Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2026
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29
30
31

شهباز شريف پر ايران د اسراييلو بريدونه وغندل خو د امريکا يادونه يې ونکړه

0

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان سره په ټیلیفوني خبرو کې ویلي دي چې هېواد یې پر ایران د اسراییلو د پرله پسې بریدونو غندنه کوي او په دغو حملو کې د ملکي کسانو په وژنه اندېښمن دی.شهباز شریف د مارچ پر ۲۸مه پر اېکس (پخواني ټویټر) په فارسي ژبه په پیغام کې لیکلي دي چې له مسعود پزشکیان سره یې د ټیلیفون له لارې تفصیلي خبرې وکړې چې تر یوه ساعته زیات دوام یې وکړ. شریف وايي، د ایران زړورو خلکو ته یې د پاکستان د ولس ملاتړ څرګند کړ او ورته یې ډاډګیرنه ورکړه چې هېواد به یې د منځني ختیځ د جګړې د حل لارې موندلو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

د پاکستان وزیراعظم وايي د ایران ولسمشر ته یې د هغو ډېپلوماټیکو هڅو په اړه هم معلومات ورکړل چې هېواد یې د منځني ختیځ د تاوتریخوالي د کمولو لپاره کوي. د پاکستان وزیراعظم پر اېکس خپور کړي بیان کې پر ایران د اسراییلو بریدونه غندلي خو د امریکا ذکر یې نه دی کړی.

امریکا او اسراییلو د فبرورۍ له ۲۸مې راهیسې پر ایران حملو ته دوام ورکړی دی او تهران یې په ځواب کې پر اسراییلو او په خلیجې هېوادونو کې د امریکا پر پوځي اډو د توغنديو او ډرون بريدونه جاري ساتلي دي.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса