Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2026
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24
25
26
27
28
29
30
31

په تهران کې څو ځایه چاودنې اورېدل شوې دي

0

د فرانسې خبري اژانس وايي، د مارچ پر ۲۳مه سهار مهال په تهران کې چاودنې اورېدل شوې دي.دا په داسې حال کې ده چې اسراییلو پر ایران د حملو د نوې لړۍ پیلولو اعلان کړی دی.

د ایران مهر اژانس پر ټېلېګرام لیکلي چې په تهران کې د چاودنو غږ اورېدل شوی دی.

اخوا فارس خبري اژانس ویلي دي چې په تهران کې پینځه ځایه په هوايي بریدونو کې په نخښه شوي دي.

د فرانسې خبري اژانس په سیمه کې د خپل خبریال له خولې ویلي دي چې د تهران په ختیځ کې له یوې سیمې څخه تور لوګي پورته کېږي.

په همدې حال کې اسراییلي پوځ پر ټېلېګرام لیکلي دي چې د ایران د "ترهګر رژیم" د بېخبنا (انفراسټرکچر) په نخښه کولو لپاره یې د بریدونو یوه پراخه لړۍ پیل کړې ده.

دا تر هغې وروسته ده چې امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ د مارچ پر ۲۱مه ایران ته خبرداری ورکړ چې که په ۴۸ ساعتونو کې یې د هرمز تنګی د بېړیو ازاد تګ راتګ لپاره خلاص نه کړ نو د انرژۍ پر زېربنا یې حملې کوي.

ایراني پوځ د دې ګواښ په غبرګون کې وویل چې که واشنګټن داسې وکړي نو په خپلو ګاونډیو هېوادونو کې به له امریکا سره پر تړلیو کمپنیو (شرکتونو) او بېخبنا بریدونه وکړي.

هرمز تنګی د ايران او عمان ترمنځ پروت دی چې له لارې یې د نړۍ ۲۰ فیصده تېل بېلابېلو هېوادونو ته لېږدول کېږي.

د هرمز تنګي زياتره برخه په سیمه کې د جګړې له پیلېدو راهیسې تړلې ده.

امریکا او اسراییلو د فبرورۍ له ۲۸مې راهیسې پر ایران حملو ته دوام ورکړی دی او تهران یې په ځواب کې پر اسراییلو او په خلیجې هېوادونو کې د امریکا پر پوځي اډو د توغنديو او ډرون بريدونه جاري ساتلي دي.

په سیمه کې دې وضعیت د جګړې پراخېدو اندېښنې زېږولې دي او له کبله یې د تېلو بیې لوړې شوې دي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرېش د فبرورۍ پر ۲۸مه پر ایران د امریکايي او اسراییلي حملو تر پیلېدو وروسته په سمدستي ډول په منځني ختیځ کې د جګړې درولو غوښتنه کړې وه.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса