د فلسطین د غزه ښار ماشومان په سندرو او موسیقۍ دردونه هېروي
په غزه ښار کې د جګړې له وجې د بې کوره شویو په یو کیمپ کې د ځوانانو او ماشومانو لپاره د موسیقۍ او سندرو زده کولو یو مرکز جوړ شوی دی. که څه هم د موسیقۍ دا مرکز په یوې کېږدۍ کې پرانیستل شوی دی خو زده کوونکي یې وايي چې موسیقي ورته سکون ورکوي او له جګړې څخه یې پام اړوي. دا په داسې حال کې ده چې د اسراییلو پوځ د غزې ښار نیولو لپاره هلته د لا نور ځواک کارولو هوډ ښوولی.
د فرانسې خبري اژانس له وېډیو جوړ راپور وګورئ.