طالبان: د پاکستان له لورې پر کونړ د توغندیو ډزې روانې دي
په کونړ کې د طالبانو حکومت سیمه ییز چارواکي وايي، پاکستاني ځواکونو له تېرې ورځې راهیسي د دې ولایت په بیلابیلو ولسوالیو لسګونه توغندي توغولي دي.
د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ ریس نجیب الله حنیف ازادي راډيو ته وویل، تر ټولو ډېر زیان خاص کونړ ولسوالي کې خلکو ته رسېدلی دی.
