په ۱۹ ولایتونو کې د پولیو څلور ورځینی کمپاین پیل شوی
په افغانستان کې د پولیو د لمنځه وړلو د هڅو په لړ کې د دې هیواد په نولس ولایتونو کې نن دوشنبه د جولای ۲۱ د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو.
د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان په خپله اېکس پاڼه په یو ویډیو بیان کې ویلي چې په دې څلور ورځني کمپاین کې به په ۱۸۷ ولسوالیو کې به له پنځه کلونو کم عمره شاوخوا ۷ عشاریه ۳ میلیونه ماشومان واکسین شي.
"د افغانستان په ۱۹ ولایتونو کې د پولیو واکسین دریم پړاو پیل شوی دی، د کمپاین په دې پړاو کې، چې څلور ورځې به دوام وکړي، په۱۸۷ ولسوالیو کې به شاوخوا ۷عشاریه ۳ میلیونه له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکړل شي، موږ له دیني عالمانو، قومي او مذهبي مشرانو نه غوښتنه کوو چې له واکسین کوونکو سره د دغه کمپیاین په پلی کولو کې پوره مرسته وکړي."
خو نوموړي د هغه نولس ولایتونو نومونه نه دي اخیستي چې دا کمپاین په کې پیل شوی دی.
په همدې حال کې له "پولیو څخه پاک افغانستان" په نوم بنسټ له ټولو افغانانو غوښتنه کړې چې دکمپاین په دې دوره کې د خپلو ماشومانو په واکسین کولو سره د پولیو په لمنځه وړلو کې برخه واخلي.
په ورته وخت کې د یو شمېر ولایتونو د لیرې پرتو سیمو ځیني اوسېدونکوې شکایت کوي چې د پولیو د لمنځه وړلو دا کمپاینونونه کور په کور نه پلی کیږي چې له امله یې د دوی ماشومان په وروستیو کې د پولیو د واکسین د کمپاین په تېرو پړاونو کې له واکسین محروم پاتې شوي دي.
د بامیان د ورس ولسوالۍ یو اوسېدونکې چې نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي ازادي راډيو ته وویل،
"زموږ کلی ډېر وړوکې دی، شاوخوا شل یا دوه ویشت کورونه په کې دي، د واکسین په تېره دوره کې زموږ ماشومان له واکسین پاتې شوي وو ځکه دلته هیڅ واکسین کوونکی نه وو راغلی."
خو د غور ولایت یوه اوسېدونکې کریم بیا بله ستونزه بیانوي.
"زموږ یوه خپلوانه چې خاوند یې په ایران کې دی او په کور کې بل نارینه نه لري، څوک نه وو چې ماشوم یې واکسین کولو ته بوځي، په نورو پړاونو کې یې ماشوم واکسین شوی وو خو په وروستي پړاو کې له واکسین کولو پاتې شو."
دوی د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت څخه غوښتنه کوي چې د پولیو واکسین کمپاین د پخوا په څیر کور په کور کړي چې هر څوک وکولای شي خپل ماشومان واکسین کړي.
په کابل کې یو واکسین کوونکې چې نه غواړي په راپور کې یې نوم خپور شي وايي د واکسین کول هغه وخت ډېر اغیزمن وي چې کور په کور تطبیق شي ځکه په دې کې هیڅ ماشوم بې له واکسینه نه پاتې کیږي.
"مخکې خلکو ډېره همکاري کوله خو اوس که د چا خوښه وه، او یا یې په کور وزګار نارینه وو او خوښه یې شوه ماشوم راولي کنه څوک نه وي په کور کې ماشوم یې له واکسین پاتې کیږي."
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت کور په کور واکسین کمپیان بند کړی او اوس مهال په جوماتونو او روغتیايي مرکزونو کې واکسین کیږي.
د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې په روان میلادي کال کې په افغانستان کې د پولیو دوه مثبتې پیښې ثبت شوي، چې یوه یې د بادغیس ولایت په بالا مرغاب ولسوالۍ او بله په هلمندولایت کې وه.
دغه راز د کندهار، هلمند، کابل، لغمان، ننګرهار او زابل ولایتونو کې د پولیو ویروس ۱۸ مثبت چاپیریالي نمونې راپور شوي دي.
که څه هم د طالبانو حکومت په ۲۰۲۴ کال کې د پولیو کومه مثبته پیښه نه ده تایید کړې، خو د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې تیر کال په افغانستان کې د پولیو ۲۵ مثبتې پیښې ثبت شوې وې.
افغانستان او پاکستان په نړۍ کې یوازیني هیوادونه دي چې د پولیو ویروس لا په کې تر اوسه په بشپړه توګه له منځه نه دی تللی.
پولیو یوه ویروسي ناروغي ده چې درملنه نه لري، او د ماشومانو د ژغورنې یوازینۍ لار یې واکسین کول دي.