Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2026
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25
26
27
28
29
30
31

محمد باقر ذوالقدر د علي لاریجاني پر ځای د ایران د ملي امنیت شورا منشي ټاکل شوی دی

0

د ایران د ولسمشرۍ دفتر د اړیکو او معلوماتو مرستیال مشر مهدی طباطبایی اعلان کړی دی چې د هغه هېواد "د رهبر په موافقه او د ولسمشر مسعود پزشکیان په امر" محمد باقر ذوالقدر د ايران د ملي امنیت د عالي شورا د منشي په توګه ټاکل شوی دی.طباطبایی د مارچ پر ۲۴مه پر اېکس پاڼه د علي لاريجاني د ځای ناستي په حيث د ذوالقدر د ګومارلو اعلان خپور کړی دی.

محمد باقر ذوالقدر، چې د سپاه پاسداران له پخوانیو قومندانانو څخه دی، د دې پوځي بنسټ له لومړنیو غړو څخه هم شمېرل کېږي.

دا تر هغه وروسته ده چې د ايران د امنيتي شورا پخوانی مشر علي لاريجاني د مارچ پر ۱۶مه پر هغه هېواد د اسراييلو په بريد کې ووژل شو.

دا د فبرورۍ پر ۲۸مه پر ایران د اسراییلو او امریکا په حملو کې د پخواني ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي تر وژنې وروسته د تر ټولو مهم چارواکي وژل کېدل وو.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса