Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
Mashaalradio.com
Январь
2023

Новости за 17.01.2023

د لطیف اپرېدي مبارزه، وژنه او په پښتنه سیمه کې بې امني

Mashaalradio.com 

نومومیالی قانون پوه او پښتون ملتپاله سیاستوال، عبدالطیف اپرېدي د پښتنو د قانوني او سیاسي حقونو د خوندي کولو لپاره له تېرو پينځه لسیزو راهیسې مبارزه کړې وه. هغه د سیاسي مبارزې پر مهال د بند له سختیو هم راتیر شوی وو. د کرښې پر غاړه خپرونه کې د اپرېدي پر مبارزه او په پښتنه سیمه کې پر روانې ناامنۍ بحث شوی دی. شاهين بونیری یې کوربه دی.

لطیف اپرېدی د خپل مبارز ژوند کيسې کوي

Mashaalradio.com 

لطیف اپرېدی چې په لطیف لالا مشهور وو په ۱۹۴۲ز کال کې د خیبر ضلعې د تیرا میدان په قمبرخېلو کې زېږېدلی وو خو له لومړنیو څخه یې تر پوهنتونه ټولې زده کړې په پېښور کې کړې وې. هغه د جنورۍ پر ۱۶مه په پېښور کې په ډزو ووژل شو. هغه د عوامي نېشنل ګوند يو مهم مشر پاتې شو او په دې وروستيو کې یې د ملي جمهوري غورځنګ په بنسټ ايښودو کې مرکزي کردار دلود. د دې تر څنګ نوموړي د پښتون ژغورنې غورځنګ د بندي غړيو مقدمې هم کړې او ځيني یې له زندانونو خوشې کړي دي. د نوموړي په جنازه کې ګډون کوونکو د نوموړي وژنه، د مظلومو خلک لپاره د غږ بندیدلي بللي دي. Читать дальше...

په خوست کې وزیرستاني کډوال وايي ۱۲ سوه کورنۍ یې له نغدو مرستو پاتې دي

Mashaalradio.com 

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې " یو این ایچ سي ار " لخوا د ژمنیو توکو د رانیولو لپاره د مرستو په دې بهیر کې هرې کورنۍ ته ۲۷۵ ډالر ورکول کیږي چې د سیمه ییزو چارواکو په وینا شاوخوا دولس سوه کورنۍ له دې مرستو بې برخې پاتې شوي دي.

په خیبر پښتونخوا کې د ترهګرۍ په اړه په کراچۍ کې سیمینار شوی

Mashaalradio.com 

د جنورۍ پر ۱۶مه شوي دې سیمینار ته له خیبر پښتونخوا، بلوچستان او د ملک له بېلا بېلو سیمو د بشري حقونو د کمېشن مشرانو او مدني فعالانو په خپلو ويناګانو کې پر حکومت غږ کړی چې په خيبر پښتونخوا کې د امنيت لپاره کوټلي ګامونه واخلي.

د لطیف اپرېدي د جنازې ګډونوالو د هغه وژنه لويه غميزه وبلله

Mashaalradio.com 

د نوميالي‌ وکيل او پښتون ملتپاله سیاستوال، عبدالطیف اپرېدي جنازه د سلګونو کسانو په ګډون د پېښور په باغ ناران کې وشوه. په دې ويډيو کې ګورئ چې غمژن پښتانه مشران د هغه مړينه د مظلوم لپاره د يو رسا غږ خاموشه کېدل بولي. د عوامي‌نېشنل ګوند يو مشر، میا افتخار حسېن پر پښتنو غږ وکړ چې شخصي دښمنۍ ختمې او خپل سرلاري وژغوري. وکيل طارق افغان وويل چې "پنځوس یا سل کاله به نور واخلي چې په پښتنو کې بل لطیف لالا پيدا شي". د جنورۍ پر ۱۷مه شوې، د لطیف اپرېدي چې په لطیف لالا مشهور وو، جنازه کې د بېلا بېلو ګوندونو مشرانو،... Читать дальше...

په افغانستان کې د بزکشۍ لوبه ګڼ مینه وال لري

Mashaalradio.com 

بزکشي په افغانستان کې ډېر مینه وال لري، دا د هغه هېواد ملي لوبه ده، چې زیاتره لوبغاړي یې په شمالي ولایتونو کې دي. په دې وروستیو ورځو کې په کابل کې د بزکشۍ یوه لوبه هم ترسره شوه. په دې اړه د اسو شیېټېډ اژانس ویډیويي راپور .

۱۰۰ کلن بابا کباب ولې مشهور دی؟

Mashaalradio.com 

په شهباز ګړۍ کې بابا کباب له سلو کلونو ډېره موده وشوه چې خلکو ته چپلي کباب پخوي. کباب پخوونکي وايي پخلی یې ساده خو خوند یې دومره ډېر دی چې هره ورځ ورته په لسګونو خلک ورځي. ځيني ډېر عمر لرونکي خلک په دې ويډيو کې وايي چې زلميان ول، له کلي به په ټانګه کې د دې کباب خوړلو لپاره ورتلل او اوس چې زاړه دي، هم ورځي. د چپلي کباب د خوند راز څه دی؟ په اړه یې ويډيو وګورئ.


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Янник Синнер

Янник Синнер: «Нужно наслаждаться давлением, потому что мы не врачи, которые оперируют людей»






Мария Багреева: более 5 тысяч лотов реализовала Москва на городских торгах

Русские военные нашли в Авдеевке схрон с иностранным вооружением

Группа компаний Helpers Представляет Совершенный Фулфилмент для Wildberries и Ozon Marketplace

Новые братья Винчестеры: Янковский и Кологривый примерят непривычные роли