Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
Mashaalradio.com
Январь
2023

Новости за 10.01.2023

صوابيوال وايي حکومت دې امن پر ځای کړي

Mashaalradio.com 

د خيبر پښتونخوا د ځينو نورو سيمو په شان په صوابۍ کې هم په دې وروستيو کې ناامني زیاته شوې ده. د دې ځای قومي مشران او سياسي فعالان وايي حکومت بايد د امنيت ښه کولو لپاره پاخه ګامونه واخلي. په دې اړه نور تفصيل د شاهين بونيری په کوربه توب کرښې پر غاړه خپرونه کې واورئ.

د خيبرپښتونخوا خلک د اوړو ارزانېدل غواړي

Mashaalradio.com 

د خیبر پښتونخوا له بېلابېلو سیمو خلک هره ورځ پېښور ته د سرکاري اوړو اخیستلو لپاره ورځي. خو دوی وايي‌ ورځ تر بلې هغه سرکاري اوړه هم ګرانيږي چې حکومت په ارزانه بیه د ورکولو اعلان کړی دی. په همدې حال کې کاروباریان وايي چې پنجاب صوبې خيبر پښتونخوا ته اوړو لېږد بند کړی چې له وجې یې بحران رامنځته شوی دی. د عظمت علي شاه په ويډيو کې د خلکو خبرې او فریاد اورېدلی شئ.

د سیند صوبې له زندانونو ۳۰۳ نور افغانان خپل هېواد ته لېږل شوي دي

Mashaalradio.com 

د پاکستان د سیند صوبې له زندانونو څخه خوشي شوي نور ۳۰۳ افغانان خپل هیواد ته لېږل شوي دي. د صوبې په بېلا بېلو سیمو کې د نیول شویو د کډوالو وکیلې منیزې کاکړې نن مشال راډیو ته وویل چې پرون د حېدر اباد له زندانه په لېږل شویو دې کډوالو کې ۶۳مېرمنې او ۷۱ ماشومان هم شامل دي. د دې په وینا، دوی د سزا ګانو پوره کولو او جرمانې تر ورکولو وروسته د عدالتونو په حکم خوشي شوي او افغانستان ته استول شوي دي. تر دې وړاندې د جنورۍ پر ۷ مه هم د کراچۍ له زندانونو ۳۰۱ افغانان خپل هیواد ته استول شوي وو. دغه افغانان له... Читать дальше...

د خوست موساخېلو ولسوالۍ اوسېدونکي د ژوند اساسي اسانتیاوې نه لري

Mashaalradio.com 

د افغانستان د خوست ولایت د موساخېلو اوسېدونکي وايي، په تېرو ۲۰ کلونو کې یې په ولسوالۍ کې د ناامنۍ له وجې پرمختیايي کارونه نه دي شوي او په ډېریو برخو کې د ژوند له لومړنیو اسانتیاوو هم بې برخې دي. بل لوري ته ځايي چارواکي د یادې سیمې د اوسېدونکو ستونزې مني او وايي چې د لیرې پرتو ولسوالیو د خلکو د اړتیاوو پوره کولو ته زیات پام کوي. ویډیويي رپورټ.

د اوړو ګرانېدو پر ضد د جماعت اسلامي او جمعيت علمای اسلام مظاهره

Mashaalradio.com 

د جماعت اسلامي او جمعيت علمای اسلام (ف) ګوندونو غړيو په پېښور کې د اوړو ګرانېدو پر ضد مظاهره کړې ده. د جنورۍ پر نهمه شوې دې مظاهره کې ګډونوالو په خیبر پښتونخوا کې د تحريک انصاف پر حکومت غږ وکړ چې په پنجاب صوبه کې دې د خپل حکومت چارواکو ته ووايي‌ چې اوړه وروپريږدي. په دې اړه نور حال د عظمت علي شاه په ويډيو راپور کې وګورئ.

نړيوالو د پاکستان له سېلاب ځپلو سره د څه دپاسه ۹ اربه ډالو مرستې ژمنه وکړه

Mashaalradio.com 

د جنورۍ پر نهمه، په لسګونه هیوادونو او نړیوالو سازمانونو د تېر کال له سېلابونو د بحالۍ لپاره له پاکستان سره د څه د پاسه نهه اربه ډالرو مرستو ژمنه کړې ده. په دې کې د اسلامي پرمختيايي بېنک (اسلامک ډیولپمنټ بېنک) لخوا څلور اعشاریه دوه او د اسیايي پرمختيايي بېنک له خوا یو ارب ډالر هم شامل دي چې په راتلونکو دریوو کلونو کې به پاکستان ته ورکول کېږي. امریکا ویلي چې دوی به ۱۰۰ میلیونه ډالر نور ورکوي او اروپايي ټولنې ویلي چې دوی به هم د نویو مرستو په توګه پاکستان ته په لسګونه میلیونه ډالر ورکوي. دا ژمنې... Читать дальше...

کراچۍ کې د لسګونه هندوانو اجتماعي ودونه شوي دي

Mashaalradio.com 

د پاکستان د هندوانو شورا (هندو کونسل) په کراچۍ کې د ۶۵ هندوانو نجونو او هلکانو ودونه کړي دي چې پکې زیاتره سېلاب ځپلي ول. هغه ناحکومتي سازمان هر کال د بې وزله هندوانو اجتماعي ودونه کوي. نور په ویډیويي رپورټ کې.


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Большой шлем

Dagospia: Синнер и Калинская вместе поужинали в ресторане в Париже






Активисты движения «Всеармянский фронт» принимают активное участие в акции протеста в Армении

Дипломатическая бизнес-встреча «Россия - Африка» прошла в Белом Особняке Villa Barvikha

Игроки ФК «Краснодар» победили в двух номинациях главной футбольной премии сезона

В Московской области сотрудники Росгвардии задержали подозреваемого в незаконном обороте наркотиков