Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2025

په ترکیه کې دوه افغان کارګر د میتان ګاز له کبله مړه شول

0

دوه افغان کډوال هغه مهال انقرې ښار ته نژدې په یوه کرنيزه فارم کې د خوشایو ډېران د پاکولو پر مهال د مېتان ګاز له کبله مړه شول.ترک چارواکو وویل، پرون (چهارشنبې) یې انقرې ته څېرمه د څارویو په فارم کې د دوو افغان کډوالو مړي وموندل شول.د ترکيې رسنیو راپور ورکړی، چې دغو کارګرانو هڅه کوله کنده پاکه کړي، خو د مېتان ګاز له امله بې‌سده او مړه شوي دي.پلټنو ښودلې چې دوی د سې‌شنبې له ماښام (د جولای ۲۹) راهیسې هلته بند پاتې وو، او مړي‌ یې د چهارشنبې په سهار راویستل شول.قربانیان ۲۳ کلن محمد رحیم او بل احمد نومېدل. د ځایي رسنیو د راپورونو له مخې دواړه د افغانستان اتباع وو.د ترکيې پولیسو د دوی د مړینې د علت او شرایطو د معلومولو لپاره څېړنې پیل کړي دي.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса