ملګري ملتونه وايي د افغانستان زلزله ځپلو بحالۍ لپاره ۱۴۰ مېلیونو ډالرو ته اړتیا لري
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر وايي، د روان کال تر پایه پورې د افغانستان د زلزله ځپلو سره د مرستو لړی جاري ساتلو او د بيا رغونې د کارونو سر ته رسولو لپاره ۱۴۰ مېلیونو ډالرو ته اړتيا ده.
په افغانستان کې د اګست پر ۳۱مه راغلې زلزلې د ننګرهار، لغمان، نورستان او کونړ ولایتونه ولړزول. زلزلې تر ټولو زیات زیانونه په کونړ ولایت کې خلکو ته اړولي ول. راپورونه وايي د کونړ ولایت په ځینو غرییزو سیمو کې لا هم خلک خپلو کورونو ته نه دي ستانه شوي، په کېږدیو کې ژوند کوي او مرستو ته اړ دي.
د طالبانو د روغتيا وزارت ترمخه په زلزله کې له ۲،۲۰۰ زیات کسان وژل شوي، زرګونه نور ژوبل شوي او په لکونو خلک اغېزمن شوي دی.
د نړیوالو اژانسونو له وېډیوګانو جوړ راپور وګورئ.