍ کارت) لري، خو چې کله له امنیتي کسانو سره مخ شي، وایي دا کارتونه مو موږ ته هېڅ مهم نه دي، موږ دلته د دوهم هېواد په توګه یوازې د خپل کېس پروسس ته په تمه یو، زما لپاره (بېرته تګ) ډېر سخت دی ځکه افغانستان کې مې حضور ممکن نه دی، ډېر اندېښمنوونکي شرایط دي، دلته له هېڅ ډول معیار پرته ډیپورتول پیل شوي، مخکې یې یوازې نارینه چې بیرون به وو ایستل، خو له تېرې چهارشنبې راهیسې یې حتی ماشومان له تعلیمي مرکزونو وړي او ښځې یې له ورزشي کلپونو ونیولې، نو غیر انساني حالاتو سره مخ شوو."

د دې ښارګوټي بل اوسېدونکي افغان کډوال هم په ورته شرط وویل: "دا ۱۵ ورځې کېږي چې د ایستلو بهیر بېخي جدي شوی، تر دوشنبې یې اخري مهلت راکړی، نو زښته زیاتې ستونزې دي، زموږ دلته ۴ کورنۍ دي، د کور ټول وسایل مو وپلورل او ځینې مو تیار کړي چې که تر دوشنبې مو وباسي، افغانستان ته ولاړ شو، موږ د کاناډا سپارنسرشیپ یو، ۷۰ سلنه مو کار شوی، ډېر زیات اندېښمن یو، خو دا درې شپې کېږي چې له کوره نه یو وتلي، موږ چې هر څه افغانستان کې درلودل ټول مو خرڅ کړل هلته اوس هېڅ هم نه لرو، نه پوهېږو چې څه به کوو."

ځیني دغه افغان کډوال ادعا کوي چې د نیولو او بندي کېدو له وېرې نه شي کولای د ځان، ښځو او ماشومانو د نیولو او په زوره د شړلو د پیل شوي بهیر په اړه غږ اوچت کړي.

دوی وایي ډېری دا افغانان درېیمو هېوادونو په ځانګړې توګه کاناډا، امریکا او اسټرالیا ته د کېسونو د پروسس، د خپلو د لوڼو د تعلیم دوام او امیني ګواښونو له امله دغه هېواد ته ورغلي دي.

ازادي راډیو په تاجکستان کې لږ تر لږه له ۸ مېشتو کورنیو او افغانستان ته بیا له ۳ ستنو کړل شویو کورنیو سره خبرې وکړې چې دوی هم ورته شکایتونه، ادعاوې او اندېښنې مطرح کوي.

دوی ازادي راډیو ته ګڼې داسې وېډیوګانې او عکسونه او اسناد هم لېږلي چې تاجک امنیتي ځواکونه له کورونو کډوال راښکته او «ګزیل» یا میني بوسونو کې د کډوالو تر مرکزونو وړل کېږي او له هغه ځایه د افغانستان پولې ته استول کېږي.

خو ازادي راډیو دا وېډیوګانې او عکسونه په خپلواک ډول نه شي تأییدولی.

که څه هم د تاجکستان دولت دا ادعاوې تر اوسه رد یا تأیید کړې نه دي، خو له دغه هېواده یې د افغان کډوالو ایستل په رسمي ډول منلي دي.

د تاجکستان دولتي خبري اژانس «خاور» د جولای په ۱۹مه نېټه د تاجکستان د ملي امنیت د دولتي کمېټې د پوله ساتو ځواکونو د مطبوعاتي مرکز د اعلامیې په خپرولو ویلي چې تاجکستان ته د بهرنیو اتباعو کډوالي زیاته شوې او په ټکو یې ځیني په "غیر قانوني ډول" دغه هېواد ته ننوتلي دي او یو شمېر یې "په کلکه د استوګنې له قوانینو" سرغړونه کوي.

هغه څه چې ډېری دغه افغان کډوال یې ردوي او وايي چې په غیر قانوني ډول تاجکستان ته ننوتل تقریباْ ناشونې ده.

د دې بیان له مخې، "دا کسان د افراطي ډلو د نظرونو په هڅولو او تبلیغ کې ښکېل دي، د کډوالو د حیثیت «اسنادو» ترلاسه کولو لپاره غلط معلومات او اسناد چمتو کوي، د کډوالۍ له سیسټمه سرغړونه کوي، د درېیم هېواد تابعیت لري او د تاجکستان خاوره د مخدره توکو د قاچاقو د ټرانزیټي هېواد په توګه کاروي".

خو د تاجکستان سرحدي ځواکونو په دې اړه هېڅ شواهد یا شمېرې نه دي وړاندې کړي او دا ټول هغه موارد دي چې افغان کډوال یې ردوي.

تاجک چارواکو ویلي چې له تاجکستانه د یو شمېر افغان کډوالو ایستل له همدې امله ترسره کېږي.

د تاجک چارواکو په بیان کې دا نه دي ویل شوي چې په دې وروستیو ورځو کې څومره افغان کډوال بېرته خپل هېواد افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.

خو مخکې له دې د طالبانو حکومت د کډوالو چارو وزارت ویلي چې د غبرګولي په لومړۍ اوونۍ کې ۴۸ تنه د کندز د شېرخان بندر له لارې افغانستان ته ایستل شوي چې ټولو یې قانوني اسناد درلودل او د ایستلو لامل یې هم نه دی په ډاګه شوی.

په تاجکستان کې د افغانستان سفارت چې لا هم د تېر جمهوري نظام د سفیر ظاهر اغبر له لوري اداره کېږي، ازادي راډیو سره خبرو کې د دې کډوالو ایستل تأیید او په اړه یې اندېښنه څرګنده کړه.

د دې سفارت د رسنیو برخې یوې مسؤلې چې نه یې غوښتل راپور کې یې نوم او غږ خپور شي، ازادي راډیو ته وویل چې په تاجکستان کې د افغانستان سفیر او ملګري ټیم یې د تاجکستان حکومت د بهرنیو چارو وزارت په ګډون څو بېلابېلو اړوندو ادارو ته د دغو کډوالو د جبري ایستلو د مخنیوي او د دوی د اوسېدو مودې د اوږدولو لپاره مکتوبونه وراستولي، خو په خبره یې تر اوسه ورته د تاجکستان حکومت هېڅ اداې رسمي ځواب نه دی ویلی.

دغه راز دا افغان چارواکې وایي چې دوی تر سلو زیاتې هغه افغان ښځې هم د تاجکستان بهرنیو چارو وزارت ته ورمعرفي کړي چې درېیم هېواد ته د تګ او خپلو کورنیو سره د مدغم کېدو لپاره یې کارونه په اړوندو سفارتونو کې د پای ته رسېدو په حال کې دي، تر څو دوی له تاجکستان ونه ایستل شي.

د کډوالو د حقونو ځیني مدافعین د تاجکستان لخوا د افغانستان اوسنیو شرایطو او په دې ډول د افغان کډوالو ناڅاپي ایستل د کډوالو او بشري حقونو نړیوالو نورمونو خلاف بولي.

له دې ډلې د کډوالو د حقونو فعال عبدالرازق عدیل ازادي راډیو ته وویل: "له تاجکستانه د افغان کډوالو جبري ایستل په راپور شویو طریقو د افغانستان اوسنیو شرایطو کې د کډوالو نړیوالو قوانینو، بشري حقونو په ځانګړې توګه د بېرته ستنولو د اصل ښکاره سرغړونه ده، دا اقدام نه یوازې د زرګونو کسانو ژوند او امنیت خطر سره مخ کوي، بلکې انساني کرامت او د کورنیو بنسټیزو حقونو ته بې احترامي کوي، نړیواله ټولنه او سازمانونه مکلف دي چې ژر تر ژره د دې اقدام د مخنیوي لپاره مداخله وکړي."

وړاندې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (یو ان اچ سي ار) په وار وار له تاجک چارواکو غوښتي چې افغان پناه غوښتونکي ونه باسي، ځکه په ټکو یې دا احتمال شته چې دوی په خپل هېواد (افغانستان) کې له ځورونو سره مخ شي.

په تاجکستان کې د افغانستان د سفارت د معلوماتو له مخې، په دغه هېواد کې دا مهال ۱۳ زره افغان کډوال ژوند کوي.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Арбуз, кукуруза и холодные напитки: диетолог Садыков назвал продукты, которые портят ваш сон летом

118 лет назад, 25 июля 1907 года, Ставропольская психиатрическая больница приняла первых 47 пациентов

Гордости Angsana Velavaru

Состоялось открытие фотовыставки «Особенная красота»


Adil Rami carga contra Lamine: "No puedo ni verlo, que le den..."

Félix Auger-Aliassime

La UFC anuncia un mes de octubre mayúsculo

Las 'Guerreras del Agua' se dan un baño de bronce en el Mundial de Singapur


Раздвигая горы - к единству и созиданию! Манифест лезгинского народа (письменное обращение, воззвание программного характера)

Вредоносный код в Firefox: атака на цепочку поставок через NPM-пакеты

Дивеево ..

Возбуждено первое в России уголовное дело о дропперстве


The dairy industry would like Gen Z to drink more milk, so they made a Fortnite diner tycoon game

Microsoft warns of 'active attacks' on its government and business server tech, with one cybersecurity expert claiming that they should 'assume that you have been compromised'

'I destroyed months of your work in seconds' says AI coding tool after deleting a devs entire database during a code freeze: 'I panicked instead of thinking'

Brütal Legend is free in honor of Ozzy Osbourne, but only for 666 minutes



В Москве завершился сбор с руководителями финансово-экономических подразделений Центрального округа Росгвардии

«Каникулы с Росгвардией» проходят в регионах Центральной России

Оркестр полиции Республики Сербской впервые выступит на фестивале «Спасская башня» в Москве

Квалификационные испытания на право ношения знака отличия полицейского спецназа Росгвардии завершились в Подмосковье (видео)




Математика Савватеева возмутило заявление о "лишних" учителях

Более 800 студентов прошли практику на предприятиях «Швабе» в 2025 году

Вредоносный код в Firefox: атака на цепочку поставок через NPM-пакеты

В студии Детского радио прошла церемония гашения почтовой марки


Синоптики спрогнозировали ясную погоду на выходных в Москве

В Ростовской области обломки БПЛА привели к задержке 10 пассажирских поездов

Сотрудники органов принудительного исполнения обеспечивают безопасность судебных процессов

Патрушев: НАТО усиливает давление у морских границ России


Алькарас рассказал, считает ли Синнера своим другом после поражения в финале Уимблдона

Медведев пробился в четвертьфинал турнира в Вашингтоне

Винус Уильямс — самая возрастная победительница матча WTA с 2004 года

Винус Уильямс получила wild card на турнир категории WTA 1000 в Цинциннати


Трагедия для всей России: наша любимая актриса из "Служебного романа" скончалась на 82-м году жизни

Путин призвал жёстко пресекать вмешательство извне: «Суверенитет и ценности — под защитой»

Сотрудники органов принудительного исполнения обеспечивают безопасность судебных процессов

В Ростовской области обломки БПЛА привели к задержке 10 пассажирских поездов


Музыкальные новости

Невозможное возможно: две подопечные фонда «Жизнь в Движении» с ограниченными возможностями покорят вершину Эльбруса

Концерт в Москве в честь 75-летия дипотношений России и Вьетнама

Баста трогательно поздравил жену с днём рождения: «Вечная любовь»

Симона Юнусова честно высказалась о популярности своего сына Тимати



«Каникулы с Росгвардией» проходят в регионах Центральной России

В Москве завершился сбор с руководителями финансово-экономических подразделений Центрального округа Росгвардии

Квалификационные испытания на право ношения знака отличия полицейского спецназа Росгвардии завершились в Подмосковье (видео)

Оркестр полиции Республики Сербской впервые выступит на фестивале «Спасская башня» в Москве


Бастрыкин поставил на контроль дело об избиении мужчиной ребенка в Подмосковье

Группа Аквилон передала государству первые квартиры

Paul Oakenfold возвращается в Россию: легенда электронной музыки даст концерты в Москве и Петербурге спустя 7 лет

«Компромиссная цифра»: на сколько ЦБ РФ может снизить ключевую ставку 25 июля


Водитель Audi сбил трех пешеходов, переходивших дорогу на западе Москвы

В Москве росгвардейцы оказали помощь пострадавшей в ДТП мотоциклистке (видео)

В Подмосковье на видео попало, как школьник на питбайке разбился в жестком ДТП

На МКАД в Москве произошло массовое ДТП, движение затруднено


Сигналы становятся всё громче. Переговоры - только ширма. Главное решится не в Стамбуле

Соболезнования в связи с авиакатастрофой в Амурской области выразили зарубежные лидеры

Путин отметил успех российских школьников на олимпиаде по физике.

