Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2025

په باجوړ کې د پاکستان د پوځ پرضد پراخ لاریونونه پیل شوي

0

د خیبرپښتونخوا په جاجوړ کې د پاکستان د پوځ پر ضد پراخ لاریونونه پیل شوي دي.د راپورونو له مخې، دا زرګونه کسان د باجوړ په عمري چوک کې راټول شوي چې د ښځو په ګډون ماشومان، سیاسي مشران او د بشري حقونو فعالان هم دې لاریونونو ته ورغلي دي.لاریون کوونکي د پاکستان د پوځ له خوا د پیل شویو عملیاتو د دریدو غوښتنه کوي.د پاکستان پوځ په سیمه کې د دوی په ټکو د "ترهګرو د له منځه وړو" په موخه دا عملیات پیل کړي دي.په باجوړ کې دا لاریونونه وروسته له هغې پیل شول چې پاکستاني پوځ په عملیاتو کې د "مروان" په نوم د اووم ټولګي یو زده کوونکی ووژل شو.راپورونه وايي، دا زده کوونکی پرون وژل شوی او نن يې جنازه خاورو ته سپارل کیږي.د پوځ د عملیاتو په پایله کې په زرهاوو کورنۍ د مېنو پریښودو ته اړ شوي دي.باجوړ د خیبرپښتونخوا هغه سیمه ده چې امنیتي وضعیت په کې ښه نه دی.تیره میاشت د پښتنو ملتپاله او سیاستوال مولانا خانزیب په یوه برید کې ووژل شو.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса