'پر ملا برادر د پومپیو فشار': طالبان دې موافقه کې ټول شرایط پر ځای کړي
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مایک پومپیو پرون (د جون په ۳۰مه) پر ټویټر ولیکل چې د طالبانو له مشر مرکچي سره غږېدلی او پر هغهیې فشار راوستی چې پر امریکایانو د حملو د بندولو په ګډون ټول هغه شرایط چې له امریکا سره په موافقه کې یې منلي، پر ځای کړي. د پومپیو له ټویټه څرګندېږي چې دا خبرې د دوشنبې په ورځ شوې دي. مايک پومپیو په دې اړه نور جزئیات نهدي ورکړي. په قطر کې د وسلهوالو طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پرون ازادي راډیو ته وویل چې پومپیو له ملا عبدالغني برادر سره په وېډیو کنفرانس کې په... Читать дальше...