لندن کې د چاقو په برید کې دوه تنه یهودان ټپیان شوي
لندن کې د یو کس لخوا د چاقو په برید کې دوه یهودان ټپیان شول.ټپیان چې یویې ۷۶ کلن او بل ۳۴ کلن دی په روغتون کې تر درملنې لاندې دي او وضعیت یې ثابت دی.پولیس ویلي ۴۵ کلن مهاجم چې هڅه یې وکړه په پولیسانو هم برید وکړي نیول شوی دی.د مارک رولي په نوم د پولیسو یو افسر وویل مشکوک برید ګر د جدي زور زیاتي او رواني ستونزو سابقه لري.