У Путина есть роскошный подарок для Китая: США схватились за голову, узнав о нем


Новый штамм коронавируса "стратус" фиксируют в Москве с мая

Депздрав Москвы оценил ситуацию с распространением нового штамма коронавируса

Депздрав Москвы: новый штамм коронавируса "стратус" фиксируют в Москве с мая

В Алтайском крае распространяется новый штамм коронавируса




Компания КИТ МЕД представляет революционный аппарат SONOQUEEN — первую в мире анатомическую HIFU-технологию для anti-age терапии в России

Фитнес-марафоны на паузе: суд продлил домашний арест блогеру Лерчек

Путин дал указание рассмотреть проблемы онкологии в Архангельской области.

Новый штамм коронавируса "стратус" фиксируют в Москве с мая


Британский журналист: Зеленский - мелкий жулик и крыса, которому «недолго осталось» в этом мире

Мединский дал неожиданный ответ на предложение Киева о встрече Путина и Зеленского 


«Каникулы с Росгвардией» проходят в регионах Центральной России

"Зенит" заключил соглашение с американским защитником Рэндольфом

"Монсон о спортсменах, которые меняют гражданство в сложный период для России"

Пять земельных участков для размещения НКО доступны на городских торгах


Лукашенко заявил, что в Белоруссии «на всякий случай» готовятся к войне

Лукашенко с иронией отнесся к санкциям, запрещающим ему въезд в Эстонию

Лукашенко посоветовал не злить его и не допускать падежа в животноводстве

Лукашенко поделился мнением о самой идеальной профессии.



Собянин: Около 10 тыс. москвичей начали переселение по реновации этим летом

Сергей Собянин поздравил москвича — победителя международной олимпиады по физике

Мэр Москвы: Улучшим транспортную доступность Южного и Северного Бутова

Собянин поддержал проведение конкурса «Лучший книжный магазин Москвы»


Московские студенты начали исследовать влияние климатических изменений на сток рек Ямала

В центре внимания: CorpSoft24 вошел в рейтинг крупнейших ИТ-компаний России

Исследование выявило снижение инвестиций в экологически чистую энергетику США.

Детеныш краснокнижной боливийской обезьяны появился на свет в Московском зоопарке


Синоптики спрогнозировали ясную погоду на выходных в Москве

Путин призвал жёстко пресекать вмешательство извне: «Суверенитет и ценности — под защитой»

В Ростовской области обломки БПЛА привели к задержке 10 пассажирских поездов

После ареста иномарки в Подмосковье должник погасил задолженность по алиментным платежам


70 участников СВО в Архангельске показали мотивацию выше госслужащих — Цыбульский

Республика Алтай вошла в десятку регионов России по развитию ипотеки

Настольный термотрансферный принтер штрих-кодов iDPRT iE4P

Путин дал указание рассмотреть проблемы онкологии в Архангельской области.


"Россия дала мне возможность быть счастливым": Джефф Монсон в Крыму

Поезда "Таврия" по-прежнему задерживаются из-за ЧП в Ростовской области

Актуальная информация о задержке поездов в Крым и обратно

Лавандовое поле горит в Симферопольском районе Крыма


После ареста иномарки в Подмосковье должник погасил задолженность по алиментным платежам

Трагедия для всей России: наша любимая актриса из "Служебного романа" скончалась на 82-м году жизни

Сотрудники органов принудительного исполнения обеспечивают безопасность судебных процессов

В Ростовской области обломки БПЛА привели к задержке 10 пассажирских поездов












Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Владимир Сидоренко

Сидоренко из России одержал победу и стал чемпионом по настольному теннису на Универсиаде.






Сотрудники органов принудительного исполнения обеспечивают безопасность судебных процессов

МЧС предупредило москвичей о жаре до +30℃

Еще одно здание ГБУ «Жилищник» появится во Внукове

После ареста иномарки в Подмосковье должник погасил задолженность по алиментным платежам