اسراییل په یمن کې پر حوثیانو او الحدیده بندر بریدونه وکړل
د اسراییل پوځ د دوشنبې په غرمه (د چنګاښ ۳۰مه) اعلان وکړ چې د یمن پر الحدیده بندر او د ایران پلوه حوثي یاغیانو پر اهدافو یې هوايي بریدونه کړي او «د ترهګرو حوثیانو نظامي زېربناوې یې له منځه وړي دي».
د اسراییلي پوځ په بیان کې راغلي چې په دې بریدونو کې هغه انجینري وسایل هم له منځه وړل شوي چې د بندر د زېربناوو د بیا رغولو لپاره کارېدول، د سونتوکو ګدامونه او هغه کښتۍ چې «د نظامي عملیاتو او د اسراییل پر ضد د بریدونو لپاره ترې کار اخیستل کېده».
پوځ زیاته کړې چې الحدیده هغه بندر دی چې له ایرانه وسلې ور انتقالېږي او حوثیان له دغو وسلو د اسراییل او د هغه د متحدانو پر ضد «تروریستي بریدونو» لپاره کار اخلي.
د اسراییل دفاع وزیر، ییسرایل کاتس، هم وویل: «پوځ د حوثیانو د ورانکار حکومت پر ترهګري هدفونو بریدونه کړي او په قاطعیت سره عمل کوي څو د هغو ترهګریزو زېربناوو د بیا جوړېدو مخه ونیسي چې مخکې په نښه شوي وې.»
د کاتس په وینا، اسراییل به «هر وخت او هر ځای» اقدام وکړي څو خپل ملي ګټې خوندي کړي.
تر اوسه د الحدیده بندر د احتمالي تلفاتو او زیانونو په اړه کره جزییات نه دي خپاره شوي، او حوثیانو هم لا تر اوسه څه نه دي ویلي. دا ډله معمولاً د اسراییلي د بریدونو په بدل کې د اسراییل لور ته نور توغندي توغوي او یا پر هغو بیړیو بریدونه کوي چې په یو نه یو ډول له اسراییل سره تړاو لري.
حوثیان د تېر کال له کب میاشتې راهیسې، چې د غزې دوه میاشتنی اوربند مات شو، بېرته پر اسراییل په منظم ډول توغندويي بریدونه کوي. دا بریدونه هره ورځ یا د یوې او درو ورځو ترمنځ کېږي، او د تلابیب د بن ګوریون نړیوال هوايي ډګر د ملکي الوتنو بهیر یې وخت ناوخت درولی دی.
وروستی توغندی د تېرې جمعې په شپه ویشتل شوی و، چې د اسراییلي پوځ له خوا شنډ کړل شو.
په دې وروستیو کې، حوثیانو سره له دې چې درې میاشتې مخکې یې د دونالد ټرمپ له حکومت سره ژمنه کړې وه چې د سیمهییزو اوبو امنیت ته به زیان نه رسوي، دوې کښتۍ چې ګومان کېږي له اسراییل سره تړاو لري، ډوبې کړي. په یوه کښتۍ کې پنځه تنه عمله مړه شوي او یو شمېر نور برمته شوي دي.
اسراییلي پوځ د تېرو میاشتو په ترڅ کې لږ تر لږه پنځه ځله د یمن دننه د حوثیانو پر هدفونو بریدونه کړي، چې وروستی برید د چنګاښ په ۱۶مه شوی و.
سره له دې چې حوثیانو ته اقتصادي زیانونه اوښتي، خو تر اوسه د دې ډلې مهم مشران نه دي وژل شوي.
حوثیان ټینګار کوي، تر هغو چې د غزې جګړه روانه وي، دوی به د فلسطینیانو د ملاتړ په پار پر اسراییل بریدونه ته دوام ورکړي.
حوثیان د تهران له ملاتړه برخمنو ډلو په منځ کې یوازینۍ ډله ده چې پر اسراییل بریدونه ته دوام ورکړی دی.